تاند – د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې چهارشنبه/ جولای ۶/ د کوچیني اختر لومړۍ ورځ ده. اختر په داسې وخت کې رارسیږي چې په افغانستان کې تر روژې مبارکې میاشتې مخکې پر دې سربیره چې ګڼو افغانانو او حتی ملګرو ملتو له دولت مخالفه وسله والو وغوښتل چې اوربند وکړي، جګړې تودې وې.
د جګړو ترڅنګ چاودنې او تر ټولو خونړۍ یوه یې په پغمان ولسوالي کې د میدان وردک د پولیسو د روزنیز مرکز د فارغانو پر موټرو چاودنې وې چې تر ۳۰ ډير ځوانان پکې ووژل شول او په لسګونو ټپيان شول. تر دې مخکې په کابل کې یوې چاودنې ۱۰ تنه ووژل چې اکثره یې نیپالیان وو او د نیپال حکومت له خپلو خلکو وغوښتل چې افغانستان ته د کار لپاره تر دې وروسته ولاړ نه شي.
په تیرو نژدې دریو میاشتو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو هیلې تر پخوا ډیرې کمزورې شوې دي. د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په اعلامیې کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر موجودیت انتقاد شوی او پر جګړې ټینګار شوی دی. تر اختر مخکې د ګلبدین حکمتیار له اسلامي حزب سره هم د سولې تمه وه خو تر اوسه دا بهیر هم عملي شوی نه دی. حکمتیار د اختر په مناسبت په خپرې کړې اعلامیې کې یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر شرط ټینګار کړی دی، د سولې د خبرو تر پيل مخکې یې دا شرط له پامه غورځولی و.
که یوه لور ته تر اختر پورې د سولې هیلې ختلې او جګړې تودې شوې دي بل لور ته د اختر له پای ته رسیدو سره سم د پولنډ په مرکز وارسا کې د ناټو د مشرانو غونډه ده چې د اجنډا مهم ټکی یې د افغانستان موضوع ده او داسې ښکارې چې د ناټو ۲۸ غړي هیوادونه به د نژدې ۵ کلونو په مخه له افغان ځواکونو سره د ملیارډونو ډالرو مرستو ژمنې وکړي.
له بل اړخه د یکشنبې په ورځ کابل ته د چین د پوځي مرستو رسیدل د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر په وینا د افغانستان دښمنانو ته سخت ځواب دی. د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وویل چې د چین نورې مرستې هم راروانې دي او په راتلونکې کې به کابل ته ورسیږي.
یو شمیر څیړونکي باور لري چې د افغانستان د حکومت مخالف وسله وال داسې انګیري چې د ناټو او د هغوی پلوي ځواکونه له افغانستان څخه په وتو دي نو افغان حکومت به یوازې پاتې شي. خو حنیف اتمر د کابل په هوایي ډګر کې د جولای په ۳ د چین د پوځي مرستو د تسلیمیدو پر مهال وویل چې افغانستان پخوا یوازې له ناټو څخه مرستې ترلاسه کولې او اوس له هند، روسیې او دا دی له چین څخه هم کومک ترلاسه کوي.
تر اختر درې ورځې مخکې د افغانستان ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا سره د عمرې تر ادا کولو وروسته وکتل او پاچا سلمان بن عبدالعزیز له ولسمشر اشرف غني سره ژمنه وکړه چې سعودي عربستان به په پوځي او ملکي برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي. د عربستان د پاچا دا ژمنې نه دې توضیح شوي. خو که چیرته له افغان ځواکونو سره د سیمې هیوادونه په تیره بیا چین او عربستان چې د پاکستان نژدې ملاتړي هیوادونه دي، مرستې وکړي پر اسلام اباد ښایي فشار راشي او طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي. سعودي عربستان له طالبانو سره د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ هم وکړ، خو له افغان ځواکونو سره په پوځي برخه کې مرستې هم ښایي اسلام اباد دې ته وهڅوي چې طالبان سولې ته راولي.
افغان حکومت هم د سولې خبرو ته شا نه ده اړولې او د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ویلي چې تر ژمي پورې به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.
کوچیني اختر په داسې وخت کې رارسیدلی دی چې لا هم د سولې خبرو ته یوه دریڅه پرانیستې ده او افغانان انتظار دي چې ممکن په هیواد کې نور د جګړو ټغیر ټول شي.
اختر دیی ټولوته مبارک وی
الله ج دیی ځمونږ په وطن کی سوله راولی
ځمونږ خلک سولی ته وږی دی، چه سوله راغله ځمونږ هره ورځ اختر دی
الله ج دیی ټول افغانان په اتفاق اواتحاد کی وساتی