تاند- جیالوجیستان بریالي شوي چې په افریقايي هیواد تانزانیا کې د هیلیوم ګازو لویه زېرمه ومومي.

دا ګاز په طب کې د ایم آر آی سکن، الوتکو، سپوږمکیو، د توغندو د انجن د پاکېدو، ټیلسکوپونو او د اتومي وړانګو د څارنې په ماشینونو کې پکارېږي.

جیالوجیستان وايي، له دې کبله چې په نړۍ کې د دې ډول ګازونو زېرمې په خلاصېدو وې، په تانزانیا کې دا تازه کشف یوه کامیابي ده.

د هیلیوم ګاز په لږه اندازه د تېلو او ګازو د څاګانو د کیندنو په مهال موندل شوي ول.

خو اوس څېړونکي بریالي شوي چې د تانزانیا په ریفت وېلي دښته کې د نویو شیوو په مرسته زیات هیلیوم ګاز ومومي.

دوی وايي چې د (تیف وېلې) د موندل شوې زېرمې یوازې د یوې برخې ګاز د څه باندې یو ملیون ایم آر آی ماشینونو لپاره کافي دي.

د دې زېرمې د ګازو اندازه ۵۴ ملیارد متر مکعبو ته رسېږي.

د اکسفورډ پوهنتون د جیالوجۍ استاد کریس بالنتین وايي، دا کشف د هیلیوم ګازو د اړتیا په برخه کې مخکیني اټکلونه ګډوډوي خو ګومان نه کوي چې په لنډه راتلونکې کې دې دې ته ورته کشف وشي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې د هیلیوم ګازو د کمېدو له کبله د دغه ګاز بیه په سلو کې ۵۰ لوړه شوې وه.

دا ګاز په فضا کې په دوهمه درجه زیات موندل کېږي خو په مځکه کې نادر او خورا لږ دي.

دا ګاز، چې په هوايي پوپکونو کې هم کارول کېږي، له مځکې څخه د تېښتې په حال کې دی.

ساینسپوهان وايي چې هیلیوم په مشتري کې زیات موندل کېږي. د سې شنبې په ورځ /جولای ۵/ د امریکا ستوربېړۍ د مشتري مدار ته ورسېده چې د دې سیارې په اړه لا ډېرې او دقیقې څېړنې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *