تاند- ساینسپوهان وايي، نسبتاً کره شواهد یې ترلاسه کړي چې د لومړي ځل لپاره دا ثابتوي چې د جنوبي قطب دپاسه د اوزون پرده د ترمیم کېدو په حال کې ده.
دوی وايي، د ګلتوني ګازونو د تولید د مخنیوي لپاره د وروستیو کلونو هڅو ګټه کړې ده.
د ساینسپوهانو د څېړنو پر اساس د مځکې د کرې د جنوبي برخې دپاسه د اوزون په پرده کې سوری د ۲۰۰۰ م کال په پرتله د تېر کال په سپتمبر کې ۴ ملیون کیلومتر مربع کوچنی شوی دی.
د اوزون پردې ته تر ټولو زیات زیان د جنوبي قطب دپاسه اوښتی و.
ساینسپوهان وايي، په دې سیمه کې د لمر تېزې وړانګې او د هوا سړوالی د (Polar stratospheric) وریځو سبب کېږي او دا وریځې کلورین تولیدوي.
په ۱۹۸۷ م کال د کاناډا د مونتریال په کنفرانس کې په درسته نړۍ کې د مضرو ګازونو د تولید د مخنیوي پرېکړه وشوه. د دوی دې فیصلې د اوزون د تخریب له کمېدو سره مرسته وکړه.
د مځکې د اوزون پردې نازکېدو او تخریب ته لومړی پلا په اتیایمه لسیزه کې د بریتانیايي ساینسپوهانو ورپام شو.
د اوزون پردې سوری کېدا پر طبیعت د منفي اغېزو ترڅنګ د دې سبب کېږي چې د لمر وړانګې په مستقیم ډول پر مځکه ولګېږي. دا وړانګې د پوستکي د سرطان سبب کېږي.