تاند- په ډېرو لویو ښارونو کې د ښاري خدماتو لپاره د برقي بسونو او ترمونو لپاره ځانګړې لارې وې خو اوس سویډن د لویو ترانسپورتي موټرو لکه لاریو او کانتینرونو لپاره لویه لار جوړوي.

سویډن غواړي چې په دې توګه د هوا د ککړتیا له مخنیوي سره مرسته وکړي.

دا هیواد په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ م کال پوري په تېلو د چلېدونکو موټرو دوره پای ته ورسوي. د برقي موټرو لپاره د لویې لار جوړول دغه هدف ته د رسېدو لپاره د سویډن یو لوی ګام ګڼل کېږي.

دا لویه لار، چې (eHighway) اي هايي وې یا برېښنايي لویه لار نومېږي، د جرمني د زیمینس کمپنۍ په همکارۍ اجرا کېږي.

   د دې پروژې په لومړني ګام کې به د پلازمېنې ستوکهلم په شمال کې ۲ کیلومتره لویه لار جوړه شي.

په همدې حال کې په نړۍ په تېره بیا د سویډن په شمول په سکانډنیاوي هیوادونو کې برقي موټرونه مخ په زیاتېدو دي. دا موټرونه بیا په چارجېدونکو بېټریو چلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *