تاند – د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پخوانۍ پریکړه بدله کړه. اوباما وویل چې ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۵۵۰۰ ته راکم شي خو اوس ده شرایطو ته په کتو سره پریکړه وکړه چې ۸۴۰۰ امریکایي پوځیان په افغانستان کې د کال تر اخره پاتې شي.
د امریکا ولسمشر له سپینې ماڼۍ څخه په وینا کې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان امنیتي وضعیت لاهم ډاډمن نه دی او دغه هیواد د امریکا پوځي ملاتړ ته اړتیا لري.
د اوس لپاره په افغانستان کې امریکا ۹۸۰۰ پوځیان لري او د دوی تر څنګ شاوخوا درې زره بهرني سرتیرې په افغانستان کې دیره دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو په دندو کې بدلون رانه شي او هلته به د افغان ځواکونو ملاتړ او د ترهګرو تعقیب ته به دوام ورکړي.
د امریکا ولسمشر بیا وویل چې طالبان لاهم د افغانستان امنیت ته یو ګواښ دی او امریکا به په هیڅ ډول اجازه ورنه کړي چې افغانستان د ترهګرو په امن ځای بدل شي.
بارک اوباما بیا طالبان مخاطب کړل او ویې ویل چې تاسو له کلونو کلونو راهیسې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې یاست خو کله به هم په دې جګړې کې بریالي نشئ، ځکه چې امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ده.
د طالبانو نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی دی چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي. د امریکا ولسمشر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مساله هم د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ د سولې له خبرو سره مربوط وګڼله. بارک اوباما وویل چې د افغانستان مساله د سولې د خبرو له لارې هواریدای شي او له دغه هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو مساله هم له دې خبرو سره تړلې ده، د همدې لپاره د امریکا متحد ایالتونه د افغانانو په مشرۍ د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د روان کال په ترڅ کې د ۸۴۰۰ امریکایي پوځیانو د پاتیدو پریکړه بارک اوباما د ناټو تر سرمشریزې دوې ورځې مخکې وکړه. تمه ده چې د جمعې او شنبې په ورځ د ناټو مشران د پولنډ په مرکز وارسا کې راغونډ شي. په دې غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ګډون کوي.