موږ په دې عقيده يو، چې یوه ورځ به د ځمکې او اسمانونو نظام په بشپړ ډول له منځه ځي، دا کومه شکمنه او نه واقع کېدونکي موضوع نده.
دلته زموږ اصل هدف دا دى چې په دې اړه ځینې ساده او مغلقو پوښتنو ته د امکان ترحده ځوابونه ووایو.
لکه د دغې پېښې د وقوع علت څه دی؟ دغه پېښه به کله رامنځته شي؟ ایا ددغې پېښې د وقوع په اړه کومه وړاندوینه کولای شو؟ ایا ددغې پېښې د وقوع کوم اثرات واقع شوي؟
دغه او ورته نورې پوښتنې د قران او احادیثو په رڼا کې واضح کولای شو، خو مونږ غواړو د ساینسي څېړنو له زاویې په دې موضوع یو څه رڼا واچوو.
د جهان د هستۍ د نابود کېدو موضوع د نجوم پوهانو او فزیک پوهانو ترمنځ یو پيچيده موضوع ده او په دې اړه مختلف نظریات موجود دي، یو له دغه نظریو څخه تر ټولو مهمه د ځمکې بېګ بانګ (Big bang) یا لويې چاودنې نظریه ده، دغه نظریه اصلاً د ځمکې د منبسط کېدو څخه منشأ اخلي، په دې ډول چې ځمکه د بېلابېلو عواملو په اساس منبسط کېدو خواته روانه ده او کله چې دا انبساط اخري حد ته ورسیږي د جهان فواصل بې نهایت ته رسیږي، یوه لویه چادونه او شيندنه به رامنځته شي او په نړۍ کې به ټول ژوندي موجودات له منځه ولاړ شي.
هغه څېړنې چې په سوپرنوا ستوري تر سره شوي، دا نړۍ د انبساط کېدل ثابتوي. ددغه انبساط سرعت مخ په زیاتېدو دی او ممکن یوه ورځ وروستي حد ته ورسیږي.
ددغه انبساط اساسي علت توره انرژي (Dark Energy) ده، کومه چې د خاصو فرمولو په اساس محاسبه کېدلای شي، که د تورې انرژۍ د محاسبې فرمول د ځمکې د انبساط لپاره تطبیق کړو او احیانا دغه نظریه سمه وګڼو، نو د نړۍ د نابود کېدو پېښه به ۲،۸ ميليارده کاله (داوسني ۱،۲ ميلیارده عمر دوه برابره) وروسته واقع شي.
که څه هم له دې وړاندي د جهان د له منځه تلو پېښه ۲۲ ميلیارده کاله وروسته اټکل شوي وه، کله چې (Milky Way ) کهکشان دخپل ګاونډي اندرومېدا (Andromeda )کهکشان سره ټکر وکړي او د لمر د مرګ سبب وګرځي.
همدا ډول د جهان د نابود کېدو لپاره نورې مختلفې نظريې هم شتون لري، لکه د کائناتو د ګرمېدو مرګ (Heat Death Of Universe )، همداشان نورې نظریې هم شته چې هر یوه په خپل ځای اهمیت لري.
که لږ ددې موضوع ديني اړخ ته بېرته مراجعه وکړو، نو دا خبره راته ثابتېدای شي چې اسلام حق دين او قران سپېڅلى، قاطع، حق او قديم کتاب دى، ځکه کفار که څه هم مستقيماً د قيامت له ورځې منکر دي خو په غير مستقيم ډول زمونږ د دين او کتاب تصديق کوونکي دي.
اسلام واقعا هم چې یو ثابت او له شکه وتلی ریښتیني نظام دي !