د روسیې د دفاع مرستیال وزیر

تاند- د روسیې مرستیال دفاع وزیر نن/چهارشنبه/ وویل، نړیوال ځواکونه له افغانستانه ژر وځي.

د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه راتلونکی کال له افغانستانه وځي خو محدود شمېر روزونکي او مشاوران پرېږدي چې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

د روسیې د دفاع وزیر مرستیال اناتولي انتونوف وویل: لا ډېر ژر ده چې افغان امنیتي ځواکونو ته مسوولیتونه وسپارل شي.

د روسیې دولتي ریا نووستي خبري اژانس د انتونوف په قول وویل:«نړیوال امنیت ساتونکو ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د وتلو په اړه په بیړه پرېکړه کړې ده. تراوسه پوري لا داسي افغان امنیتي ځواکونه نه دي جوړ شوي چې له سخت دریځو عناصرو سره د مقاومت وړتیا ولري.»

روسیې پخوا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر حضور اعتراض کاوه او حتي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د اوږدمهالو اډو پر مسلې یې نیوکه کوله خو اوس چې ورته څرګنده شوې چې نړیوال ځواکونه په رښتیا وځي او امریکا هم د پام وړ ځواکونه نه پرېږدي د هغوی د وتلو پرېکړه تر وخت مخکې بولي.

د روسیې استخباراتي ادارې د سږ کال په مېژ میاشت کې ویلي و چې دوی په دې اندېښمن دي چې په افغانستان کې سخت دریځي عناصر ممکن له ۲۰۱۴ وروسته پیاوړي شي.

شاوخوا اووه زره روسي پوځیان د افغانستان پولې ته نژدې په تاجکستان کې ځای پرځای دي.

انتونوف په تاجکستان کې دېره روسي پوځیانو ته په اشارې وویل: روسي ځواکونه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې په سیمه کې د خپل پوځي موقف د پیاوړتیا لپاره ډېر کارونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *