تاند (کابل) – د سعودي عربستان پولیسو په هغه هېواد کې د دوشنبې د ورځې له حملو څخه وروسته یو شمېر کسان د ترهګرۍ په تور نیولي دي.
رویټرز خبري اژانس د سعودي د کورنیو چارو د وزارت له قوله لیکي چې، پولیسو ۱۹ کسان له ترهګرو سره د تار لرلو په تور نیولي دي چې ۱۲ تنه یې پاکستانيان او ۷ تنه نور سعودیان دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې، هغه کس چې په نبوي مسجد یې د حملې هڅه وکړه یو سعودي تبعه وو چې ۲۶ کاله عمر یې درلود او د نشه ییزو توکو روږدی وو.
په مدینه منوره کې په نبوي جومات د حملې په ورځ په جده کې هم یو ځانمرګی برید وشو او د سعودي پولیسو وویل چې بریدګر پاکستانی وګړی وو چې عبدالله ګلزار نومېده.
په ورته وخت کې، د هسپانیا پولیسو هم خبر ورکړی دی چې د هېواد په شمالي ښار لیدا کې یې درې تنه پاکستاني وګړي له داعش او نورو سخت دریځو سره د تړاو په تور نیولي دي. ویل کیږي چې دغه درې تنه په یوه کور کې اوسېدل او د انټرنټ له لارې یې د داعش په پلوۍ تبلیغات کول.