تاند- د امریکا پوځ وايي، د ډالاس حمله کوونکي په ۲۰۱۳ م کال په افغانستان کې د عسکرۍ خدمت کړی دی.
دغه سړی، چې میکه جانسن نومېږي، د ۵ پولیسو پر وژلو تورن دی.
د ډالاس د پولیس چارواکو په وینا جانسن غوښتل چې سپین پوستي پولیس ووژني.
په ډالاس ښار کې د تورپوستانو خلاف په اعتراضونو کې د یوه یا څو نښه ویشتونکو (سنایپر) له لوري ۵ پولیس ووژل شول.
د پولیسو په وینا میکه جانسن تر وژل کېدو مخکې پولیسو ته ویلي و چې د امریکا د تورپوستو د احتجاج کوونکي غورځنګ حالت او دغه راز د پولیسو له لوري د تورپوستو وروستۍ وژنې غوسه کړی دی.
د امریکا ولسمشر بارم اوباما د تورپوستو خلاف د پولیسو ستغ او تاوتریخجن چلند د اندېښنې وړ بللی دی.
جانسن د ۲۰۰۹ م کال له اپریل څخه د ۲۰۱۵ تر اپریل پوري د امریکا په پوځ کې خدمت کړی دی.
ده د ۲۰۱۳ کال په نوومبر کې په افغانستا کې ۸ میاشتې د عسکرۍ خدمت کړی دی.
پر ده تور دی چې د پنجشنبې په ورځ یې په ډالاس ښار کې پر پولیسو ډزې کړي دي.