تاند- د ناټو غړي هیوادونه به نن په وارسا کې د خپلې سرمشریزې په دوهمه ورځ پر افغانستان خبرې وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي چې د ناټو غړي به نن د افغانستان په اړه پر درو ټکو تمرکز وکړي.

ده په دې باب چې ناټو به پر پاکستان فشار زیات کړي، د پوښتنې په ځواب کې وویل«زه د هیوادونو او حکومتونو له مشرانو هیله لرم چې د افغانستان په اړه درې مهمې پرېکړې وکړي؛ لومړی د خپل پوځي حضور دوام، له جنګي ځواکه پرته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ لپاره. نو پر دې اساس به موږ د افغانستان د ملي اردو او نورو ملي امنیتي ځواکونو روزنې، ملاتړ او مشورې ته دوام ورکړو.»

ده همداراز وویل«دوهم توقع لرم چې دوی به د افغان ملي امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ د دوام په اړه پرېکړه وکړي. او درېم تمه لرم چې د هیوادونو او حکومتونو مشران به له افغانستان سره زموږ اوږدمهال سیاسي مشارکت او همکاري تایید کړي.»

ستولتنبرګ زیاته کړه«دا درې واړې چارې په افغانستان کې د ثبات له راوستلو او زموږ د خپلو هیوادونو له خوندیتوب سره د مرستې لپاره مهمې دي. همداراز په افغانستان کې له تروریزم سره مبارزه او د تروریزم پر ځالې د افغانستان د بیا بدلېدا مخنیوی مهم دی.»

د ناټو سرمنشي د سولې او پخلاینې لپاره له پاکستان او د سیمې له نورو هیوادونو سره د افغانستان د هڅو او تماسونو هرکلی وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *