اختر ته دوې ورځې پاتې وې، چې درسي ساعت خلاص شو شفیع الله را نږدې شو، پۀ لاس کې یې خط و، پۀ یوۀ پاکټ کې بند کړل شوی و. راته یې کړه، استاذه! دا خط به د اختر پر ورځ خلاصوې!
د خط پوښ کاغذي و، چې ګرد چاپېر یې ستنجاک کړی و. د اختر پر ورځ کتو شرط یې را باندې کېښود،خو خط ته مې لۀ همغې لومړۍ شېبې تلوسه شوه!
د پاکټ پر سر یوازې زما نوم لیکل شوی و، د منځپانګې ترې هيڅ پته نه لګېده، کۀ څۀ هم لۀ نږدېتوبه داسې ښکارېده، چې د اختر مبارکي به وي، خو د شفیع الله پر پاکټ د اختر نه یادون سړي ته نورې تلوسې او اندېښنې تر زړۀ کولې.
پۀ خط کې چې هر څۀ وو، دا خو وروسته څرګنده شوه، خو د شفیع الله ډېرې ځانګړنې ترې پۀ همغې لومړۍ شېبې را ښکاره شوې. شفیع الله د څلورم ټولګي زده کوونکی دی، د نهو، لسو کلونو پۀ منګ دی. زموږ پۀ ټولنه کې چې د څلورم ټولګي زده کوونکی دومره احساس او باریکبني ولري، چې لۀ اختر څخه مخکې استاد ته لیک ډالۍ کړي، بیا ورته ځينې کرښې را جوړې او وکښي، دۀ به د دې لیک سوچ کړی وي، بیا یې سپین کاغذ را اخیستی او ورپسې یې ساعت نیم وخت ورکړی،چې جملې جوړې کړي او عبارت ولیکي.
د زده کوونکي همدا احساس لۀ دۀ سره پۀ ګانده کې مرسته کوي، چې ټولنیز شي. دی اړیکو ته ارزښت ورکوي، پوهیږي، چې لۀ خلکو سره د اختر مبارکي مینه ډېروي، بیا د استاد لپاره لۀ داسې مناسبې لارې د اختر مبارکي لېږل رښتیا ځيرکتیا ده. “د ماشوم ذهن سپینه پاڼه ده” دا جمله پۀ اروا پوهنه کې ډېره کاريږي، مانا یې دا ده، چې ماشوم پۀ ماشومتوب کې ډېر شیان پۀ اسانۍ سره زده کوي، پۀ ځانګړي ډول حرکات، اخلاق او رواني چارې ژر تقلیدوي او پېښې یې کوي. دغه پېښې د دۀ د راتلونکي شخصیت خام مواد دي، چې ورو-ورو یې تحت الشعور ته سپاري او د دۀ د شخصت آډانه پرې ابادیږي.
زموږ د ښوونې لویه تشه د اخلاقو او روان اړخ ته نه پاملرنه ده، پۀ دولتي ښوونځیو کې اروا پوهنه نه لوستل کیږي، خو پۀ خصوصي یوۀ نیم ښوونځي کې د مرستیال مضمون پۀ ډول تدریسیږي. هغه هم زموږ لۀ ټولنې ناخبره اراوپوهنه ده، لۀ بلې ژبې را ژباړل شوی مضمون پر یوې داسې ټولنې عملي کول، چې نۀ یې سويه هغومره وي او نه یې کولتور ورسره اړخ لري، چندان ګټور کار نه دی.
زموږ متخصصان دې داسې پېښې پیدا کړي لکه د شفیع الله، بیا دې پرتله کړي او بیا دې پرې لیکنې وکړي، چې توني او مهالي سمون را منځته شي.
مثلاً پۀ زده کړه کې او د ښوونیز چاپېریال پۀ اډانه کې همدا د شفیع الله د لیک او کار بېلګه څېړو! د شفیع الله پۀ ټولګي کې لۀ دۀ سره څلوېښت تنه نور زده کوونکي هم شته، لۀ دې څلوېشت تنو یوازې شفیع الله دا کار وکړ او د نورو ورته پام نه شو. ولې؟
د ولې ځواب موندل موږ سره د راتلونکي لپاره مرسته کوي، چې ورته اخلاق نورو زده کوونکو ته پۀ اساني ورکړو او داسې زمینه جوړه کړو، چې نور زده کوونکي هم لکه د شفیع الله غوندې کار وکړي. شفیع الله ته د دې کار انګېزه څنګه پیدا شوه؟
دی د ټولګي اولنمره دی، ایا د ټولګي اولنمره توب د دۀ پر کړنو اغېزه کوي، چې دی به یې دې کار ته هڅولی وي؟
ټولګي کې لۀ نورو زده کوونکو، څۀ غلی ناست وي، د دۀ نه شوخي د دۀ د شخصیت پر نورو اړخونو تاثیر پرېباسي؟ چې بېلګه یې دا لیک لیکل یادولی شو.
کورنی چاپېریال یې څنګه دی؟ یا هغې سيمې کې چې ژوند کوي، ممکن پر دۀ یې تاثر کړی وي او د دۀ شخصیت ته یې بېلوالی ور کړی وي.
دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې ځوابېدل غواړي،کۀ دقیقې ځواب شي ممکن لۀ ښوونکي سره د نورو شاګردانو پۀ روزلو کې لارښود واوسي.
موږ یقني اخلاقي روزنې ته اړتیا لرو، کۀ زموږ کوم زده کوونکی پۀ ریاضي نه پوهيږي دا نیمګړتیا نه ده، کۀ د چا پر فزیک او کیمیا سر نه خلاصيږي دا یې عیب نه دی، ځکه چې دۀ ته پۀ نورو برخو کې د پرمختګ چانس شته؛ خو اخلاق او ټولنیز کېدل هغه څۀ دي، چې دی یې لۀ علم سره باید ولري.نه پوهېدل زموږ ټولنه لۀ علمي پلوه زیانمنوي، البته، چې نورې څانګې هم ترې پاتې شي یعنې د یوې خوا هم نه شي؛ خو د اخلاقو او ټولنیز ژوند نه درلودل هغه څۀ دي، چې زموږ ټولنې ته یې زیان نغد دی او هم یې پایلې ښې نه دي.افغاني ټولنه لۀ علمي فقر څخه دومره کړېدلې نه ده، چې اخلاقي نیستۍ تر ګړنګه رسولې. زموو سیاسي اخلاق نه وو، ځکه مو یو بل و نه سهل او نه مو د یووالي لپاره څرک وموند،لا هم لۀ دغه اوره سوځو.ټولنیز اخلاق ناسم وو او لا دي، ځکه پاشلي یوو، ډلې، ګوندونه، تربګنۍ، خېلونه لرو،چې يو لۀ بله ډېر لیرې ايډیالي جوړښتونه لري.نورې خواوې هم همداسې در واخله! چې اخلاقو ته اړتیا لروو، ټولنیز ژوند ته اړتیا لرو، لۀ یو بل سره مینې او د یو بل زغملو ته ضرورت لرو، بیا باید دغه پدیده پۀ ښوونځیو کې زده او وښوول شي.
د شفیع الله ليک یو بل کار هم وکړ، موږ ته یې وښودل، چې یو زده کوونکی د بل زده کوونکي کارونه ډېر ژر مني او تقلید یې کوي. اختر محمد د دوی د صنف دویم نمره دی، دۀ هم چې د شفیع الله ډالۍ وليده، د هغۀ پۀ پېښو یې د روژې پۀ نهه ویشتم استاذانو ته اختر مبارکیانې ډالۍ کړې.ښې او اخلاقي کړنې کۀ د ټول ټولګي مخ کې وشي او رقابتي بڼه ولري، ډېر ژر به خپرې شي او نور به یې هم عملي کړي.
لیک مې د اختر پر دویمه پرانست، څو ستنجاکه مې ترې لیرې کړل، پۀ پاکټ کې یوه منظره هم ایښې وه.لیک کې داسې لیکل شوي وو:
بسم الله الرحمن الرحیم
اختر مو مبارک شه! استاد اتل
هیله مند یم چې یو ښه سهار مو پیل کړی وي.
د اختر مبارکي تا او ستا کورنۍ ته وایم.
د الله تعالا “تعالی ” نه ډېر شکر ګزار یم، چې ستاسو غوندې استاد یې را په برخه کړی، دی.
دومره خوشحاله یم، چې نشم ویلی استاده!
وسلام
ستاسو شاګرد شفیع الله
اخېر کې یې لاسلیک کړی و.