تاند- د ښو وسلو او روزنې له کبله سږ کال د افغان سیمه ییزو پولیسو مرګ ژوبلې د تېرو کلونو په پرتله لږې شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي محمد سالم احساس نن /شنبه/ رویټرز خبري اژانس ته وویل، د سږ کال د حمل له لومړۍ څخه تراوسه پوري ۲۹۵ سیمه ییز پولیس وژل شوي، حال دا چې تېر کال په ورته موده کې ۴۰۳ تنه وژل شوي ول.
د کورنیو چارو د لوی امنیتي معینیت مرستیال د سیمه ییزو پولیسو د تلفاتو د کمېدو علت په ښو وسلو د دغه ځواک سمبالول وبلل.
«ملاتړ، ښه همکاري او بهتره تجهیزات سبب شوي چې د سیمه ییزو پولیسو تلفات لږ شي.»
سیمه ییز پولیس له وسله والو طالبانو سره زیات په جګړه کې ښکېل کېږي او طالبان هم تر نورو ځواکونو د سیمه ییزو پولیسو په وړاندې له زیاتې بې رحمۍ کار اخلي ځکه چې دا ځواک په کلیو او بانډو کې اوسي او طالبان په اسانه پېژندلی شي.
حاضردمه په ټول افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو شمېر ۳۰زرو ته رسېږي.
په یو شمېر سیمو کې خلک له دغو ځواکونو زیات شکایت لري، او وايي چې د زورزیاتي ترڅنګ له خلکو په زوره پیسې شکوي. خو په هغو سیمو کې چې قومي جوړښتونه له منځه نه دي تللي یا غښتلي دي، سیمه ییزو پولیسو د امنیت په راوستلو کې ښه نتیجه ورکړې ده.
تېر کال ۱۶ زره افغان امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په نښتو، چاودنو او انتحاري حملو کې ژوبل او وژل شوي وو.