ارنست همینگوی

د شلمې پیړۍ امریکايي تکړه ادیب، شاعر او ورځپاڼه لیکونکی ارنست همینګوې  په ۱۸۹۸ زېږدیز کال د (ایلي نویز) ایالت د (اوک پارک ) په ښار کې زږېدلی دی.

پلار یې کلارنس نومیده، چې له ښکار کولو سره یې ځانګړې مینه لرله. کلارنس غوښتل زوی یې هم ډې ډګر کې لاسته راوړنې ولري؛ خو داسې نه وه زوی یې همنګوې بیا له ادب او لیکوالۍ سره مینه درلوده.  دی چې کله د ښوونځي فارغېږي د یو څه وخت لپاره په ورځپاڼه لیکلو بوختېږي، خو ښکار هم له یاده نه باسي او دوام ورکوي.

ارنست د ډېرو تودو سړو تر کتو وروسته په ۱۹۱۷ زېږدیز کال  په  لومړۍ نړیوالې جګړې کې ایټالیایې ته د امبولانس د چلونکي په توګه  لېږل کېږي او هلته په اخو ډب کې دی هم ټپي کېږي، چې بیا ورته د ایټالیې د جګړې مډال ورکول کېږي. دی چې کله شیګاګو ته ځي هلته له یو نوموتي لیکوال (شرود آندرسون) سره اشنا کېږي.

همینګوې همدلته په مطبوعاتو کي کار پیلوي او په همدغه وختونو کې یې په شیکاګو کې د یوې ورځپاڼې له لیکوالې ( هدلي ریچارډ سون ) سره واده وکړ،ناڅاپه په ۱۹۱۲ زېږدیز کال ځوانه جوړه د خبریالانو په توګه د یونان جنګ ته ولېږل شول، چې د جنګ تر پای ته رسېدو وروسته پاریس ته لاړل او هلته یې د ( ژرترو داستن) نومي امریکايي لیکوال سره راشه درشه پیداکړه.

(هدلي) د یو زوی له زېږولو وروسته له همینګوې بېله شوه، تر دې وروسته همینګوی له یو بلې ښکلې ورځپانه لیکوالې سره واده وکړ. له دې ورته هم دوه زامن د ( پاتریک) او (ګري ګوري) په نومونو ورته پاتې شول او پولین وروسته له یوې رومان لیکونکې ( مارتا ژلوون) سره واده وکړ او له هغې وروسته یې د څلورمې میرمنې په توګه له ( ماري ولش) سره ژوند ته دوام ورکړ.

همینګوې خپل لومړنی آثر په ۱۹۲۳ کال دفرانسې په (ډیژون) کې خپور کړ چې درې کیسې او څو شعرونه یې پکې لیکل شوي و؛ د دغه آثر وروسته همینګوی یو بل آثر (( له وسلې سره مخه ښه )) په نوم خپور کړ چې سخت نوم یې ورته وګاټه.

همینګوې له دې اثارو وروسته د (( بې ښځو سړي)) او (( الوتونکي برخه نه لري)) کتابونه خپاره کړه چې هر یو یې مینه وال او لوستونکي راجذب کړل.  هغه په ټوله مانا یو ريالیست و او دهمدې لپاره په لومړۍ نړیواله او د اسپانیایې په داخلي جنګونو کې دحق او  ازادۍ لپاره وجنګېد او ان تر دې چې خپله هم پکې ژوبل شو.

ده په ۱۹۵۴کال د (( سپین ږیري سړي )) په نامه کتاب ولیکه او دغه اثر یې د نوبل جايزه وګټله.

همدا رنګه د همینګوې هغه رومان چي (( زنګونه د چا لپاره شرنګېږي ؟)  په امریکا کې د پیدل کاسترو د فریاد او صبر په اړه ولیکه د کتاب محتوا چاڼ یي دا دی چې خلک د ازادۍ په ارزښت هغه وخت پوهېږي چي د نشتوالي احساس یی وکړي .

همینګوې په خپلو کتابونو کې د انسانانو هغه خواص په ډېر ښکلي انداز کې وړاندې کړي چې تراوسه کوم بل لیکوال نه دي کاږلي.

د دغه تکړه لیکوال نور اثار دادي:

((په پاریس کې د میشتو امریکايي لیکوالو ژوند لیکونه))

((له غرمې وروسته په یو ساعت کې مرګ))

((وژل د نه وژل کېدو لپاره))

((سویس ته درناوی))

((بې ښځو سړي))

(( د افریقا شنې غونډۍ))

((یوه ورځ انتظار))

((یواځې او خوشحاله ژوند))

(( انسان وژونکي))

ارنست همینګوې په ۱۹۶۱ زېږديزکال د جولای په میاشت په خپل کور د (آیداهو) ایالت د ( سون والي ) په سیمه کې د خپل پلار په څېر ځان پخپله په ښکاري ټوپک وویشت او د فلوریدا په یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. ده په ښکاره ځانوژنه وکړه، خو لا هم دهغه د مړینې په تړاوو روښانه خبره نشته او خبره همداسې ګونګه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *