اې زما دوسته! په دې توپاني شپه کې ته هم د مينې په سفر له کوره بهر وتلى يې؟ اسمان غرغړې وهي، لکه دا چې،  دى هم د نا مرادۍ په عالم کې وي.

   نن ماته خوب نه راځي، ګړۍ په ګړۍ ورپرانېزم او اې محبوبه! توره تياره کې د باندې ګورم(خو) هېڅ په نظر نه راځي، زه حيران يم چې اخر ستا (د راتلو) لار چېرې ده؟

   د تورو اوبو په تياره ساحل کې که د ګڼ ځنګله په ليرې څنډه کې، که په تورو دربلو کې. اې زما دوسته! دا زما لپاره طى کوې او ماته راځې؟ (ګيتانجلي، ٢٣ سرود)

شننه

   د پښتو ژبې د ولسي ادب يو مشهور ولسي سروکى داسې دى:

Tagorد لوړو غرو په سر راتاو شول توپانونه

ږلۍ ورېږي

مه ځه دلته شپه وکړه

پاتې شه باران دى

    په دې  سروکي کې د اوچتې عيني انځورګرۍ ترڅنګ، د هوډ کلکوالى او ژمنتوب څومره د پام وړ دى، يوه پښتنه د پښتنو په اصطلاح په (نره) وايي چې (ږلۍ ورېږي، مه ځه دلته شپه وکړه) دلته خپل معشوق ته  بلنه نه ده ورکړل شوې، هسې کمزورې هيله نه ده ورنه شوې، ياني تش ست يې نه دى کړى چې پاتې شه، باران دى، بلکې امر يې ورته کړى چې پاتې شه!، ټينګار يې کړى چې ګوره لاړ نه شې، تم شه، په دې باران کې څه غواړې چې روان يې!

دلته يوه پښتنه زړه نا زړه نه ده، هر څه يې په ډاګه ورته ويلي، په پښتني دودپال او تنګ چاپېريال کې هم د کورنۍ، کور او  کلي له پېغور نه وېره نه لري، د سخت باران او غرني توپان له امله خپل معشوق په زور راګرځوي چې دا ټکى د يوې پښتنې پر ځان ويسا او د مينه محکم والى څرګندوي، همداسې د ګيتانجلي په يو ويشتم سرود کې راغلي دي چې:

اې زما دوسته!

په دې توپاني شپه کې

ته د مينې په سفر وتلى يې…

  دلته لومړى خپله د ( اې دوسته!) يوه زړه ښارکوونکي او هېښوونکې  ناره ده، په زړه کې هيجان او خوښي پاروي، موږ ته له واره دا احساس راکوي چې د امن، سکون، ارام او خونديتوب په نړۍ کې يو.

  دا خبره د شپې په چوپتيا کې له يوه تپاند زړه راوتلې، بل څوک نه دي ورباندې خبر، له ځان سره ويل شوې ښکاري، يو څوک په توره تياره کې ناست دى او په بې صبرۍ سره د يو چا د راتلو انتظار کوي، د بې صبرۍ يو لامل يې دادى چې شپه توپاني ده او ته له کوره د مينې په سفر وتلى يې.

 هر څوک چې دا کرښې لولي، نو همداسې له اندېښنې ډک او ماڼيجن حالت انځورولى شي چې په داسې يوه احساس کې د مخاطب رانغاړل،  د شاعر هنر او کمال څرګندوي، د لويو شاعرانو کار دى.

توپاني شپه يې څومره خطرناکه او خوفناکه انځور کړې، خپلې اندېښنې او اضطراب ته څومره لويې ورکوي:

لکه دى چې هم د نامرادۍ په عالم کې وي

نن ماته خوب نه راځي

ګړۍ په ګړۍ ور پرانېزم او اې محبوبه!

په توره تيار کې د باندې ګورم

وارخطايي نور هم زياته شوې، خو دلته په کې ناهيلي هم حس کولى شو، ځکه چې يو څوک له نيمې شپې وروسته هم نا قراره دي، خوب نه ورځي، ګړۍ په ګړۍ ور پرانېزي، له سترګو يې د خوب مرغان په باراني شپه کې ډېر لرې الوتي دي، تر خوب يې د خپل محبوب خيال او انتظار ته ارزښت ورکړى.

بيا وايي: دغه لار چې ته پرې راځې، دومره اسانه نه ده، په تورو دربلو کې ده، که د سيندونو په تل کې، خو ته دا ټوله زما لپاره طى کوي او زما خواته راځې او کلک باور لري چې له ګڼو خنډونو او ستونزه سربېر ه هم  را روان  ښکلى موجود له خپل هوډ نه نه اوړي.

بې تعصبه، شاعر او فيلسوف ټاګور په دې او نورو سرودونو کې ګڼ داسې هنرونه کارولي دي چې د اوچت ذوق خاوندان ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي او په هر ځل لوستو کې د اثر يوې نوې ښکلا خبرېږي. له دې پرته ګڼې نورې ځانګړتياوې لري، لکه :

  • قوي تخيل او ژوره مانا ياني لوړ خيالونه، ژور فکرونه.
  • داستاني طرحه او طرز .
  • نادر او نازک تشبيهات.
  • خوندوري محاروې او شاعرانه تمثيلونه چې ډراماتيکه بڼه لري.
  • اوچت او پراخ مفهومه نړيوال بشري پيغامونه.
  • له خپل محبوب نه د شکايت په ځاى بې ساري رضايت او خوښي.
  • له ټولو انسانانو مينه او مننه.
  • خداى ته بلنه.
  • مينه ناک او زړه راښکوونکى لحن او انداز.
  • زړه را ښکوونکې پيل او پاى.
  • لنډون او حسن پرستي.
  • له انسان د سرکښۍ او غرور حس له منځه وړل.

      دا او ګڼې نورې ځانګړتياوې ددې سبب شوې چې د نړۍ د هر ګوټ اوسېدونکي ګيتانجلي او ټاګورخپل بولي، هېڅکله د پردي والي او نا اشنايۍ احساس نه کوي، د خپل تېر او اوس په اړه فکر ته اړ کېږي د انسان ترمنځ د شته واټن د له منځه وړلو تصميم نيسي.

   په هندي کلاسيک او اوسني ادب کې ګڼ داسې شاعران شته چې خيالونه به يې ډېر سره ورته وي، خو د ټاګوراغېز په ټولو کې محسوس دى، دا موضوع حتى اوس د نړۍ په کچه مطرح ده، خو خپله د ټاګور د ګيتانجلي د ١٠٣ سردونو له ډلې هر يو بېل انداز، د بيان ځانګړى طرز او ښکلا لري چې د هر ډول ذوق او فکر خاوند په کې جذب کېږي.

د ګيتانجلي ٥١ م سرود:

  شپه تياره سوې وه، زموږ د ورځې ټول کارونه پاى ته رسېدلي وو، موږ دا خيال کاوه چې وروستۍ مېلمه به  لا هم راغلى وي او د کلي ټولې دروازې وتړل سوې، يوازې چاوچا ويل چې پاچا راځي، موږ خندل او ويل مو: “يه، داسې نه کېږي”. داسې معلومه سوه چې يوه دروازه ټکېږي، موږ ويل : “هيڅ نسته”.

   ډېوې مو مړې کړې، د ويدېدلو په نيت څملاستو، ځينو ويل: “پيامبر راځي”.موږ کټ کټ وخندل او ومو ويل: “يا- دا باد دى” نيمه شپه يو ږغ وسو، موږ په خوب کې دا خيال کاوه چې ليري تالنده به وي، مځکه وښورېده، دېوالونه ورېږدېده او زموږ خوب راڅخه وتښتېد، ځنيو ويل: “د ارابو اواز دى” موږ په خوب کې ويل: “يا- دا د اوريځو دربهار دى”

  شپه لا توره تياره وه چې ډول وډنګېد او دا ږغ وسو چې : “هله پاڅئ، ځنډ مه کوئ”

  موږ په خپلو زړو لاسونه کېښودل او هولکي را پاڅېدو  چا ويل : “هغه دى د پاچا بيرغ”

   موږ پاڅېدو او نارې مو کړلې چې: “ اوس نو بيخي د ځنډ موقع نه ده” پاچا راغى مګر روڼا کومه ده؟ امېل کوم دى؟ دده د ناستې لپاره تخت کوم دى؟

شرم دى شرم، کومه ده خونه؟ کوم يې ښايست؟

چاويل: “دا شور فضول دى- په تشو لاسو روغبړ ورسره وکړئ او خپلو لوېدلو او ويجاړو خونو ته يې بوزئ”

دروازې پرانېزل سوې- ناقوس وږغول سو، د شپې په توره تياره کې زموږ د چپې چپايۍ کورو ته پاچا راغى.

اورېځې په اسمان کې غرغړې وهي- د شپې تياره د برېښنا له کبله رېږدي، راسه د خپلې زړې پوزې ټکر په غولي کې وغوړوه – زموږ د مهيبې شپې پاچا ناڅاپه له توفانه سره راغئ! (ګيتانجلي/٥١ سرود)

شننه :

   يو پنځوسم سرود هم په ډېر  زړه را ښکونکي انداز پيل شوى: “شپه تياره وه، زموږ د ورځې ټول کارونه پاى ته رسېدلي وو.”

موږ وايو چې لا مې يو ارمان نه دى پوره، ټول ارمانونه او کارونه مې نيمګړي دي، خو يو هنرمند شاعر وايي چې شپه پاى ته رسېدلې وه او ورسره موږ  هم خپل ټول کارونه را ټول کړي او پاى ته رسولي وو، نور نو د يو چا راتګ او يا چېرته تلو ته انتظار وو.

 بل ځای وايي :”د ويديدلو په نيت څملاستو، چا ويل چې پيغمبر راځي ، موږ کټ کټ وخندل ومو ويل نه دا باد دی.”

يو ښکلى، ساده او له باور نه ډک چاپېريال محسوو، د پاک زړو کليوالو اندېښنه او پر اندېښنې د برلاسى لپاره ساده ډيالوګ او قناعت د هغوى د پاکو او يو بل ته نږدې  زړونو ننداره راباندې کوي.

د سپېڅلو او پاک زړو کليوالو وېره او وارخطايي څومره په طبيعي ډول انځور شوې ده، دوى څنګه د خپلې پوهې او مقام سره برابرې جملې او مکالمې لري، ځانته پوښتنې جوړوي او له ځانه ځواب ورکوي، “د ارابو اواز دى”، “يا- دا د اوريځو دربهار دى”

په خوب او خيال دواړو کې د خپل را روان نابللي مېلمه نه بې پروا کېږي، په اندېښنو او سوچونو کې ويده شي او بيا په خوبونو کې هم خيالونه کوي “موږ په خوب کې دا خيال کاوه چې ليري تالنده به وي”

  يو پنځوسم سرود هم د ګيتانجلي د نورو سرودونو په څېر ښکلى پيل او پاى لري، موږ د شعر پر ځاى له تلوسې ډک او ښکلي  داستان سره مخ يو، زمان، مکان او مکالمې لري،  ټاګور د يوه اوچت فلسفي شاعر تر څنګ، غوره داستان ليکوال او ډرامه ليکونکى هم دى، له شک پرته چې له دې تاکتيکونو به يې په دې شعرونو کې هم ګټه اخيستي وي.

  لومړى به ددې سرود ځينې ژبنيو او ترکيبي ښکلاوو ته تم شو. د ټاګور په دې سرود کې هره کلمه شاعرانه دنده تر سره کوي، د شعريت او ادبي خوږلت لپاره له نورو تورو سره غاړې وځي او د طبيعت يوه ماهرانه او کوډګره انځورګري کوي.

هسې خو ټاګور له اره په طبيعت او طبيعي ښکلا مين انسان دى، دى ددې هنر لري چې طبيعت مو د سترګو پر وړاندې يو ځل بيا په اصلي بڼه مجسم کړي او  زموږ په ذهنونو کې پاتې شي.

بېوزلي او د جونګړو اوسېدونکي کليوال له يوې داسې پېښې سره مخ کېږي چې د دوى له تمې او توقع ډېره اوچته وي، ټول بيا هم په يوه باراني شپه ښکلې وېرې رانغاړلي، هېڅ يې باور نه راځي چې پاچا دې په دې توره شپه کې د هغوى جونګړې ته راشي.

خو نيمه شپه وي چې د پاچا د راتلو غږ شي، هغه له دوى سره  په جونګړه کې په تخت نه ،  په سپېره پوزي کيني او کليوال حيرانېږي، دا تصور او انداز په حقيقت کې د شاهانو او ملنګانو ترمنځ د ولاړو  طبقاتي( لوړ پوړو او ټيټ پوړو) دېوالونو له منځه وړلو پيغام راکوي.

له شک پرته چې له دې ُکلي تصور او پيغام پرته به ګڼ فردي پيغامونه او موخې هم ولري چې د هر چا په برداشت، اخيستنه او تحليل پورې اړه لري، خو يو پيغام په ټولو کې ګډ دى چې له پخلاينې او د توپيرونو له منځه وړلو څخه عبارت دى.

  دلته  د يوې بلې موضوع يادول هم اړين دي چې له مرګ او انساني وېرې نه عبارت ده، لکه چې وړاندينيو بحثونو کې مو چې  يادونه وکړه ، د ګيتانجلي سرودونه يو ډول مناجات او عارفانه کلامونه دي، ټاګور، د خداى، ژوند او مرګ په اړه  خبرې کړې.

     په دې نړۍ کې د ټولو ژونديو موجوداتو لپاره مرګ تر ټولو تريخ او دردونکي واقعيت دى، مرګ دی چې موږ ته يې ژوند ګران کړی، مرګ دی چی موږ ته يي د ژوند درنښت را په برخه کړی، مرګ دی چی موږ د ژوند په قدر پوهوي، مرګ په دې نړۍ کې د هر څه لپاره د پای ټکی دى.

    په ځانګړي ډول د انسانانو لپاره تر ټولو ستره وېره مرګ دي، هر ويښ انسان يي د راتلو شپې ورځې شماري او په دی تمه وي چې کله به زړه نا زړه دغه مېلمه ته غاړه ورکوي، د نړۍ د ګنو پرمختګونو سره سره انسانان په دې و نه توانېدل چې د دغه نابللی مېلمه مخنيوي وکړي او يايی لږ تر لږه له راتلو ځان خبر کړی چی دا خپله د دی نړ ۍ د اصلي خالق په شتون اوالهي ځواک  باندې اقرار دى.

خو څنګه کولی شو چي له مرګ سره ملګرتيا وکړو، مرګ ته د يوه خيالي دښمن په ځای د يوه خواږه دوست په سترګه وګورو، حس يي کړو، معشوق ترې جوړ کړو، د خپل محبوب استازى يې وبولو، په مينه ورغاړې وځو  او  په خوښۍ ورسره روان شو.

    ټاګور د نړۍ هغه شاعر  دى چې په ګيتانجلي او خپلو  نورو شعرونو کې يې د دغه وېرې په لرې کولو کې له خپلو لوستونکو سره مرسته کړې، د هغوى ژوند ته يې باور او خوښي وربښلې،  تاګور چي کله پرلپسې دنياوي غمونو مات کړ، نو بيايې ددې نړۍ د معشوقو لارې کوڅې پرېښودې، بلکې هېرې يې کړې او د خپل اصلي معشوق لاره يې ونيوله، ځکه خو يې د مرګ په څېر وېروونکې موجود په خواږه ملګري او د محبوب په قاصد بدل کړ.

ددې ترڅنګ ددې نړۍ ګڼو زړه ماتو او  ناکامو انسانانو هغه خپل طبيب و ګڼلو،لوېدلي زړونه يې بېرته را اوچت کړل، دوى وليدل چې خواخوږى ټاګور يې  په هر سرود کې مرګ ته  نارې وهي چې زه در  روان يم او د خپل محبوب  د ليدو تنده مې هره ګړۍ سوځي، که ته له مانه وړاندې شوې،  لويه مهرباني به دې وي،  راشه او ماته د خپل معشوق په څېر توده غاړه راکړه،  زه له تا نه وېره نه،  بلکې له تا سره مينه لرم.


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *