رواني جنګ

د اراکوزیا پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي استاد –

د ژبې او الفاظو نوې ارواپوهنې کاملاً ثابته کړې چې الفاظ او کلمات پیاوړی رواني ځواک او توان لري چې د ژوند په مختلفو اړخونو کې تر څېړنې لاندې نیول کېدای سي.

هغه ژبني الفاظ او کلمات چې انسان يې له صوتي غړیو تولیدوي تش ژبني او ګرامري ږغیز واحدونه نه دي بلکې الفاظ خپل معنوي – رواني ځواک هم لري. الفاظ د درملو په څېر دي که بې ځایه استعمال سي جانبي عوارض لري له ګټې يې زیان اوړي . منفي الفاظ د انسان پر ځان او روان، صحت او سلامتۍ ناوړه اغېزه کوي. بل دا چې معنی لرونکې الفاظ له ځان سره رواني لفافه لري ؛ د ژبې یو ارواپوه وايي : له ځان سره مثبت الفاظ تکرارول زموږ په اړه دمنفي الفاظو سره د مبارزې رمز دی.موږ ټول زموږ پر کړنو او افکارو باندي دمنفي الفاظو له اغېزې خبر یو. له وړکتونه تر پوهنتونه د الفاظو رواني اغېز زموږ پر ژوند مستقیم اغېز لري، دې برخې ته په ځانګړې توګه ښوونه او روزنه کې جدي پام په کار دی.

په ټولنیز لحاظ چې مو کله د منفي تبلیغاتو الفاظ په ذهن کې بیا بیا خطور وکړي او ترزیق سي ، که څه هم دا الفاظ بې بنسټه او غیر واقعې وي خو د الفاظو ډېر تکرار پر انساني دماغ منښتی داغ پریږدي هغه احساسات چې جریحه داره سوي، دمنفي تبلیغاتو له الفاظو سره مدغم کیږي او لوی ټولنیز غم ترې رامنځته کیږي.منفي الفاظ کولای سي په رواني او جسماني لحاظ د انسان سلامتي په بشپړ ډول په خطر کې واچوي ، د بېلګې په توګه په روغتیايې برخه کې که یو مسلکي  معالجوي ډاکتر خپل ناروغ ته د الفاظو رواني ډاډ ورکړي لکه : « ستاسو ناروغي ډېره وړه – ساده ده اسانه يې درملنه کیږي» ناروغ سمدستي رواني ځواک اخلي او د ناروغۍ په وړاندي يې مقاومت زیاتیږي، او که غیر مسلکي ډاکتر یوه وړه ناروغي ناروغ ته لویه وښيي ، ناروغ به د ډاکتر په منفي الفاظو له ناروغي زیات له رواني کړاوه کړیږي افلاطون په خپل کراتلیس ډیالوګ کې ویلي دي : دشیانو او الفاظو تر منځ اړیکه طبعي او اړینه ده همدا دبشري همږغې دتوافق پایله ده.

د یونان ډرامه لیکونکې (آشیل) لیکلي: « مثبت الفاظ او کلمات دناروغ د ذهن روغتیاپال دي» الفاظ د انسان دشفاء ، بربادۍ او حتی برخلیک دتغیر ځواک لري . ډېر ځواکمن الفاظ هغه دی چې موږ يې په ورځني ژوند کې له ځان او نورو سره  تکراوو بل داچې موږ کولای سو چې دالفاظو د رواني ځواک ښې بېلګې په شعر او ادب کې هم پیدا کړو مثال که د مینې لفظ وایو او لیکو له زړه سره وصلوي او د عشق لفظ  شهواني پیغام لېږدوي همداسي تر هیواد د وطن لفظ ډېر عاطفي دی ، له دې سره چې هیواد پښتو او وطن مستعار ویی دی.

ځیني وختونه انسان له ځان سره داسي الفاظ کاروي چې هغه هیڅکله له نورو سره نه شریکوي لکه ځیني شخصي عیبونه که څه هم دی به خپله ورباندي پوهیږي لکه ټنبلي ، کوټه ذهني خو نورو ته نه وايي. بل دا چې موږ پر خپل ځان سخت منتقدین یو خو اظهار يې نه کوو. الفاظ ځواکمن روانې تاثیرات لري اوس که چیري موږ دیو ملګري څخه دځان دخلاصون په خاطر ووایو : کتاب پلورنځۍ ته نسم درسره تلای « ډېر خسته یم » دا ډول کلمات په واقعیت بدلیدای سي او په موږ کې د خستګۍ احساس راټوکوي ، همدا دځان لپاره دخستګۍ یا ناروغۍ الفاظ کارول مود دبدن مقاومت کموي د بدني د انرژۍ پر ځای را پکي ناروغ او خسته احساس پیداکیږي او عملاً خسته حالات رامنځته کوي.

هغه الفاظ چې موږ يې کاروو، دکمپیوټري کودونو په څېر زموږ د ذهن سافټ ویرونه دي همداسي هغه الفاظ چې موږ يې په کار وړو او په خپل مغز کې يې په لاره اچوو څارو که مو چیري د پایلي څخه خوښي نه درلوده، دالفاظو ذهني سافټ ویر ته تغیر ورکولای سو شرط دا چې هوښیارانه تصمیم ونیول سي.  هغه چې موږ څه غواړو او څه باید وکړو؟ وروسته له مناسبو افکارو او الفاظو څخه استفاده کوو او بیا همدې مثبت لور ته د تغیر سوو افکارو او الفاظو په لور خپله کړنلاره بیا بیا څارو سکښت او سمښت پکي کوو ترڅو ژوند کې بریالي واوسو. د مثبت الفاظو د وینګ لپاره مثبت فکر کول په کار دي مثال که له ځان سره فکر وکړو چې څنګه ورځني ژوند کې دښه الفاظو ویناوال ، خیرغوښتونکی کسان ځان او نورو ته د خیر رسولو په هکله فکر کوي  مثبت الفاظ کاروي او مثبت قدم اخلي؟ اوس نو که موږ غواړو دهغه بریالي کس تقلید وکړو او د هغه په څېر ځان جوړول وغواړو ، لومړی باید ټول هغه بې ګټې افکار چې زموږ دالفاظو تومنه راخرابوي، دخیر ښې ګڼې په لاره کې خنډ اچوي او ورسره په ټکر کې دي له ذهنه لیري کړو او پر خپله ژبه سالم او نیک الفاظ وکاروو حتمي ده چې عمل کې به نیک او سالمه پایله راوځي اخر داچې الفاظ د رواني توان لرونکې دي په ټوله کې پر دوو برخو ویشل کیږي :

۱: مثبت او ګټمن الفاظ  ۲ : منفي او مضر الفاظ

مثبت او ګټمن الفاظ کارول په ژوند کې ډېري ګټوري پایلي او پیغامونه لري، که موږ له چا سره په ادب او خوږ الفاظو ږغیږو حتمي ده چې مقابل لوری راسره باالمثل ادبي او اخلاقي چلند کوي او که چېري یوچاته ناړوه الفاظ وکاروو کیداسي پر مخ څپېړه او خوله کې دسوک وهلو انتظار وباسو او ټولنه کې هم پوچ خولی انسان معرفي سو دا چې دژباړي اصالت او رسالت مې نه وي زیانمن کړی او تاسي مې وبخښی یو ټولنیز پښتني مثال درکوم : وايي یو وخت کوربه مېله درلود د ډوډۍ وخت سو ، ډوډوۍ يې ورته راوړه ، کوربه پر مېلمه ږغ وکړ ويل ” نغره یی ” میلمه تکان وخوړ د نغرلو لفاظ ډېر بد پر ولګېد ، کوربه ورغبرګه کړه ويل دا دې لا هم پر کونه بده ولګېده ، مېلمه چې د بدو الفاظو دا ډول چلند ولید ډوډۍ يې پرېښوده او ووت “، پایله داچې یو کس په بدو، مضرو، بې ادبه الفاظو دټولنې په وړاندې بې ارزښته او بې شخصیته کیږي ، پر وړاندي يې ښه الفاظ ، ښه عمل نېکمرغه او بریالۍ پایله لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *