تاند – د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی په یوه آډيوي پیغام کې متحده ایالاتو ته ګواښ کړی دی چې د خپل پلار انتقام به ترې واخلي.‌

رویټرز خبري اژانس د سایت انټیلیجنس ګروپ په حواله وایي چې، حمزه بن لادن وعده وکړه چې د متحده ایالاتو او د هغو د ملګرو پر ضد به د القاعدې د اروپکي ګروپ مبارزې ته دوام ورکړي. هغه په خپل ۲۱ دقیقه یي آډيوي پیغام کې ویلي دي چې، «مونږ ټول اسامه یو.».‌

حمزه پرته له دې چې په خپل هېواد سعودي عربستان کې د غربي ځواکونو په هکله مستقیما څه ووایي، ویلي،‌ «مونږ به پر تاسو ستاسو په وطن، فلسطین، افغانستان، سوریه، عراق، یمن،‌ سومالیا او نورو اسلامي هېوادونو کې حملې وکړو.»

ویل کیږي چې،‌ تېر کال د اسامه بن لادن له کور څخه ترلاسه شويو اسنادو چې متحده ایالاتو رسوا کړل ښودله چې د یادې ډلې مرستیالانو هڅه کوله چې له حمزه سره چې په ایران کې نظربند وو یو شي.‌

اسامه بن لادن د یو شمېر نورو اورپکو او ترهګرو په څېر په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې چې ویل کیږي د ترهګرو له پاره یو خوندي ځای دی او ډېر یې د دغه هېواد د استخباراتي ادارې له خوا تمویلیږي د امریکایي کومانډو ځواکونو له خوا ووژل شو.

 

One thought on “د بن لادن زوی د خپل پلار د انتقام ګواښ وکړ”
  1. دهغو افغانانو انتقام به څوک اخلی چی بن لادن وژلی؟
    بی همته عربانو
    ستاسی د لاسه دنیا بوی نیولی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *