خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠٥، ٢٣

امنيت شورا چي د کندهار د والي او د دې شورا د رئيس پوهنوال  ډاکټر توريالي ويسا په  مشري جوړه سوې وه پکي کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق د دوه سوه پنځم اتل قول اردو درستيزوال  بريد جنرال سيد واقف شاه سيدي، د ملي امنيت رئيس ډګروال عيسي محمد، د سيهلي حوزې لپاره د ايساف قوماندان (لاکيمرا)، يو شمېر نورو دولتي او نظامي مسوولينو برخه اخستې وه.

په لومړي سر کي د کندهار د ملي امنيت رئيس ډګروال عيسی محمد د خپلو لاس ته راوړنو پر مهال وويل چي په تيره اوونۍ کي يې د يو لړ پټو او کره استخباراتي معلوماتو پر بنست هغه لس کسيزه ترهګره ډله نيولې چي غوښتل يې د کندهار د سر پوزې پر زندان بريد تر سره کړي.

د نوموړي په خبره چي مخکي له دې چي دوی پر زندان بريد ترسره کړي د ملي امنيت د منسوبينو له لوري د يوه اندازه وسلې سره يو ځای ونيول سول.

همدارنګه د کندهار د ملي امنيت رئيس ډګروال عيسی محمد غونډي ته د هغو اختطافچيانو د ډلي د نيولو خبر هم ورکړ چي د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کي يې د تښتونو او په يو شمېر نورو جنايي جرمونو کي لاس درلود.

د امنيت شورا رئيس پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او د شورا ټولو ګډونوالو په يوه خوله د اختطافچيانو د علني محکمې او اشد مجازات غوښتنه وکړه، تر څو نورو جنايتکارانو ته هم د عبرت درس وګرځي.

د امنيت شورا نننۍ غونډي ته د دوه سوه پنځم اتل قول اردو درستيزوال بريد جنرال سيد واقف شاه سيدي وويل، په تېره اوونۍ کي د ملي اردو لخوا د تصفيوي عملياتو په ترڅ کي ۷۷ حلقي ماينونه چي د ددښمن له لوري د لويو لارو پر سر ځای پر ځای سوي وو، کشف او د ملي اردو د انجنيرۍ د ټيم له لوري له منځه يووړل سول .

په غونډه کي د غورک او يو شمېر نورو ولسواليو پر امنيتي حالت هم خبري وسوې چي د مسوولينو له لوري د کندهار د ټولو ولسواليو امنيت د ډاډ وړ وبلل سو.

د غونډي بله موضوع د ټولټاکنو د کارټونو توزيع وه چي د انتخاباتو د دفتر  د مسوول له لوري کندهار والي ته ډاډ ورکول سو چي دا لړۍ تر دامهاله بېله کومي ستونزي پر مخ روانه ده.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ټولټاکنو د دفتر مسوولينو ته لارښوونه وکړه تر څو د کارټونو او په انتخاباتو کي د خلګو د ګډون په موخه خپل تبليغات زيات کړي.

کندهار والي او د نظامي شورا رئيس پوهنوال ډاکټر توريالي د نن په امنيتي جلسه کي د ټولو امنيتي مسوولينو کړني چي د کوچني اختر په شپو او ورځو کي يې د خپلو خلګو د ښه امنيت ساتني په موخه تر سره کړي وې وستايلي. او تر څنګ يې د امنيتي ځواکونو هغه هڅي چي د جنايتکارانو او اختطافچيانو پر وړاندي يې کړي هم د قدر وړ وبللې، له عدلي او قضايي ارګانونو څخه يې د هغوی د سختي سزا او علني محکمي غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *