پخوانی ولسمشر او ترې را چاپیر ملګرو یې د پاکستان له ویرې نړیوالو ته داسې کوم څه څرګند نه کړل چې د پاکستان دوه مخیتوب یا منافقت تر نیوکې لاندې راولي او په ډاګه ووایي چې پاکستان هیڅکله د افغانستان خیر نه غواړي او ددې ستونزې حل لپاره باید نړیوال جدي اوسي او د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره پر پاکستان فشار راوړي څو د تروریزم له صادرولو لاس واخلي او د هر ډول ترورستانو له منځه وړولو او نیولو لپاره پرته له کوم توپیره جدي اقدام وکړي.
او د پخواني ولسمشر کرزي په مشرۍ یو لړ نمک ناشناسه اوس بیا راپاڅیدلي پر ولسمشر غني د یو لړ ستونزو په خاطر نیوکې کوي؛ په داسې حال کې چې ولسمشر غني ته د پخواني ولسمشر کرزي په فساد او ناراسايۍ لړلې اداره ورپاتې شوه او د کثافاتو ډکې ادارې پاکولو لپاره وخت او کار ته اړتیا ده. خو بیا هم له دې سره سره یاد کسان چې حتا اوس د ولسمشر غني په بر حاله نظام کې په لوړو دندو بوخت دي د ولسمشر غني په تخریب پسې یې مټې رابډ وهلي او د هر ډول لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې غواړي نظام تحدید کړي. په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي له خپله ځانه یو فاسد نظام پرایښی ؤ او ډیر یې د پیسو په واسطه غلي کړي وو او د هغوي خولې یې ور بندې کړې وې او د بهرنیانو په ګډون یې د ګاونډیو هیوادنو پراخې لاسوهنې ته کوم جدیدیت له ځانه نه ؤ ښکاره کړی؛ چې له امله یې تر اوسه ایران خپل مذهبي مشر پر افغان کلتور د تیري په لړ کې نمانځي او په خپله خوښه مذهبي پلویان چې په ایران کې یې په کډوالۍ نه پریږدي د پیسو په بدل کې د نظام پر ضد او د قومي تعصباتو لمن وهنې لپاره لاریونونو ته هڅوي. او دغه راز ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ په ټولو دورو کې نړیوالو ته د پاکستان منافقت په خاطر په څرګندو ټکو داسې څه نه کړل څرګند چې افغانستان ته د ترورستانو پر رالیږلو سربیره کونړ په راکټي بریدونو ګواښي او داسې نور بې شمیره ټکي چې باید نړیوالو ته په ډاګه شوي وای او په جدي ډول ترینه ددې غوښتنه شوې وای چې پر پاکستان ددې منافقانه کړنو په خاطر فشار راوړي. کرزي دا ډول اقدامات نه یوازې دا چې ترسره یې نه کړل ؛ بلکې هغه افغان زړور نظامي مسؤلین چې به یې د پاکستان راکټي بریدونو او یا هم د ډیورنډ کرښې باندې د تأسیساتو جوړول او یا له صفري کرښې را اوښتلو پر وړاندې غبرګون وښود، نو بله ورځ به یې په خپله اداره کې د پاکستان تالي څټو په غوښتنه او یا هم د پاکستان له ویرې له دندې ګوښه کړل، چې دا دده لپاره لویه د شرم خبره وه.
خو ولسمشر غني چې د کرزي په فساد لړلې ادارې سمون لپاره یې مټې را بډ وهلې او تر اوسه یې په ګڼو برخو کې د سمون او بدلون راوستو لپاره کار وکړ؛ له پاکستان سره یې لومړۍ له نرمښت کار واخیست او وروسته چې ددې هیواد په منافقت پوه شو، نو بیا یې په څرګندو ټکو د رسنیو له لارې په لویو غونډو کې د پاکستان منافقانه دریځ ته ګوته ونیوه او بیا یې اوس اوس په وارسا کې په څرګندو ټکو وویل چې، د پاکستان په وسیله د سولې لپاره د افغانستان هڅې ناکامې شوي ځکه چې پاکستان د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ توپیر کوي. ولسمشر د ناټو سرمشریزې په دې غونډه کې ویلي چې ، موږ له ګاونډیو هیوادونو سره د همکارۍ د پیلولو هڅه وکړه، له پاکستان څخه مو هیله لرله او د سولې په څلور اړخیز بهیر کې له ښکاره ژمنې سره سره پاکستان عملاً د ښه او بد تروریست ترمنځ د توپیر مسله مطرح کړه او زموږ د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ کلیدي ستونزه پر هغه څه نه درېدل دي چې موافقه مو پرې کړې ده. د همدې لپاره موږ د نړیوالې ټولنې له لوري د هغه څه د تطبیق غوښتونکي یوو چې موافقه پرې شوې وي.
د سولې په تړاو پاکستان په څلور اړخیز ګروپ کې افغانستان ته رسمي ژمنه ورکړې وه چې وسله وال طالبان به، چې مشران او شورا یې د پاکستان په کوټې ښار کې دی، د سولې خبرو ته حاضروي او که هغوی خبرو ته حاضریدل، نو بیا به پاکستان د طالبانو مشران او د هغوی کورنۍ له خپلې خاورې باسي خو اوس پاکستان یو ځل بیا د خپل منافقت له مخې وايي چې هغه طالبان نه ځپي چې د پاکستان امنیت نه ګواښي او همداراز وايي چې ولي د افغانستان د امنیت لپاره له افغان طالبانو سره په خپله خاوره کې وجنګېږي.
او پاکستان بیا د ناټو په سرمشریزه کې د ولسمشر غني پر یادو څرګندونو خوابدي ښکاره کړې او هغه یې د افغان مشرتابه له لوري پاکستاني ضد څرګندونې بللې دي، خو د خپل هغه منافقت په تړاو چې د ښو او بدو طالبانو او په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د موجودیت په اړه یې د خپلو چارواکو څرګندونو ته هیڅ راز اشاره نه ده کړې په داسې حال کې چې، پاکستاني چارواکو پخوا په زغرده ویلي چې هغه طالبان چې د پاکستان پر ضد جنګېږي بد طالبان دي او د هغو خلاف جنګېږي، خو له افغان طالبانو سره، چې په افغانستان کې جنګېږي، پاکستان ستونزه نه لري او پرته له شکه چې پاکستان په دې ډول طالبانو د معاملې کولو په تمه دي، تر څو یې په خپل وخت سره د بهرنیانو لخوا د مرستو تر لاسه کولو او یا هم بلې هرې نا مشروع معاملې په موخه وساتي او لکه د څارویو په څیر یې خرڅ کړي لکه د طالبانو رژیم د نسکوریدو پر مهال چې یې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر او نورو طالب مشران پر سر یې ګټې تر لاسه کړې.
نو خپله دا لیکنه به په دې ټکو راونغاړم چې موږ افغانان باید د ولسمشر اشرف غني د داسې هڅو پلوي اووسو او هغه مخربین چې په نظام کې دننه او یا هم د باندې د بهرنیو په تیره د ګاونډیو هیوادونو د جاسوسانو په توګه دندې تر سره کوي او غواړي د اوسني نظام چارې وننګوي پر وړاندې سپر شو او د هغوي هر ډول ناروا هڅې رسوا کړو او د سر کار اداره او اړوندې نورې امنیتي ادارې پرې خبرې کړو. هیله ده چې ټول هیوادوال په همدې احساس راپاڅي او د هیواد هر ډول ستونزو حل لپاره د خپل وس په کچه کار وکړي.