د نجلۍ د لاس په اشاره مې موټر ودراوه. له شیشي مې ترې وپوښتل، خیرت دی؟ هغې په ځواب کې راته و ویل: مور مې ناروغه ده، په کور کې مو نارینه څوک نه وو، غواړم چې تر هسپتاله یې ورسوې. ما ورته هو کړه.
د دې نجلۍ عمر په غالب ګمان اووه کاله و، خو له خبرو یو څه چالاکه ښکارېده. ګاډی مې را وګرځاوه او څو شېبې وروسته یې تر څنګ ناسته ښځه په وړو وړو او کمزورو ګامونو د ګاډي خواته را روانه شوه. ما ورته د ګاډي دروازه پرانیسته او په ډېر احتیاط سره سیټ ته پورته شوه. تر څنګ یې هماغه کوچنۍ نجلۍ کښېناسته. زه ګاډي ته کښېناستم او په کرار کرار تګ مې پیل وکړ. شل د قیقې وروسته د یوه هسپتال له دروازې سره ښکته شوو. ښځې نجلۍ د هسپتال د ننه واستوله او په دې سلسله کې هغې زه د ځان خواته وغوښتم. ما د ښځې له حرکاتو او تګ څخه د هغې د ناروغۍ پوره اخذ واخیست او پوه شوم، چې د زیږون مسئله ده. زه یې خواته ور نږدې شوم او په خپ غږ یې راڅخه تر نورو خبرو مخکې مننه وکړه او ما هم ورته سر وخوځاوه. ما ته یې و ویل، چې که کولای شې، د ټیلفون شمېره دې راکړې، چې د ناروغۍ تر پای ته رسېدو وروسته درته زنګ و وهم او ما تر خپل کوره ورسوې!
ما ورته په یوه کاغذ خپله شمېره ولیکه او ورمې کړه. زما په دې ښځې سخت زړه وخوږېد او د خاوند پوښتنه مې ترې وکړه، چې هغه چېرته دی او تاسو ولې یوازې راغلي یاست؟ هغې ځواب ته خوله جوړوله، چې د نجلۍ آواز راغئ او تر شا يې یوه نرسه ولاړه وه. ښځه چوپه خوله له نجلۍ او نرسې سره د روغتون د ننه روانه شوه او زه بېرته د ښار لور ته را وګرځېدم.
کوم وخت چې زه پېښور ته راغلی وم، له هغه وخته تر اوسه پورې د پېښور په ښار کې کافي بدلون راغلی و. کله چې په افغانسان کې د روسانو تر وتلو وروسته د طالبانو او نورو ګوندونو تر منځ خپل منځي جګړې پیل شوې، نو ما له خپلې کورنۍ سره، چې یوازې زه او مېرمن مې وو، پښې سپکې کړې او پېښور ته مو پناه راوړه. له مونږ پرته په سلګونو او آن په زروګونو نورې کورنۍ هم وې، چې دلته یې د مهاجرت شپې ورځې سبا کولې او په کېمپونو کې به په بد حال پراته وو. په کابل کې د کرزي د حکومت د پیل پر مهال ډېری کورنۍ واپس کابل ته کډه شوې او ما تر دې دمه پورې په پېښور کې خپل لاس آزاد کړی و. کله چې زه تر کېمپه را ورسېدم، نو هلته زما لپاره ژوند کول ګران وو. زه څو ورځې په ښار کې د یو څه ځای او کار په لټه کې وم. وروسته مې یو پاکستانی خواخوږی وموند او ماته یې د خپل کور سپارښتنه وکړه. زه ترې ډېر خوشحاله شوم. کور ته یې بوتلم او یو ګیلاس شیر چای هم را باندې وڅښه. په دې کور کې یوه خونه، د هلیز، تشناب او یوه آشپزخانه وه، چې تقریباً ځانته لاره یې درلوده. هغه راته و ویل، چې تر هغې دې کار نه وي پیل کړی، کرایه درنه نه غواړم. زه د دې سړي ډېر احسانمند وم. هغه په اصل کې پښتون و او زما په همدې وجه خوښ هم شو.
ما مې خپله مېرمن له کېمپ څخه را و ایستله او همدې کور ته راغلو. مونږ له ځان سره دومره سامان نه و راوړی، چې حتی یوه خونه مو پرې فرش کړې وی. د همدې کور څښتن راته هرڅه برابر کړل. زه حیران دې ته وم، چې د دې سړي غوندي انسانان هم په دې نړۍ کې موجود دي. مګر زه د هغه له اصلیته خبر نه وم، چې هغه په خپله معصومه څېره کې څومره ګندګي پټه کړې ده. ما ډېر عجیبه احساس کاوه. څو ورځې وروسته مې د ګاډو په یوه ورکشاف کې ځان ته کار وموند. د ورځې به تر ناوخته په خپل کار کې وم او مازدیګر به په تورو جامو او تورو لاسونو سره د کور خواته تلم او د شپې لپاره به مې د پخولو لپاره څه سودا هم له ځان سره وړه. زه ډېر خوشحاله وم. کار مې درلود. مېرمن، کور او حتی ورځ تر بلې مې ژوند ښه کېده او اضافي پيسې به مې له ځان سره ساتلې.
په دې کور کې تر یو نیم کال تېرېدو وروسته خدای راته په کور کې بله خوشحالي راکړه. زما مشر زوری طاهر وزېږېد. د هغه له زېږدو وروسته به مې له کوره زړه نه کېده. غوښتل مې چې ټوله ورځ له هغه سره اوسم. زما د واده تقریباً څلور څلورنیم کاله کېدل، مګر تر اوسه مو کوم اولاد نه درلود. د طاهر په راتلو زمونږ ژوند بدل شو. زما کابل بیخي له هېره وتی و. اوس راته پېښور سره زر ښکارېده. زما کار هماغه پخوانی و. کله چې طاهر د شپاړسو میاشتو شو، نو خدای راته یو بل نعمت هم راکړ، زما په کور کې د ډېوې رڼا بله شوه او زما مشره لور ډېوه وزېږېده. نور نو زمونږ ژوند ها پخوانۍ ژوند نه و، ما په ډېره کمه بیه کور درلود، مېرمن، اولادونه او پیسې مې هم درلودې. زه له خپل کار څخه یو څه ستړی برېښېدم، نو د همدې لپاره مې یو ګاډی وپېره او ټوله ورځ به مې په ښار کې پرې کار کاوه.
له هغه وخت څخه اووه اته کاله کېدل، چې همدا مې کسب ګرځولی و. د طاهر او ډېوې پرته دوه نور زامن هم راته خدای راکړل. ما تر اوسه د هماغه پخواني ملګري امجد په کور کې ژوند کاوه. له مونږ ټولو سره یې د زړه له اخلاصه چلند کاوه. د شپې به مې د اولادو په لیدو ځان نه شم کنټرولولی. زه که خپل لومړني ژوند ته فکر وکړم او اوسنی ژوند مخې ته راوړم، نو زه په هېڅ الفاظو او په هېڅ ډول عبادت کې د الله شکر نه شم ادا کولی. زمونږ په کور کې هغه خوښي موجوده وه، چې په ډېری کورنیو کې نه موندل کیږي. خو زه څه خبر وم، چې دا رڼا ورځې به را باندې ډېر ژر تیاره شي. د ورځې به مې په بازار کې دومره پیسې پیدا کولې، چې نیمايي به مو یې هم نه شوې مصرفولی. نن سهار چې کله بازار ته په لاره وم، نو د دې ښځې په څېر مې داسې ډېر ثوابونه ګټلي دي.
مازدیګر څلو نیمې بجې په ښار کې وم، چې په یوه نا آشنا شمېره زنګ راغئ. تر خبرو وروسته پوه شوم، چې د هماغه هسپتال کومه نرسه ده. په خبرو کې یې راته و ویل، چې مبارک دې وي، زوی مو وزږېد او مېرمن مو وايي، چې ژر هسپتال ته ځان را ورسوئ. ما ورسره اوږده نه کړه او په لنډو کې مې ترې مننه وکړه. ښايي سهار یې له هغې سره په لیدو داسې فکر کړی وي، چې زه د دې ښځې خاوند یم او هغه مې مېرمن ده. خو په هر حال، دا د نرسې تېروتنه ده.
زه په بیړه د هسپتال لور ته روان شوم. نیمه ګېنټه وروسته هلته ورسېدم. د هسپتال د معلوماتو څانګې ته ورغلم. هلته مې د ناروغ د کوټې پوښتنه وکړه، خو هغوی د ناروغ د نامه غوښتنه رانه وکړه او ماته د ناروغ نوم زده نه و. ما ته ژر یاد شو او راغلې شمېرې ته مې زنګ وکړ. څو شېبې وروسته هماغه نرسه او ورسره کوچنۍ نجلۍ زما مخې ته راغلل. هغوی زه یوې خونې ته د ننه کړم او د ماشوم د ثبت لپاره یې په کارت کې د معلوماتو غوښتنه رانه وکړه. ما ورته و ویل، چې ماته پته نشته، زه دوی نه پېژنم، یوازې مې تر دې ځایه په ګاډي کې راوړي دي.
ډاکټرې په حیرانۍ ما ته وکتل او ویې ویل: ولې تاسو د دې ماشوم پلار نه یاست؟
ما و ویل: نه! زه هغه نه پېژنم.
ـــ خو د ماشوم مور خو وايي، چې همدا ته یې پلار یې.
ـــ ښايي څه غلطي شوې وي او تاسو به پوه شوي نه یاست.
ـــ البته، زه یې تپوس کوم.
زه همالته په یوه کرسۍ کښېناستم او ډاکټره د ناروغ خواته لاړه. څو شېبې وروسته هماغه ډاکټره په حیرانۍ زما خوا ته راغله او په جدیت یې راته و ویل، چې ستاسو دواړو تر منځ څه روان دي؟ هغه وايي، چې دا سړی مې خاوند دی او ته وايې، چې زه یې نه پېژنم؟
ما ورته و ویل: ګورئ! زه د ټوکو حوصله نه لرم او نه هم دا موضوع داسې ده، چې کومه ټوکه پرې جوړه شي.
هغې و ویل: زه هم د ټوکو کولو لپاره دلته نه یم راغلې. تاسو له ماسره راځئ!
زه له ځایه پاڅېدم او په هغې پسې له شا شا روان شوم. د دهلېز ښي خوا ته یوې دروازې ته یې ودرولم. ډاکټره د ننه لاړه او څو شېبې وروسته یې ما ته د ننوتلو لپاره آواز وکړ. زه د ننه لاړم. ښځه په یوه کټ ناسته وه. هغه نجلۍ هم ورسره وه. ډاکټرې زه د هغې خواته نږدې کړم او له ښځې یې و پوښتل، چې دا څوک دی. هغې په ډېر سپین سترګۍ ځواب ورکړ، چې دا مې خاوند دی!
په ما سر وګرځېد، چې دا په کومه لوبه کې را ګیر شوی یې. ما ډاکټرې ته و ویل، چې دا زه نه پېژنم. زه یو ټکسي وان یم او دا مې سهار له یوه ځایه تر دې هسپتاله را رسولې ده. نور ورسره هېڅ اړیکه نه لرم. ښځې همدا ویل، چې دا دروغ وايي، د خپل اولاد د روزلو وس نه لري او اوس انکار کوي، چې زه یې نه پېژنم او دا زما زوی نه دی!
ډاکټرې هغې نجلۍ ته مخ واړاوه، له هغې یې پوښتنه وکړه، چې دا سړی ته پېژنې! په نجلۍ یې چې هرڅومره زحمت و ویست، مګر خبرې یې ترې را ونه ایستې. همداسې چپ ولاړه وه. ډاکټرې زه له خونې را و ایستم او د موضوع د څېړلو لپاره د هسپتال مشر ته ورغله. زه یې هم له ځان سره روان کړم. تر دې وروسته موضوع لویه شوه، د هسپتال ټول ډاکټران را غونډ شول او زه هک پک ولاړ وم. هماغه ښځه یې هم را وسته او د مخکې په څېر له دواړو پوښتنې وشوې. ما و ویل، چې زه مېرمن لرم، او لادونه لرم او کور لرم. زه دا ښځه هېڅ نه پېژنم، دا لېونۍ شوې ده.
ښځې د مخکې په څېر هماغه یوه خبره کوله، چې دا دروغ وايي او دا زما خاوند دی. په ما سر ګرځېده او نږدې وو، چې له غوسې لېونی شم. مونږ یې څه شېبه د باندې کېنولو او وروسته د ډاکټرانو له خوا پرېکړه وشوه، چې زما او د نوي زېږېدلي ماشوم د DNA ډي اېن اې معاینه وشي. ما ته ځان ډېر بد ښکاره شو او ښځې ته په غوسه وم، چې ولې پرته له کومې وجې زه دا معاینه وکړم. په هر حال دا وخت د انکار نه و، باید له دې جنجاله مې ځان بچ کړی وی.
د DNA پایلې بې کچې حیران کړم. ما ته دا خلک ډاکټران نه ښکارېدل. دوی څنګه دومره لوی دروغ ویلی شي، یا ښایي په معاینه کې ورنه څه تېروتنه شوې وي. زه خو څلور اولادونه لرم. مګر دومره لویه غلطي؟
ښځه په ډېرې بې شرمۍ له روغتون څخه له خپل ماشوم سره لاړه. د DNA پایله دا شوه، چې سړی هېڅ نارینه هرمونونونه نه لري او د هغه هېڅ اولاد نه پیدا کیږي، نو بناً دا ماشوم د هغه نه دی. ما دوی ته و ویل، چې تاسو تېروتي یاست. زما څنګه اولاد نه پیدا کیږي؟ زه خو مېرمن او څلور اولادونه لرم. نو بیا تاسو ولې غیر معقوله خبره کوئ؟
هغوی یوازې همدا خبره کوله، چې تاسو له اولاده معزور یاست، ولاړ شئ او خپله موضوع وڅېړئ! زه په ځان نه پوهېدم. دا ډاکټران څه وايي؟ آیا په رښتیا زما اولاد نه پیدا کیږي؟ نو بیا دا څلور ماشومان له کومه شول؟ هسې نه مېرمن مې بد کاره…؟ نه نه داسې نه شي کېدای. زه خو په هغې باور لرم. هغه خو داسې څوک ده، چې ماته یې د ژوند کولو چل را ښوولی دی. له ما سره په هر ډول ستونزو کې ولاړه پاتې شوې ده. مګر ډاکټران خو هم غلطي نه شي کولای. نو بیا داسې څه خبره ده؟ د واده په لومړیو کې خو هم زما اولاد نه پیدا کېده. پېښور ته تر راتګ وروسته هم د درملنې لپاره کوم ډاکټر ته نه یو تللي، نو بیا زما څلور اولادونه له کومه شول؟
همدې خبرو مې په ذهن کې توپان را اوچت کړی و. تر ډېر فکر کولو وروسته مې په خپله مېرمن څه شک پیدا شو، چې حتماً داسې کومه خاصه خبره شته، چې زه ترې خبر نه یم. زما څېره څه داسې وه، چې هر چا راباندې د غوسې شک کولای شو. کور ته له تلو مخکې یوه هوټل ته لاړم او د شپې ډوډۍ مې همالته وخوړه. خپله غوسه مې په ډېره سختۍ سره کابو کړه او بیا کورته روان شوم. د مخکې په څېر ټول راته ډوډۍ ته په تمه وو. ما دوی ته و ویل، چې تاسو مو ډوډۍ خورئ، ما خوړلې ده. د ډوۍ پر وخت مې پر ټولو نظر تېر کړ. مېرمن ته مې وکتل. یو ځل راته ډېره ښایسته ښکاره شوه او بیا یې څېره یوې شیشکې ته ورته شوه، چې ترې و وېرېدم. خپلو بچیو ته مې کتل، په ډېر خوند سره یې ډوډۍ خوړله. ما هېڅ کوم ځانګړی غبرګون نه ښکاره کاوه، خو ښايي چې څېرې مې هر څه په ډاګه کول. زما په زړه کې داسې اور بل شوی و، چې مړ کول یې زما د وس کار نه و. زه په خپل ځای پرېوتم او په ډوب سوچ کې لاړم. زړه مې را ډک شو. شپه ډېره تېره شوې وه. خوب رانه لرې تښتېدلی و. همدا فکرونه مې کول، چې دا په څنګه لومه کې ښکېل شوی یې؟ په دې یوې خبرې سره مې پر مېرمن شک کولای شو، چې تر واده وروسته زمونږ درې کاله اولاد نه کېده. که څه هم په کابل کې په ډېرو ډاکټرانو وګرځېدو، مګر نتیجه یې نه درلوده او پېښور ته تر راتلو وروسته بې له کومې درملنې زما زوی او بیا پسې درې نور اولادونه وزېږېدل. دې مسئلې ته مې ولې تر اوسه پام نه و شوی؟ کېدای شي، کومه خبره وي. ډاکټران خو هم د چټیاټو لپاره هلته نه دي ناست. هغوی خو دروغ نه دي ویلي. مګر اولادونه…؟
نږدې و، چې زړه مې وچوي. زما صبر پای ته ورسېد. خپل لاس مې د مېرمنې خواته یووړ. په ژور خوب ویده وه. خواته یې نږدې شوم. خپل مخ مې د هغې له مخ سره جوخت کړ. ساه یې را باندې ډېره خوږه لګېده. همداسې مې ورته غوږ اېښی و، تر ډېره مې د هغې له ساه اخیستو خوند اخیست. ما ډېر ځله د هغې په ویده کېدلو کې همدا کار کاوه. زما په سترګو کې اوښکې راغلې، بې درېغه ژړا راتله. همدا سوال مې خدای ته کاوه، چې کاش د ډاکټر پرېکړه غلطه وي. خو زه مې څنګه مېرمنې ته دا خبره په ډاګه کړم. که چېرې دروغ وي، زه به هغې ته څه ځواب وایم، چې ولې مې پرې دومره ذلیل شک کړی و. خو چاره څه ده؟
زما لاس د هغې په غاړه کې و، ناڅاپه هغې اړخ بدل کړ او زما د لاس په حس کولو را ویښه شوه. غږ یې راته وکړ. زه غلی وم. یو لاس یې زما پر مخ را تېر کړ. زما له سترګو څخه په راوتلو اوښکو یې لاس لوند شو او نا څاپه په ځای کې را کېناسته. زه یې وخوځولم او په حیرانۍ یې راته و ویل، چې ولې ژاړې؟ زما سره هېڅ ځواب نه و، غږ مې له خولې نه وت. زه په کرار را پاڅېدم او هغه مې له لاسه ونیوه او دهلیز ته مې بهر کړه. خپلې اوښکې مې پاکې کړې. تر ډېره همداسې چپ ناست وم، نه پوهېدم، چې په کومو الفاظو سره يې پیل وکړم. نا څاپه مې له خولې و وتل، چې له واده وروسته زمونږ اولاد نه کېده او دلته بې له کومې درملنې زمونږ اولادونه پیدا شول، تا کومه دوا کړې وه او که څنګه؟
د مېرمنې مې سترګې وګډېدې. شونډو یې په رپېدو پیل وکړ او په ډېره تعجب سره یې رانه وپوښتل، چې دا خبره له کومه شوه؟ ما مې خپلې بڼې ته تغیر ورکړ، اوس په کې مهرباني او بې وسي نه وه او د نرمۍ پر ځای مې غوسې ته ځای پرېښود. ورته مې و ویل: سپینه خبره راته وکړه، زه بې ځایه خبرو ته وخت نه لرم!
هغه لا تر اوسه همداسې حیرانه وه او په کرار کرار یې په سترګو کې اوښکې راغلې. دواړه لاسونه یې رانه ونیول، ښه یې وخوځولم او په ژړا کې یې راته و ویل: ته لېونی شوی یې؟ دا ته څه ډول خبرې کوې؟ په ما دې دومره سپک شک کړی دی؟ ته څنګه داسې کولی شې!
د هغې خبرې نورې په ژړا کې بندې شوې او زه نور هم حیران شوم. خو غوسه مې هماغسې په څېره کې ساتلې وه. زه پوهېدم، چې باید په دومره آسانۍ سره دا خبره له پامه ونه غورځوم. د ښځې یوازینۍ وسله ژړا وي او په کوم ډول یې چې زړه وغواړي، کارولی یې شي. خپل لاس مې د هغې مرۍ ته یووړ او له مرۍ مې ونیوه او په ډېر قهرجن او درانه آواز مې ورته و ویل، چې دا اولادونه د چا دي؟
هغې له وېرې هېڅ غږ نه شو کولای. ما تر ننه پورې خپلې مېرمنې ته اف هم نه و کړی او په همدې وجه نن رانه تر حد زیاته و وېرېده. ځکه چې کله مې هم پرې دومره غوسه نه وه کړې. ما خپله خبره بیا تکرار کړه. هغه همداسې په حیرانۍ ماته ځیره وه. زه نور په خپل واک کې نه وم. ښايي دا رانه هېر شوي وو، چې دا مې مېرمن ده. د هغې سترګې نورې هم را ووتې او تکې سرې واوښتې. ما خپله خبره تکراروله او هغه همداسې غلې پر ځمکه پرته وه. ناڅاپه مې ځان د آشپزخانې لور ته کشیدونکی احساس کړ. ما په شعوري توګه دا حس نه کړه، چې زه څه کوم. د المارۍ په دراز کې مې پر یوې چړې لاس ولګېد او را وامې خیسته. په بېرته راتلو کې هغه د هلیز په کونج کې حیرانه وه او زما په لیدو یې له خولې چغه ووته، خو ژر مې ورته په خوله لاس ونیو. همداسې مې پر ځمکه را چپه کړه او چړه مې ورته په مرۍ کېښوده. له ما څخه ټول محبت، مهرباني او د خاوند او مېرمنې اړیکه هېره شوه، زما په سینه کې یو توپان په لګېدو و. ټول بدن مې له کرکې رېږدېده. په ډېر تند غږ مې ورنه وپوښتل: دا اولادونه دا چا دي؟
هغې هېڅ غږ نه کاوه او له سترګو یې بې شانه اوښکې روانې وې. همدا هڅه یې کوله، چې چغې و وهي، خو په یوه لاس سره مې یې مخنیوی کاوه. بیا مې ورنه وپوښتل: و وایه راته! ته له چا سره دا ناوړه اړیکه لرې؟ دا اولادونه دې له چا نه دي؟ او له دې سره مې پر چړې یو څه زور را وست او په ډېر قهرجن آواز مې پرې چغه کړه، چې راته و وایه…!!!
د هغې ژړا زور واخیست او داسې یو نوم یې راته یاد کړ، چې زما په سر یې چکر راوست. زما لاس په رپېدو شو. له بدن څخه مې ټول قوت په وتو شو. همداسې مې لاسونه رېږدېدل. چړه مې لرې وغورځوله او په ولاړېدو ولاړېدو کې بېرته پر ځمکه را وغورځېدم. څو ځلې مې له خولې همدا نوم وته. ام… ام… امجد…!!!
زما روح مړ شو. زه ډېر کمزوری شوم، چې حتی له خپل ځای څخه د ولاړېدو حس را کې نه و. همداسې په ځمکه غځېدلی پروت وم. په ډېر خراب کشمکش کې را ګیر شوم، داسې چې په سترګو مې تیاره راغله. همدا تیاره په ډېرېدو وه او له مانه په غیر ارادي ډول یوه چغه و وته. په سترګو مې بېرته رڼا راغله. خو دا رڼا د مخکینۍ رڼا په څېر نه وه. په دې رڼا کې راته یوه ډېره خرابه او بدرنګه څېره ښکاره شوه. زما له خولې غږ نه خوت او په راوتلو سترګو مې همدې کینچنۍ ته اشاره وکړه، چې له مخې مې لرې شه.
زه په سوچونو کې ډوب شوم، چې دا څنګه کېدای شي؟ هغه انسان چې ما پرې تر ټولو ډېر باور کاوه. هغه انسان چې تر ټولو خلکو راته نږدې و! هغه څنګه راسره داسې کار کولی شي؟ او تر ټولو حیران دې ته وم، چې مېرمن مې څنګه دومره لوی خیانت راسره کولای شي! په همدې کې مې د سترګو ډنډ لاره وکړه او سر مې په کمبله کې پټ کړ او ښه په زوره زوره مې وژړل. ما ته نور هېڅ نه وو پاتې. زما ژوند پای ته رسېدلی و. نور ماته ژوند کولو ګټه نه درلوده. له ماسره ډېر لوی خیانت شوی و. هغه هم د داسې کسانو له خوا، چې ما ته تر ټولې نړۍ نږدې او خواږه وو.
په دې وخت کې راته یو فکر راغئ. سوچ مې کاوه، چې راځه لومړی د همدې ښځې مرۍ پرې کړه او بیا ورپسې د هماغه رزیل سینه څېرې کړه. خو ډېر ژر له دې فکره واوښتم. هغه څلور معصوم ماشومان به څنګه کیږي؟ د هغوی د روزنې لپاره هم باید یو څوک پاتې شي. همدې خبرې مې دا فکر له منځه یووړ. زه په بیړه را پاڅېدم او خپل ضروري سامان مې را واخیست. هغه ښځه چې ما ژوند یوازې د هغې په وجه کړی و، هغه څوک چې ماته ترې روحي سکون کېده، هغه څوک چې ماته تر ټولې نړۍ ښایسته ښکارېده، هغه اوس زما تر ټولو لویه دښمنه جوړه شوې وه، اوس راته تر بد ځناور هم بده ښکارېده. زما له ژوند سره یې لوبې کړې وې. هغې د خپل بدن سودا کړې وه، هغې له ماسره تر ټولو لویه دوکه کړې وه او تر ټولو ترخه رښتیا دا، چې زما د محبت په بدل کې یې داسې ټپ راکړ، چې همدا به زما د مرګ سبب ګرځي. ما نه غوښتل نوره یې څېره وګورم. زه له هغې ورېرېدم. هغه یوه وحشتناک ځناور ته ورته شوې وه. هغې د خپلې ناوړه اړیکي په بدل کې داسې څلور انسانان زېږولي وو، چې له خپل اصلیته خبر نه وو او د خبرېدلو په صورت کې هم معلومه نه ده، چې هغوی به د دې دوه بدرنګه څېرو چاره کوي او که به له خپل ځان څخه د کرکې په وجه خپل بدن ټوټه ټوټه کوي.
زه نیمه شپه په همدې سوچونو کې له هغه کوره را ووتم، چېرې چې ما د ژوند تر ټولو خواږه دروغ او تر ټولو ترخه واقعیتونه ولیدل. ما ته دا شپه له دوزخ څخه کمه نه وه. سهار ته لږ وخت پاتې و او زه همداسې سرګردانه په واټونو کې ګرځېدم. ما پېښور ته له خپل ترخه برخلیک څخه د ژغورنې په وجه زړه ښه کړی و، مګر خبر نه وم، چې په بېرته راتلو کې به له داسې ترخه برخلیک سره مخ کېږم، چې زما د رګونو ټوله وینه به د مار د زهرو په څېر ترخه کوي. زما په بدن کې به د غوښې په نامه څه نه پاتې کیږي، بلکې ټول جسم به مې د کرکې دېوالونه جوړیږي. ما هغه څوک پرې ښودل، چې په شتون مې یې له ژوند څخه خوند اخیسته، په لیدو یې راته سکون کېده، په خبرو مې یې روح تازه کېده او تر ټولو بده دا، چې هغه څوک رانه پاتې شول، چې ما به هره شپه دې ته انتظار کاوه، تر څو له ویده کېدو وروسته یې له ساه اخیستو خوند واخلم او له همدې زهرجنو یادونو سره مې پېښور، مېرمن او لادونه او هرڅه د تل لپاره پرېښودل او له یوه ترخه برخلیک سره کابل ته راستون شوم.