د پکتیکا والي ښاغلي محمدالیاس وحدت  د سرطان په شلمه په نظامي غونډه کې وویل چې د امنيتي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي، ددې لاامل کیدی شي چې ولسونو ته سوله، ثبات راولی او د خپل ژوند خوشاله شیبې په امن کې تيرې کړی.

وحدت زیاته کړه  موږ ددې شاهدان يو چې د نظامي ځواکونو د ګډو هلو ځلو په پايله کې د پکتیکا ولسونو څومره په ښه توګه د کوچني اختر مراسم ترسره او د خوشالی دغه  شيبې يې د ډاډمن امنیت په فضا کې بغیر له کومې ويرې ولمانځلې.

د پکتیکا والي نظامي چارواکو ته په خبرو کې وویل  که موږ تل همداسې همغږي او خپلې راسپارل شوي دندې په اخلاص، صداقت او په ګډو مشورو سرته ورسوو نو هیڅوک به ددې جوګه نشي چې  د هیوادوالو ژوند مو راخراب او  په خطر کې واچوي.

محمدالیاس وحدت د پکتیکا له نطامي چارواکو، منسوبینو او سربازانو مننه وکړه چې د اختر شپې او ورځې يې له خپلو کورنیو او بچیانو ليري تیرې کړې خو ولس ته يې خوشالی ور وبخښلې.

ښاغلي وحدت د پکتیکا له ولسونو هم مننه وکړه چې تل يې  له خپلو امنیتي ارګانونو سره همکاري کړي او د هیواد او په تیره بیا د پکتیکا په امن کې بغیر له کوم امتیازه برخه اخیتسي ده.

وروسته په پکتیکا ولايت کې د شته امنیتي ځواکونو مشرانو وویل،  دا زموږ مسولیت دی چې د خپلو هیوادوالو امنیت، هغه که هر وخت وي تامين او پدې برخه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړو.

دوی زیاته کړه موږ د پکتیکا د ښه راتلوونکي له پاره ژمن يو او هیچاته به ددې اجاره ورنکړو چې د پکتیکاوالو هیلې او امیدونه له خاورو سره خاورې او  خوشالی يې په غم بدلې کړي.

دوی زیاته کړه د نظامي ځواکونو سره د پکتیکا د غیرتي ولسونو بې دریغه همکاري او مرسته  موږ ته دا جرات راکوي چې خپلې دندې په ښه شان سره مخته یوسو او دښمن پرې نږدو چې خپلو موخو ته ځان ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *