درېيمه برخه

د حماسې ډولونه:

په ټوليز ډول ادب پوهانو حماسه پردوو ډولونو وېشلې ، لکه ملي – طبيعي حماسه ، مصنوعي حماسه .

 الف : ملي اوطبيعي منظومي حماسې :

داډول حماسې ديوه ملت دعواطفو ، علايقو او افکارو له پايلې څخه عبارت دی چې پيړۍ ، پيړۍ ديوه ملت له لوري يوازي د همدې ملت د زړورتيا ، عظمت او نبوغ ، په ستاينه کې رامنځته سوي وي. دا ډول حماسې د وخت د جنګونو ، سرښندونو او پهلوانيو په ستاينه پسوللې وي. او په عين حال کې په بېلابېلو وختونو او پيړيو کې ديوه هيواد د وګړو  د روح او فکر څرګندوی او دتمدن له اثارو ډک وي ، هغه چې د دوی په ژوند او حيات پوري اړوند دي او معمولاً يې موږ په پهلواني دورو تعبير وو.له دې ډول حماسي منظومو څخه کولای سو ، دلرغوني بين النهرين (اوسني عراق) د (ګيل ګميش) ، ديوناني هومر شاعر د (ايلياد) او (اُدسيه) پښتوکي ديارلس پيړۍ مخکي ( ۱۳۹هجري) د امير کروړ حماسي وياړنه ، دري ژبه کي د غزنوي دورې شاعر حکيم ابوالقاسم فردوسي شهنامه او  همدا ډول دحافظ مرغُزي پښتو احمدشاهي شهنامه (۱۱۷۶هجري سپوږميز) څخه يادونه وکړو. په دې ډول منظومه کي شاعر نوښت ته دومره پام نه کوي، بلکي ليکلې اوناليکلې داستانونه تنها  په خپل شاعرانه ځواک اړ وي.

ب : مصنوعي  منظومي حماسې:

په دې ډول منظومو کې شاعر دليکلو پهلواني داستانوسره کار نلري ، بلکې خپله تخليق او نوښت رامنځته کوي او يوحماسي داستان پنځوي. دې ډول داستانو کې شاعران خپلواک دي. په هره هغه شېوه چې زړه يې وي ، حماسي شعرونه وايې او خپل  تخيل پکښې کار وي ، دا ډول شعرونه په پښتو کې  دخوشحال خټک او لرغوني روم کې د ويرجيل (انه اُډيډ) اثارو يادونه کولای سو.

دموضوع له مخي ،حماسي ادبيات

ادبپوهانو دموضوع (سوژې) له مخې حماسي ادبيات ، پرڅلورو ډولونو ويشلي دي :

۱ــ اساطيري حماسه . ۲ــ پهلواني حماسه . ۳ــ ديني حماسه . ۴ــ عرفاني حماسه .

۱ : اساطيري حماسه :

اساطير عربي کلمه او د اسطوري جمع ده ، په لغت کې افسانو او اغراق امېزه داستان ته وايې. اساطيري حماسه دحماسو له لرغونو ډولونو څخه ده، داډول حماسې تر تاريخ وړاندي دورو پوري اړه لري او پراساطيري بنسټ جوړي سوي وي. لکه په نړيوالو ادبياتو کې دبين النهرين (عراق) سومري (ګيل ګميش) حماسه ، همدا ډول دلرغوني يونان شاعرهومر (ايلياد) او (اُديسه) د هندي اريايانو(مهابهاراته) هم کولای سوچې داساطيري حماسو برخي وګڼو. ځيني وختونه په اساطيري حماسوکي ديوه قهرمان تاريخي شاليد په دقيق ډول نه ترسرګو کېږي . په پهلواني حماسو کي قهرمان معمولاً داسي وي چې  دهغه لپاره مرګ تر بې ننګۍ غوره وي.

۲ــ پهلواني حماسه :

لکه له نامه څخه چې يې څرګنديږي. په دې ډول حماسه کې دپهلوانانو ژوند انځور سوی وي. پهلواني حماسه کېدای سي اساطيري او کيسه يي بڼه ولري ، لکه : دفردوسي په شاهنامه کې د آريانا پياوړی پهلوان رستم  ، داميرکروړ  وياړنه ، دحمدالله مستوفي ظفرنامه او داسي نور…

۳ــ ديني او مذهبي حماسې:

په دې ډول حماسو کې قهرمان يو مذهبي کس وي او د دې ډول حماسې جوړښت پرمذهبي بنسټ وي ، لکه د ډانټه الهی حماسه ،د ابن حسام خاوران نامه (دنهمي پيړۍ شاعر) دحضرت عمر فاروق او حضرت علي (رضی الله تعالی عنهما) مذهبي قهرمانۍ پښتو او عربي کې نورې حماسې. ځينو څېړونکو دې ډول ته داخلاقي حماسي نومو ور کړی دې او د لرغوني هند(مهابهارانا) او (رامايانا) مذهبي حماسې يې دبېلګي په ډول ورکړي دي . خو دځينو پوهانو په نظرچې اخلاقي حماسې هماغه ديني حماسې دي او حتی کولای سو چې هغه ته دفلسفې حماسو نوم هم ورکړو ځکه چې په دې ډول حماسو کې دشعري تفکر ژور مسايل لکه مرګ او ژوند ، خير او شر مطرح سوي وي. معمولاً هغه ولسونه چې د فعال ژوند لرونکي وي او د نورو ولسونو سره په جنګ ياسوله کې وه د پهلواني حماسو لرونکي دي لکه يونانيان او آريائيان(افغانان) . هغه ولسونه چې بهرني فعاليتونه يې نه لرل ، ترډېره فلسفي اوديني حماسې لري ،لکه چينايان او لرغوني مصريان.

۴ ــ عرفاني حماسې : عِرفان د (ع) په زير خدای پاک پيژندني ته وايې ، داډول حماسې په پښتو کې پرېمانه دي ، په دې ډول حماسو کې قهرمان د خپل نفس (شيطان) ترماتولو وروسته او دطريقت پرخطرناکه لاره ترسفرکولو وروسته پايله کې برياليتوب ته رسېږي چې له فنافی الله لاري تلپاتي برياليتوب بلل کېږي. لکه دپير روښان ډېری اثار، په تذکرة الاولياء کې دحلاج حماسه اومنطق الطير چې پخپله يوه عرفاني حماسه ده، خوپه تمثيلي شېوه ويل سوې ده.(بګهوت ګيتا) چې دهند له مذهبي متونو څخه شمېرل کېږي ،ځينو عرفاني حماسه بللې ده. کېدای سي حماسې نور ډولونه هم ولري ، دبېلګي په توګه په اروپايې ادبياتو کې يو ډول حماسه ده چې هغه ته دطنز او مسخرې حماسه (Mock epic) وايې: داډول حماسه د واقعي حماسې پرخلاف، دننني انسان له ژوند څخه سرچينه اخلي او يوه ټوکيزه او طنزي بڼه لري. (بودلر) په دې اړه وايې :

((طنزي حماسه هغه ده چې کله دبشر د اوسني ژوند حماسې اړخونه راوباسو، مشخص يې کړو او ځان ته په ډاګه کړو چې څه ډول په زړو او رنګ سوي بوټونوکي ، شاعرانه ژوند وکړو او لوړوالی مو په برخه سي. دا ډول حماسې په پښتوکې دومره دود نه دي ، خوبيا هم موږ په تېره يوه لسيزه کې مسخره حماسې لرو چې دتاندو او ځوانو شاعرانو لخوا ويل شوي او څېړنه غواړي.په دې لاره کې، دپرديو په وړاندي د ذهني چمتو والی او ملي احساساتو دراپارولو لپاره وياړلي ، حماسې تراني ويلي او وايي يې:

۴ــ له عادته لوړه ځانګړنه :

په حماسه کې له عات څخه لوړه ځانګړنه په دې مانا ده چې موږ ټول پوهيږو پهلوانان او قهرمانان دهيواد ساتني په مبارزو او سرښندونوکې له ځانه داسي وړتياوي ښيي چې تر عادي کسانو لوړه درجه لري، د دوی دغه مقام او ځانګړنه ،خارق العادة (له عادت څخه لوړ) اوياهم د عادت خلاف ګڼل کېږي ، ځکه نوپه ټولنه کې د زړور ، قهرمان او پهلوان نوم ګټي.

 همداسي دحماسې له نورو شرايطو څخه يو هم د پيښو تداوم دی چې له علمي تجربې  او منطق سره کار نه لري ، په حماسه کې غيري طبيعي پيښې دعادت خلاف ونظام خلاف ليده کېږي ، هغه چې يوازي دخپل پېر د ملي او ديني عقايدو له تګلاري ترجيح منونکی وي. هرملت خپل ماوراء الطبيعي باورونه ديوه حيرانونکي عامل په توګه پخپله حماسه کې په کار وړي همداخبره ده چې ټولي حماسې غيري طبيعي موجودات او پنځونې چې شاعر يې له پيښو سره انځوري ، راڅرګنديږي زموږ په ملي او افغاني حماسو کې داسي ښکارندي (پديدې) سته چي زموږ بنسټيزي ريښې زموږ تخيلي حماسې نوري هم را پياوړي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *