په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې ګواکې د افغانانو پایښت او ژوند له پاکستان سره تړلی او اسلام آباد د کابل لپاره په بدن کې د زړه حیثیت لري حال دا چې پاکستان افغانستان ته ډېره اړتیا لري تر دې چې کابل يي اسلام آباد ته ولري. په دې ورځو شپو کې د پاکستان لویه برخه اقتصاد چې پر افغانانو پورې تړلی و نیږدې په ټپه درېدلی. پاکستان یوازې د درملنې له لارې هره ورڅ میلیونونه روپۍ ترلاسه کولې، افغان حکومت جدي هڅې پیل کړې چې په پاکستان کې د افغانانو د درملنې لپاره ښه بدیله لار پیدا کړي چې هڅو يي مثبتې پایلې لرلي، ښه بېلګه يي د الکوزي نړیوالې کمپنۍ لخوا په کابل کې د درې سوه میلیون ډالرو په لګښت د یوه معیاري روغتون د جوړولو لېوالتیا ده. په پاکستان کې افغانان لوی کاربارونه لري چې اوس افغانستان او یا هم نورو هېوادونو ته د خپلو پانګو د ایستلو لارې چارې ګوري. بله دا چې په دولتی او شخصي روغتیايی مرکزونو کې د پاکستاني درملو پر ځای هندي او د نورو هېوادونو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول کیږي، په داسې حال کې چې افغانستان د پاکستاني درملو لپاره لوی او تود مارکېټ بلل کېده.
له بلې خوا په سیمه کې له چین، هند، ایران او د منځنۍ آسیا له ګڼو هېوادونو سره د سوداګريزو راکړو ورکړو د تړونونو په لاسلیک کېدو پر پاکستان د افغانستان د تکیې قوت را کم کړی. په ایران کې د چابهار بندر پرانیسته او د افغانستان اړتیا وړ توکو د اړتیا د بدیل پیدا کولو لپاره د حکومت هڅو ښې پایلې لرلې او پاکستان په سیمه کې ګوښی شوی او هغه د فشار تکمې هم اوس څه ناڅه له کاره لوېدلې دي پخوا به يي پر افغانستان د خپلو غوښتنو د تپلو لپاره کارولې. پخوا به پاکستان هر کله د ډیورند کرښې پر اوږدو افغان دولت ته ننګونې جوړولې او فعالیتونه به يی کاول خو افغان پوله ساتو ځواکونو په لومړي ځل پاکستاني پوځیانو ته خپلې وړتیاوې ور ښکاره کړې چې ته د پوله ایزو وسله والو نښتو پر مهال يي لوی جنرالان هم ووژل شول او ګڼ سرحدي تاسیسات يي د افغان ځواکونو په ډزو کې ویجاړ او له منځه لاړل او پاکستاني چارواکي اړ شول چې افغان حکومت ته د مصالحې او روغې جوړې وړاندیز وکړي.
په سعودي عربستان کې د پاکستانيانو تروریستي خوځښتونو عربي ټولنه هم اندېښمنه کړې، او پر پاکستانیانو يي شک اوج ته رسیدلی. په دې ورستیو کې په سعودي عربستان کې د پاکستاني ځانمرګو له بریدونو وروسته ګڼ پاکستانیان د تروریستي تحرکاتو په تور زندانونو ته واچول شول. متحده عربي اماراتو په ورستي اقدام کې پاکستان په نا امنو هېوادونو کې شامل کړ او خپلو وګړو ته يي لارښونه کړی چې پاکستان ته د سفر پر مهال له پوره پام څخه کار واخلي. مانا دا چې وضعیت کې ژور بدلون راغلی، پاکستان نور د سیمې په کچه په سياسي برخه کې هم د باور وړ هېواد نه دی.
امریکا چې په نړیواله کچه د پاکستان لوی ملاتړی زبرځواک دی د پاکستان د دوه مخي چلند له وجې نور پر پاکستان هغه پخوانی باور له لاس ورکړ.ښکاره بېلګه يي دا وه چې سږ کال د امريکا مشرانو جرگې کې د بهرنېو اړيکو د جرگگۍ په غوښتنه د اوباما حکومت پاکستان ته د ايف١٦ جنگي الوتکو د پلورلو په لړ کې له مرستې انکار کړى دى.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دولت په دې باور دی چې پاکستان تر اوسه د حقاني ډلې په وړاندې ځانګړی اقدام نه دی کړی او یوازې يي په خبرو بسنه کړې. د امریکا کانګرېس غړو په تازه څرګندونو کې له ترهګرۍ څخه د پاکستان د مستندې اړیکې خبره کړې او په خټه افغاني پاخه امریکايي سیاستوال خلیلزاد د امریکا کانګرې غړو ته د یوې استماعیه غونډې پرمهال ویلي چې پاکستان باید د ترهرګرۍ د یوه ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي او اروپا ته د پاکستان چارواکو پر سفرونو محدودیتونه ولګول شي. دا او نور مستند دلایل چې دا مقاله يي حوصله نلري د دې ښکارندويي کوي چې ټول هېوادونه اوس د افغانستان په حقانیت پوه شوي چې د افغانستان او نړۍ د روانو ناخلو ټول امکانات او ریښه په پاکستان کې دي.
محمد ایاز نوري آزادي ۰۹ / ۰۷ / ۲۰۱۶
د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه یوه ملي تاریخي غلطی
د فیسبوک نړی ته ولاړم او دغه لاندې مضمون مې د یوه افغان وطنوال شاعلي زلمی خان )پشتون( په اړونده پاڼه
کښې ولوست. رشتیا، چې پر ما یې لوی ت ا ثیر وکړ او خواشینی شوم. لکه څنګه چې لیدل کیږي، شه او ارزښناک
چانسونه او شیبې په ژوند کښې تل میسرې نه وي. دلته د لاندې مضمون لیکوال زمونږ د ګران هیواد تاریخي
افغانستان او د هغه وخت د سیمې وضعیت یعنی د ۱۹۴۷ ز کال نه مخکې وخت ته ګوته نیولې، کله چې ټولواک
محمد ظاهرشاه د هیواد د رهبري او ادارې چارې په واک او لاس کښې لرلې. زمونږ بی نوښته پاچا ته د وخت د
زبرځواکونو انګریز او متحده ایالاتو له خواء زما په نظر غوره او نادر وړاندیز شوی وه، چې که پاچا دا وړاندیز
منلی وای، نه یواځی به نن ډېر مضراو دښمن زمونږ په حق کښې د پاکستان په نوم هیواد زمونږ سره په څنګ
کښې زمونږ د حقه خاورې نه، شتون نه درلودای، بلکې نن به افغانستان یو قوي او پر ځان متکي او په نړیواله
سویه به یو منلی او مطرح هیواد وای. ستاسو پام لاندې متن ته را اړوم. ماته دا سوال مخته راځی، چې زمونږ
ټولواک د دې مهم وړاندیز په ارزښت نه پوهیده او یا یی عمداً د افغانستان د مظلوم ملت سره غوښتل جفا او ظلم
وکړي؟ دلته قضاوت د هر افغان خپل او مختار دئ .
د ظاهرشاه یوه ستره تاریخی تیروتنه! «
په ۲۰۰۲ کال کښی کله چی زه په ایتالیا کښی دیپلومات وم
د جنرال سردار ولی سره می ډیری ښی اړیکی پیدا کړی
وی. د کیسو په ترڅ کښی یوه ورځ راته یی وویل چی
وروسته د نړیوالی دوهمی جګړی څخه د انګلستان دولت د
اقتصادی له اړخه دومره ناتوانه شوی وو چی د امریکی
رئیس جمهور ته یی وویل چی مونږ نور هند نشو ساتلی
مګر د امریکا دولت ورته وویل که چیری هند خوشی کړی
د شوروی کمونستی رژیم راځی هند اشغالوی او تودو اوبو
ته ځان رسوی.
امریکا او انګلیس فیصله وکړه چی د افغانستان له پادشاه
سره باید خبری وشی چی مونږ سره د سنتو په تړون کښی
یو ځای شی او مونږ به په بدل کښی د احمد شاه بابا
امپراطوری دوباره ورته احیا کړو. د منځ کس جنرال سردار عبدلولي په روم کښې
خو لنډه دا چی دری ځله د انګلیس استازی او د وخت صدراعظم کابل ته راغی مګر ظاهر شاه ورسره و نه منله او
د افغانستان په بی پلوی یی تینګار وکړ. د اخر ځل لپاره د امریکه رئیس جمهور ایز هاور په خپله افغانستان ته
راغی او د کابل هوای ډګر په فی ای پی کښی له پاچا سره وکتل او پاچاته یی وویل که ته زمونږ دا هیله ونه منی نو
مونږ مجبور یو یو بل هیواد جوړ کړو او دا کار مونږ ته ستونز مند دی. که ته مونږ سره یو ځای شی دا پیسی به
ستا په مرسته ولګو او هم به څلور میلونه مسلمانان هم له هند څخه ستا لویه خاوری ته راولیږو. خو ظاهر شاه بیا
هم و نه منله. جنرال سردار ولی زیاته کړه چی سردار داود خان، زما پلار مارشال شاه ولی خان، داکتر ظاهر او
زیاتو خلکو غوشتل په پادشاه فشار راوړی ترڅو دا وړاندیز ومنی مګر ما او پادشاه دا وړاندیز و نه منل دا وه چی
په ۱۹۴۷ کال کښی پاکستان جوړ شو. د کراچی بندر خو څه کوی له مونږ څخه یی پشتونستان او بلوچستان هم
واخیست. جنرال ویل د امریکا هغه پیسی چی باید زمونږ په ابادی لګیدلی وای زمونږ په بد بختی ولګیدلی او دا
». مسله زمونږ د کورنی د نفاق سبب هم وګرځیدلو او بیطرفه هم پاتی نشولو ځکه مونږ روس ته احتیاج شولو
عزیز امیرج