تاند- د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، حاضردمه له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو په اړه کوم پلان نشته.

د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري نن /پنجشنبه/ وویل، د څلورو هیوادونو د همږغۍ ډله په دې هیله جوړه شوه چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې پیلوي، خو نه دا ډله د کومې غونډې پلان لري او نه طالبان د سولې خبرو ته حاضر شوي دي.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون څلور اړخیزې ډلې په کابل او اسلام اباد کې ۵ غونډې وکړې او طالبانو ته یې بلنه ورکړه چې د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.

طالبانو وویل چې استازي یې د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي.

پاکستان په څلور اړخیزو غونډو کې ژمنه کړې وه چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي او که نه حاضرېدل له خپلې خاورې څخه به یې وباسي خو وروسته یې خپل دریځ بدل کړ، ویې ویل چې ولي د افغانستان لپاره له طالبانو سره خپلې اړیکې خرابې کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان د افغان طالبانو د مشرانو پر ساتنې تورن کړی خو پاکستاني چارواکي دا تور ردوي.

چخانسوري وویل، د افغانستان جګړې د هغو تروریستي ډلو له کبله دوام کړی چې له پاکستانه فعالیت کوي او د ملاتړ اډې یې په دغه هیواد کې دي.

One thought on “ارګ: له طالبانو سره د سولې د خبرو پلان نشته”
  1. که سوله وشي نو بیا خو دالر نشته او اشغالګر به ماتې خوري !! خو دا کار نه اشغالګر غواړي اونه یې ګوډاګيان !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *