تاند- دیپلومات خپرونې په یوه راپور کې وویل چې افغانستان به په راتلونکو لسیزو کې د نړۍ په یوه پرمختللي او خورا مهم هیواد بدل شي.

دیپلومات نشریه د ټاپي او کاسا زر (۱۰۰۰) په شان پروژې د افغانستان د مهم جغرافیايي موقعیت ښکارندوی بولي او وايي چې په لنډ راتلونکي وخت کې به دا هیواد په سیمه کې پر یوه مهمه اقتصادي جغرافیه بدل شي.

د دې نشریې د تحلیل پر اساس افغانستان به د نړۍ د دوو نویو ظهور کوونکو اقتصادي قدرتونو ترمنځ پر یوې حساسې سیمې او میدان بدل او همداراز د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ ارتباطي پُل شي او بې له شکه به دا په سیمه کې یو ستر بدلون راولي.

نشریه په سیمه کې د چین او هند پانګونو ته په اشارې لیکي، د چین او ایران ترمنځ به د اورګاډي پټلۍ پر افغانستان تېرې شي او نه یوازې دا چې افغانستان به چین او ایران سره ونښلوي بلکې د منځنۍ اسیا هیوادونه به هم له ایران او جنوبي اسیا سره وصل کړي.

د افغانستان له لارې د دغو ټولو لارو تېرېدا به د دغه هیواد اهمیت لا زیات کړي او په حقیقت کې به په سیمه کې د ګڼو هیوادونو له یو بل سره د پیوندوونکي رول ترلاسه کړي.

دیپلومات وايي چې په دغو پروژو کې تر ټولو مهمه د سیمې د انرژۍ د یو کولو پروژه ده چې پر اساس یې ټاکل شوې ده د کاسا زر د برېښنا مزي له افغانستانه تېر شي.

بله مهمه پروژه د ټاپي ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته رسوي. همداراز د توتاپ د برېښنا د لېږد پروژه هم له افغانستان سره تړاو لري چې پر اساس یې د ترکمنستان او د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو برېښنا جنوبي اسیا ته لېږدول کېږي.

دیپلومات دا ټولې پروژې د افغانستان د جغرافیايي اهمیت ښکارندویې بولي او وايي چې په نژدې راتلونکي وخت کې به افغانستان په سیمه کې پر یوه مهم اقتصادي قدرت بدل کړي.

دیپلومات د جنوبي اسیا اقتصادي وده چټکه بولي او وايي چې دا سیمه انرژۍ ته زیاته اړتیا لري، د منځنۍ اسیا او د افغانستان تېل او ګاز د جنوبي اسیا د هیوادونو لپاره تر ټولو نژدې سرچینې دي.

په جنوبي اسیا کې د هند اقتصادي وده تر ټولو زیاته او چټکه ده. د وروستیو احصاییو له مخې د هند ناخالص اقتصادي عواید به د ۲۰۱۶ م کال تر پایه ۷ اعشاریه ۵ فیصده وي او اټکل کېږي چې له دې اقتصادي ودې سره د هند د انرژۍ مصرف ۲ اعشاریه ۶ زیات شي.

دیپلومات وايي، سترې سیمه ییزې پروژې تر ټولو افغانستان ته ډېره ګټه لري، له یوې خوا په دغو پروژو کې شامل هیوادونه مکلف دي چې د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې دا پروژې پکې عملي کېږي، په بینادي پروژو او عامه خدماتو د کال ۲ ملیون ډالر ولګوي، له بلې خوا به د افغانستان حکومت په سلګونو ملیون ډالره د ترانزیتي حق په توګه ترلاسه کړي.

یوازې له کاسا زر برېښنا څخه افغانستان ته د کال ۶۰ ملیون ډالره ترانزیتي حق ورکول کېږي.

د کاسا زر پروژې مصرف یو ملیارد او ۱۷۰ ملیون ډالره اټکل شوی خو د افغانستان پیسې نړیوال بانک په غاړه اخیستي دي. دغه راز امریکا، بریتانیا او د اروپا د پانګونې بانک ویلي چې د افغانستان د مصرف برخه دوی په غاړه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *