د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ قومي مشران وايي، د سرحد ساتنه د دوی فرض او ستر مسولیت دی.

د ګومل ولسوالۍ قومي مشرانو د پنجشنبې په ورځ /جولای ۱۴/ د پکتیکا له نوي والي الیاس وحدت سره په کتنه کې وویل«موږ به ژوندي وو يو خارجی به راځي او زموږ خاوره به لاندې کوي؛ دا خبره د امکانه لري او نه منونکي ده.»

د پکتیکا د والي د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، قومي مشرانو وویل«موږ د سرونو په قیمت دې ته حاضر يوو چې د خپلو میړنیو ځواکونو ترڅنګ د خپل سرحد ساتنه وکړو او د اړتيا پرمهال له خپلو زړورو بچیانو سره يو ځای د دښمن په مقابل کې وجنګیږو.»

2دوی زیاته کړه دا خبرې چې د ګومل په سرحدي سیمو کې پاکستاني ځواکونه را وړاندې شوي بې بنسټه دي.

دا په داسي حال کې ده چې ځیني راپورونه او د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځیانو د افغانانو له اختلافاتو او خپلمنځي جګړو څخه په استفادې د پکتیکا انګور اډه نیولې او په وروستیو کې یې د ګومل ولسوالۍ په همدې سیمه کې جوړه کړې دروازه او نور تاسیسات افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل.

هغوی وویل چې د ګومل ولسوالۍ ولسونو د تاریخ په اوږدو کې له امتیازه پرته د سرحد ساتنه کړې او اوس هم دې ته ژمن دي چې په میړانه يې وساتي.

د پکتیکا د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د ګومل ولسوالۍ د غیرتي مشرانو او هلته له ميشتو قومونو مننه وکړه چې د خپل اسلامي دولت ترڅنګ ولاړ او د اړتیا پرمهال يې لاس نیوی کوي.

هغه زیاته کړه، د پکتیکا ولايتي اداره غواړي د قومي مشرانو په ګډون يو ګډ پلاوی وټاکي او هغه سیمې چې ځیني کسان وايي، پاکستاني ځواکونو لاندې کړي دي، له نژدې وویني.

ښاغلي وحدت وویل، د پکتیکا د غیرتي قومونو په شتون کې به هیڅوک د دې جرات ونه کړي چې د دغه ولایت په کومه سیمه کې بل څوک مداخله وکړي او يا راوړاندې شي.

2په ګوګل نقشه کې، چې د انګلیسي ژبې د پوهېدو په خاطر د پاکستانیانو تر اغېز لاندې انځور شوې ده، نه یوازې انګور اډه بلکې د پکتیکا لور ته ډېره نوره سیمه د پاکستان خاوره ښودل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *