تاند- افغانستان د اسیا د ځوانانو په دوهمه اتلولۍ کې د ګډون لپاره اتلس لوبغاړي چین ته واستول.
د اسیا د ځوانانو سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو وار وي. سږنۍ لوبې د چین په نانجین ښار کې کېږي.
د اسیايي ځوانانو لومړنۍ لوبې په ۲۰۰۹ میلادي کال په سینګاپور کې په ۱۱ څانګو کې د دې لویې وچې د ۱۳۲۱ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې وې.
افغانستان به د جودو، لامبو او وزن پورته کېدا په شمول په اتو(۸) سپورتي څانګو کې په دې سیالیو کې ګډون وکړي.