لیکوال براین ټریسي.
ژباړه: محمد اکبر حقمل
تاسو یواځې هغه وخت د خوښۍ مزه کتلای شئ، چې قدم پر قدم د هغه څه لپاره مخ پروړاندې ولاړ شئ کوم ته، چې ډېر ارزښت ورکوي.  «ویکتور فرانکل» ویلي، چې د بشر تر ټولو غوره او اړینه کړنه یواځې اراده او د احساس ارزښت دی. ستاسو موخې تاسو ته ارزښت درکوي او له تاسو څخه یو غوره پرېکړه کوونکی جوړوي. موخې تاسو ته د لارې پیدا کولو وړتیاوې درکوي. کله، چې د خپلې موخې پر لور ګامونه اخلئ نو دا احساس کوئ، چې د مخکې وخت په پرتله پیاوړي او خوشحاله شوي یاست. انسان د موخې پر لور تګ کولو سره د پیاوړتیا، اعتماد او ښه احساس کولو په پوره ډول برخمن کېږي.  تاسو د خپلې موخې پر لور د هر قدم په اچتولو سره مخې له مخې دا ډاډ ترلاسه کوئ، چې په راتلونکې کې به خپلو لوړو موخو ته په اسانۍ ورسېږئ. په اوسني وخت ټول خلک دا اندېښنه لري، چې څه ډول د وحشت له کړیو ځان وژغوري او خپله راتلونکې جوړه کړي. د موخې تر ټولو غوره بدلون دا دی، چې تاسو د خپل ژوند د بدلونونو لړۍ تر خپلې ولکې راندې راولئ. موخې تاسو ته دا مقام درکوي تر څو تاسو مطمئن شئ او وکولای شئ، چې د ژوند ټول بدلونونه په خپل لاس کې واخلئ او تر خپلې ولکې مو لاندې وي. موخې تاسو ته ددې موقع په لاس درکوي، چې د خپلې غوښتنې په هر وخت کې تر خپل لاس لاندې ولرئ. د ارسطو تر ټولو غوره وینا دا وه، چې ویل به یې انسان یو موخه لرونکی او جوړوونکی ژوندی موجود دی او د هرې کړنې سرته رسوونکی کس به یې هدفمند یا موخه درلودونکی باله. ده به ویل، چې تاسو به هغه وخت خوښ او خوشحاله یاست کله، چې تاسو د داسې یوه کار په ترسره کولو بوخت وئ کوم، چې تاسو خپلو هیلو او ارمانونو ته رسوي. او تاسو به د دا ډول پوښتنو پروړاندې ځواب ویونکي یاست لکه: ستاسو موخې کومې دي؟ کومه څرګنده موخه مو غوره کړې ده؟ آیا له دې نه خوښ یاست څه ډول، چې خپله ورځ پای ته رسوئ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *