تاند- د افغانستان په جګړه کې د امریکايي پوځیانو د اختیاراتو له ډېرېدو وروسته امریکايی پوځیان غواړي چې دغه هیواد ته شینوک هیلي کوپترونه، د ملي ګارد پېلوټان او عمله ولېږي.

د امریکا د پوځ د ویبپاڼې له راپور سره سم، د پوځ په لسګونو پېلوټان او عمله به د نیویارک له راچستر څخه د راتلونکي ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې افغانستان ته ولېږل شي.

د امریکا د ملي ګارد پېلوټان اوس د پوځ د پلي ځواک له ۲۷ قطعې سره په تعلیمي مرکز کې روزل کېږي.

د نیویارک د راچستر هوايي قطعه له شینوک سي ایچ (47 (CH-47)) ماډله کار اخلي چې د افغانستان د غرنیو سیمو لپاره مناسبې دي.

دا څرخکې له ۳۳ تر ۵۵ ټنه جنګي وسایل له ځان سره په تړلي حالت کې وړلی شي.

هغه پوځیان چې د دغه ماموریت لپاره روزل کېږي، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۸ پوري افغانستان ته لېږل شوي ول او په ۲۰۰۷ م کال یې په افغانستان کې زیات هوايي بریدونه کړي دي.

دوی د اکمالاتو لپاره له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۳ پوري بیا افغانستان ته واستول شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *