دغه پيښه تیره شپه شاوخوا نهه بجې د پکتیکاولایت مرکز ښرنې د کوټوالو په سیمه کې رامنځته شوي، چې له امله يې دوه تنه ماین خښوونکی وژل شوي. يادو دوه تنو ماین خښوونکو غوښتل چې د مرکز ښرنې او خیرکوټ ولسوالۍ ترمنځ په غزیدلې لار ماینونه ځای پر ځای کړي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي خو خپله د خپل ماین ښکار شول. د وژل شویو ماین خښوونکو هویت تراوسه ندی په ډاګه شوی او جسدونه يې مرکز ښرنې ته رانتقال شوي دي. په چاودنه کې بغیر له ماين خښوونکو نور چاته کوم مالي او ځاني زيان ندی اوښتی.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *