د نګرهار والي وایي د وارسا کنفرانس کې د افغانستان غوښتنو ته په بې سارې
ډول ځوابونه وویل شول .
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د چنګاښ په ۲۶مه د خبري کنفرانس په ترڅ کې
وویل: د افغانستان لپاره د وارسا کنفرانس یو لوی مهمو او بریالیو
کنفرانسونو څخه و،چې د ملي یوالې حکومت مشرانو په کې ګډون کړی وو.
هغه زیاته کړه، په تېرو نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان غوښتنې ښې نه
وې ځواب شوې خو د وارسا کنفرانس کې د جمهور رئیس غوښتنو ته په بې سارې
ډول ځوابونه وویل شول .
ښاغلي کندوزی وایي د دغه کنفرانس په ترڅ کې امریکا او متحدینو یې د
افغانستان سره د پنځلس اعشاریه درې میلیارده امریکایي ډالرو د مرستې ژمنه
وکړه .
ننګرهار والي وایي د راتلوونکو درې کلونو لپاره به هر کال افغانستان ته
پنځه اعشاریه یو میلیارد امریکایي ډالر ورکړل شي .
نوموړي وویل، د دغه کنفرانس په ترڅ د امنیتی قواو تجهیز، ظرفیت لوړونې ،
نظامي اکاډمیو سره د مسلکي منسوبینو د روزنې په موخه کومکونه او نور هغه
څه و،چې له ځآنګړو لاسته راوړنو څخه یې ګڼل کیږي .
ښاغلي کندوزي په امنیتي برخه کې د وارسا کنفرانس مهم وباله او همدا راز
یې راتلوونکی بروکسل کنفرانس د پروژو او پرمختیایي برخو کې د افغانستان
لپاره یو له مهمو کنفرانسونو څخه یاد کړ.
ننګرهار والي وایي د وسله والو د ځپلو په موخه د ولسمشر سپارښتنو د دغه
ولایت د ولسونو او منسوبینو هیلې ډېرې کړي .
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې امنيتي ځواکونو
ته امر وکړ؛ څو په راتلوونکو اوونيو کې داعش وسله والو پر ضد پوځي عمليات
جدي او د دوی جرړې وباسي .
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د چنګاښ په ۲۶مه، په خبري کنفرانس کې وويل،
له ولسمشر سره يې په کتنه کې ورته د ننګرهار د لا ښه امنيت په تړاو
سپارښتنې کړي .
نوموړي زیاته کړه : ((د داعش د ځپلو لپاره د ولسمشر وروستي امر په سيمه
ييزه اداره او ځايي اوسېدونکي کې هيله مندي ډېره کړي چې حکومت د وسله
والو پر ضد جدي اقدامات په پام کې لري.والي وويل، ولسمشر ته د سيمه ييزې
حکومتوالۍ په برخه کې سپارښتنې کړي او عملي به يې کړي.))
هغه زیاته کړه، جمهور رئیس تېره ورځ امر وکړ،چې د شفق عملیاتو مشري به له
۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه ترسره کیږي،چې په ترڅ کې به وکولای شو،په ټول
ځواک سره په ننګرهار ولایت کې داعش او وسله وال طالبان وځپل شي .
والي پر ټولو ولسونو غږ وکړ، چې د خپل وسله وال پوځ ملاتړ وکړي ترڅو په
سیمه کې امنیت تامین او پرمختیایي چارو ته زمینه برابره شي .

۲۶/۴/۱۳۹۵
د حکومتدارۍ پیاوړتیا او امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه د نهه ولسوالیو
لپاره نوي ولسوالان پر دندو وګمارل شول .
ننګرهار والی سلیم خان کندوزي د چنګاښ په ۲۶مه د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ
کې وویل: چې د ولسونو او حکومت ترمنځ د واټن د کمیدو، حکومتدارۍ پیاوړتیا
او امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه یې د دغه ولایت په نهه ولسوالیو کې
ولسوالان تغیر او تبدیل کړل .
نوموړي زیاته کړه، د دغه ولایت پنځه نورو ولسوالیو کې به نوي ولسوالان پر
دندو وګماري .
ننګرهار والي د دغه کنفرانس وروسته هغه ولسوالان سره ناسته ترسره کړه،چې
نورو ولسوالیو ته تغیر او تبدیل شوي وو.
ښاغلي کندوزي ولسوالانو ته لارښوونه وکړه،چې پر نوو ګمارل شوو ولسوالیو
کې د ولسونو اعتماد خپل کړي، د قانون حاکمیت،امنیتي وضعیت د ښه والې،
ولسونو او منسوبینو سره د ښو اړېکو په برابرولو کې هلي ځلي وکړي .
د ننګرهار والي د نوي پرېکړې له مخې حاجي سازولي د هسکې مینې، عبدالوهاب
د غني خیلو،اسرارالله قاري زاده د کامې ، محمد صدیق دولت زی د بهسودو،
معلم معشوق د اچین ، عیسی خان ځواک د شیرزادو، حضرت خان خاکسار د روداتو،
نعمت الله نورزی د چپرهار او حاجي غالب مجاهد د بټي کوټ ولسوالانو په
توګه وګمارل شول .
په کوټ ولسوالۍ کې د شپږو ځوانانو بورې مور سره نغدي او د بېلابېلو توکو
مرسته وشوه .
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د هغې بورې
مور سره د نغدي او بېلابېلو توکو مرسته وکړه،چې د روژې په مبارکه میاشت
کې شپږ ځوانان زامن د داعشیانو له لورې په شهادت رسول شوي و.
ننګرهار والي وویل: د نیکمرغه کوچني اختر پر لومړۍ ورځ یې په کوټ ولسوالۍ
کې یادې غېرتې او قهرمانۍ مور سره د اختر مراسمو ترسره کولو ترڅنګ ژمنه
کړې وه،چې له خپلو امکاناتو څخه به ورسره پوره مرسته وکړي .
نوموړي زیاته کړه، د یادې مرستې سربېره به ورسره ډیر ژر د مرکزي ادارې له
لورې نږدې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وشي، چې هر شهید اولادونو ته به
سل،سل او ټپیانو ته به پنځوس،پنځوس زره افغانۍ ورکړل شي .
په ترسره شوې مرسته کې د نغدي پیسو ترڅنګ خېمې، اوړه، غوړي، چای، لباسونه
او د کور نور توکې شامل و.
د ځوانانو اولادونو بورې مور په پوره غرور سره ډاډ ورکړ،چې په شهیدو
اولادونو فخر کوي او پاتې دوه اولادونه به هم د خپلې خاورې څخه د ساتنې
په لار کې قرباني کړي .
هغې ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د مور په مینه یې ورته نظر کړی او هر
مهال یې ورسره مرستې جاري ساتلي دي .
د کوټ قومي مشر حاجي حيات خان هم ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د کوټ
ولسوالۍ د ولسونو سره يې په غم کې ځان شريک ګڼلی، زيانمنو او بې ځايه شوو
کورنيو سره يې د بېلابېلو توکو مرستې کړي .

۲۶/۴/۱۳۹۵
د چپرهار قومي مشران وایي امنیتي منسوبینو سره تر شک لاندې کسانو په
سپارلو کې همکاري کو.
ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ قومي مشرانو د چنګاښ په ۲۶مه د دغه ولایت
والي سلیم خان کندوزي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال
ژمنه وکړه،چې امنیتي منسوبینو ته به تر شک لاندې کسانو په سپارلو کې
همکاري وکړي .
د چپرهار قومي مشر فیض الله عمر وویل: د یادې ولسوالۍ ولسونه د خپل حکومت
د ټولو قوانینو بشپړ ملاتړ کوي او ډاډ یې څرګند کړ،د امنیت د خوندیتوب په
موخه به هغه کسان چې شکمن ووسیږي، امنیتي ځواکونو ته په سپارلو کې همکاري
وکړو .
دغه مشرانو ننګرهار والي څخه په یاده ولسوالۍ کې د یو شمېر پرمختیايي او
پوهنیزو اساسي پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه .
ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل: د ولسونو په یوالې سره به په
ولسوالیو کې د پرمختیایي پروژو د پلي کیدو په موخه زمینه برابره شي او
همدا راز یې ډاډ ورکړ،چې اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړي،ترڅو په چپرهار
ولسوالۍ کې په بېلابېلو برخو کې د امکاناتو په شته والې سره پروژې پیل
کړي .
نوموړي زیاته کړه، امنیتي منسوبینو ته یې لارښوونه کړې،چې بې ګناه وګړي د
پلټنو پر مهال تکلیف نکړي او د یادو مشرانو څخه یې مننه وکړه،چې د شکمن
کسانو په سپارلو کې له امنیتي منسوبینو سره د مرستې ډاډ ورکړ.
———
په عمومي سړکونو، واټونو او جادو کې د پېر او پلور د مخنیوي کمپاین ترسره شو
۲۶/۴/۱۳۹۵
د جلال اباد ښاروالۍ د څار او ارزونې سرپرست امر حضرت علي اغا د سړکونو
او جادو څخه د موانعو د لرې کولو کمپاين پرمهال وويل: ټولې هغه موانع به
لرې کړي کومې، چې د هټيوالو له لوري په عموي سړکونو او جادو کې د پېر او
پلور په موخه اېښودل شوي دي
نوموړی وايي، داځل يې د ښار مخابراتو څلور لاري ،ملنګ جان واټ او سولې
پارک ساحې له کراچېو، ګرځنده پلورونکو او نورو موانعو نه پاکې کړينوموړی
زياتوي ،د کمپاين پر مهال يې ېوشمېر هغه هټيوال چې له قانون څخه يې
سرغړونه کړې وه نغدي جريمه او ځينې نورې يې وتړلې
حضرت علي اغا د ښاري نظم ټينګښت او پاکوالي په برخه کې د ښاريانو همکاري
مهمه ياده کړه

——————————
د ننګرهار سرې میاشتې ریاست په هلوځلو او د یو ملي سوداګر په مالي همکارۍ
د جلال اباد ښار یوسلو دیرش بې وزله کورنیو سره د یو اندازه خوراکي توکو
مرسته ترسره شوه
۲۶/۴/۱۳۹۵
د ننګرهار سرې میاشتې رئیس ننګیالي یوسفزي د یادې مرستې د ویش پرمهال
وویل : دغه مرسته په لندن کې میشت افغان سوداګر حاجي افضل دولتزي له لوري
د سرې میاشتې په چوکاټ کې ترسره شوه ، چې له مخې یې هرې بې وزله کورنۍ ته
پنځوس کیلو وړه ، پنځه ویشت کیلو وریجې او پنځه لیتره غوړي ورکړل شول

—————————————————-

مل پاسوال عبدالجمیل تتمدري د ننګرهار امنیه قومانندانۍ د امنیت امر په
توګه وټاکل شو
۲۶/۴/۱۳۹۵
نوموړی چې د کورنیو چارو وزارت مقام له لورې د ننګرهار د امنیت امر په
توګه ټاکل شوی و، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې منسوبینو ته تر پېژندلو
وروسته یې په رسمي ډول دنده پيل کړه
د امنیه قوماندانۍ د امنیت نوي امر برید جنرال عبدالجمېل تتمدري ډاډ
څرګند کړ،چې خپله دنده به په پوره ایماندارۍ سره ترسره کړي
—————————————-

ننګرهار والي د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند د مرحومې مور فاتحې مراسم ترسره کړل
۲۵/۴/۱۳۵
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي چې د دغه ولایت د یو شمېر ادارو مسؤلینو او
مخورو یې ملتیا کوله، د چنګاښ په ۲۵مه ماښام ناوخته د ولسي جرګې غړي
فریدون خان مومند د مرحومې مور فاتحې مراسم نوموړي ته د هغه په کور کې
ترسره کړل
ښاغلي کندوزي د مرحومې په مړینه خواشیني څرګنده کړه او د الله ج له
درباره یې ورته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې جمیل صبر غوښتنه وکړه
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي فریدون خان مومند د ننګرهار
والي، مسؤلینو او مخورو څخه مننه وکړه،چې د نوموړي له کورنۍ سره یې په
دغه ستر غم کې ځان شریک او ورته د ډاډګیرنې په موخه کورته ورغلل
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي فریدون خان مومند مور بې بې
تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې،چې
جنازه یې پخپل لرنۍ هدیره مومندرې کې خاورو ته وسپارل شوه
——————————
ننګرهار والی ولسمشر ته د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل
۲۵/۴/۱۳۹۵
جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د چنګاښ په ۲۵مه یې ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د
ختیځو ولایتونو مسؤلینو او امنیتي منسوبینو سره ناستې درلودې،د نورو
مسؤلینو سربېره ننګرهار والي هم د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه
معلومات ورکړل
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په دغه ولایت کې د امنیتی منسوبینو وروستۍ
لاسته راوړنې او د امنیتي منسوبینو سره د ولسونو د همکارۍ په موخه جمهور
رئیس محمد اشرف غني ته معلومات ورکړل
نوموړي همدا راز د مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو د امنیتي وضعیت د لا
ښه والې په موخه خپل او د ولسونو وړاندیزونه له جمهور رئیس سره د اجرائتو
په موخه شریک کړل
جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلو خبرو پر مهال د امنیتي ځواکونو ترمنځ د
ښې همغږۍ له امله ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ،چې په ننګرهار ولایت کې
به ټول امنیتي ځواکونه لا هم تجهیز او اکمال شي
هغه همدا راز د داعشیانو او وسله والو د مخالفینو د ځپلو په موخه امنیتي
منسوبینو ته د ټول ځواک د کارولو امر وکړ
جمهور رئیس ډاډ څرګند کړ،چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والې په
موخه به د ولایت مقام نور وړاندیزونه هم حل کړي
————————-

ولسمشر د کوټ ولسوالۍ شهیدانو کورنیو ته د فاتحې مراسم ترسره کړل
۲۵/۴/۱۳۹۵
جمهور رئیس محمد اشرف غني په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د ننګرهار ولایت کوټ
ولسوالۍ شهیدانو کورنیو ته د فاتحې مراسم ترسره کړل او ډاډ یې ورکړ،چې
زیانمنو کورنیو سره به ژر تر ژره په بېلابېلو برخو کې نورې اساسي مرستې
ترسره ش
د دغه مراسمو په ترڅ کې چې د نورو مسؤلینو ترڅنګ د ننګرهار والي سلیم خان
کندوزي هم شتون درلود، د شهیدانو د کورنیو په استازۍ قومي مشر حاجي حیات
خان کوټ ولسونو ته د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه او
همدا راز یې په یاده ولسوالۍ کې داعشیانو د ظلمونو په اړه معلومات شریک
کړل
نوموړي د ننګرهار والي او امنیتي منسوبینو څخه مننه وکړه،چې کوټ ولسوالۍ
ولسونو سره یې د اختر نمانځنې له امله د دوی غمونه کم او خوښۍ ورکړې
هغه هیله څرګنده کړه،چې په کوټ ولسوالۍ کې د داعشیانو پر وړاندې ګټل شوې
جګړه بریالی وساتل شي او همدا راز یې په یاده ولسوالۍ کې د زیانمنو
کورنیو سره د لا زیاتو او اساسي مرستو غوښتنه وکړه
جمهور رئیس محمد اشرف غني د کوټ ولسوالۍ د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت
مراتبو د وړاندې کولو سربېره د یادې ولسوالۍ د ولسونو د مېړانې قدرداني
وکړه
نوموړي ډاډ ورکړ،چې د دوو اونیو په ترڅ کې به په کوټ ولسوالۍ کې داعش
وځپي او مسؤلینو ته امر وکړ،چې د یادې ولسوالۍ ټولو قربانیانو او زیانمنو
کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې پوره او اساسي مرستې ترسره کړي
———————————-
ولسمشر ۲۰۱ سېلاب قول اردو ته امر وکړ، څو په يوه اوونۍ کې د داعش پر ضد
قوي ځواک وکاروي او جرړې يې له منځه يوسي
ولسمشر محمد اشرف غني د ختیځ زون په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې منسوبينو ته د
وينا پر مهال وويل، وسله وال د جګړې له لارې نه شي بريالي کېدلی؛ بلکې د
سولې له لارې دې پر مخ ولاړ شي
ولسمشر نن د چنګاښ په ۲۵مه، د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيرانو په ګډون
له امنيتي پلاوي سره په سېلاب قول اردو کې د ختيځ زون له جګپورو چارواکو
سره د امنيت په تړاو لېدنې کتنې وکړې
محمداشرف غني له ځانګړو ناستو وروسته د نظاميانو په يوې لوی غونډې کې چې
د ننګرهار،کونړ،لغمان او نورستان واليان هم پکې وو،له افغان سرتېرو مننه
وکړه،چې په وينايې سرښندونو يې رنګ راوړ
جمهور رئیس غني د سېلاب قول اردو منسبيونو ته په اشارې وويل: ((جنک،
داخلی نه دی، سيمه ييز او نړيوال دی، داعش څه شراکت راسره لري، پوله يې
راسره شريکه ده ؟ ، نيکه يې راسره شريک دی ؟ ، زه درته اعلان کوم چې تاسو
د سېلاب قول اردو به د داعش بيخ او جرړې ختموئ. ))
ولسمشر وايي ، داعش دې په دې پوه شي، چې ختمېږي او همدا شان نورې ترهګرې
ډلې به هم زموږ د میړنیو سرتېرو لخوا لمنځه وړل کیږي
ولسمشر يادونه وکړه، چې تر دې وروسته به د شفق پوځي عملياتو مرکزيت په
ختيځ زون کې وي او له همدغه زون څخه به تنظمیږي
ولسمشر زياته کړه: (( د افغانستان دښمنانو ته د نړۍ پيغام واضح دی ، چې
دوی د جنګ له لارې نه شي بريالي کېدای، يوازينۍ لاره ورته د سولې لاره
ده، هغوی چې افغان الاصله دي، يا دويم او درېيم هېواد دی، دا دې ورته
واضحه وي، چې افغانانو ته ماتې نه شي ورکولای ، دا هېواد د ماتې هېواد نه
دی . ))
غني وويل: ((د سولې په اړه کومې هڅې وې، چې ما ونه کړې ؟ ، د جګړې توان
به پر هماغه چا وي، چې جنګړه تمولوي. ))
ولسمشر د بيا ځل لپاره يادونه وکړه، چې نړۍ له افغانستانه دومداره ملاتړ
اعلان کړی او د افغان سرتېرو شمېره به له شته شمېر څخه راکم نه شي
د ده په ټکو،نه يوازې افغان پلي ځواکونه؛ بلګې افغان هوايي ځواک به د ده
په وينا د نړيوالو همکارانو له لوري تمويل او تجهيز کېږي
دهېواد ولسمشر او دمسلحو قواو اعلی سر قوماندان وويل:د وسله وال پوځ شمېر
به بشپړ وساتل شي او د ناټو په مرسته به تر دريو نورو کلونو پورې په هره
برخه کې تجهیز شي
غني د هغو شهيدو سرتېرو د سرښندنو په ياد دهغوی نومونه يو وار بيا تازه
کړل،چې په وروستيو کې د ډيورنډ پرکښه شهيدان شوي دي
ولسمشر دفاع وزير ته د دوه سوه يو سيلاب قل اردو د مشر او ځنيو نورو
منسوبينو دتقدير د لارښوونې ترڅنګ د کورنيو چارو وزارت اړوند ننګرهار
امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد او د ختیځ زون سرحدي پولیسو
درستیزوال ایوب حسین خیل د کړنو ستاینه وکړه
——————————————-
نهه وسله وال مخالفین ووژل شول
۲۶/۴/۱۳۹۵
د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو
پر مهال د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې ۹ وسله وال مخالفین ووژل شول
او د دوی ګڼ شمېر مهمات تخریب شول
د خوږیاڼو ولسوالۍ په سنګاڼۍ سیمه کې د امنیتي منسوبینو او وسله والو
مخالفینو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۳ وسله وال طالبان ووژل شول او همدا راز
د دوی یو میل دهشکه هم تخریب شوی دی
همدا راز د اچین ولسوالۍ په باندړ سیمه کې د هوایي برید له امله شپږ
داعشیان وژل شوي دي
په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی

——————————
د ولسوالانو تبدیلی
حاجي سازولي د هسکې مینې، عبدالوهاب د غني خیلو،اسرارالله قاري زاده د
کامې ، محمد صدیق دولت زی د بهسودو، معلم معشوق د اچین ، عیسی خان ځواک د
شیرزادو، حضرت خان خاکسار د روداتو، نعمت الله نورزی د چپرهار او حاجي
غالب مجاهد د بټي کوټ ولسوالانو په توګه وګمارل شول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *