د ناټو د وروستي پریکړي پر اساس د ناټو په نظامي بودیجې او د ځواکونو تعداد کې د زیاتوالي راوستل، د نړۍ ځینې مشهورې څیرې غبرګون ښودلو ته اړ کړل.
له دې جملي څخه میخایئل ګورباچوف د روسي اتحاد وروستۍ رهبر دغه پریکړې ته په دې نظر ګوري، چې دا به سوړ جنګ په یو حقیقي جګړې تبدیل کړي.
د ناټو د مشرانو په غونډه کې د دې سازمان رهبران د نظامي بودیجې د زیاتوالي پریکړه وکړه او همدارنګه پدې خبرې هم فیصله وشوه چې په ختیځ اروپا کې د ناټو په میشت ځواکونو کې دې هم زیاتوالی راشي.
تر دې وروسته د شوروي اتحاد وروستی رهبر وویل، د ناټو د دې کار موخه چې پخپل نظامي بودیجې او ځواکونو تعداد کې یې زیاتوالی راووست، د روسي هیواد سره د جنګ اعلان دی، نه دفاع .
ګورباچوف زیاته کړه، که چیرې په نړیوالو اړیکو کې روان بحران شدت پیداکړي او د جګړې سبب وګرځي نو دا به د نړۍ وروستۍ او اخرنۍ جګړه وي.
ځینې نور بیا په دې اند دي چې د ناټو او روسيی تر منځ جګړه په حقیقت کې د روسيي او امریکي تر منځ جګړه ده.
خو پوښتنه دا ده، که چیرې په رښتیا سره ناټو په روسيي حمله وکړي او یا هم په تصادفي شکل د روسيي او ناټو تر منځ جګړه را منځ ته شي، نو دا به څه ډول یوه جګړه وي؟ او د دواړو خواوو څخه به ګټونکی څوک وي؟ دې ټولو سوالونو ته د ځواب ورکولو لپاره باید لاندې ټکي په پام کې ونیسو:
- د روسيي ځواکونه شپه او ورځ د تیارسي په حال کې دي او د ناټو ځواکونه د ځانګړو حالاتو لپاره ځانګړې تدابیر نیسي.
- د جګړې د پایلو لپاره یو عامل د هستوي اسلحو استمعال دی، چې روسیه تر امریکې وروسته دوهم مقام لري، چې په شکل د اشکالو د ناټو د نورو غړو څخه لدې پلوه ډیر پیاوړی دی، چې کولای شي د هر ضرورت په وخت کې ترې استفاده وکړي.
- روسیه د خپل پوځ لپاره د کال 682,5 ملیارده ډالرو د بودیجې په ټاکلو سره تر امریکې وروسته دوهم مقام لري، سره د دي چې د ناټو د بودیجې په مقابل کې دغه رقم چندان زیات نه دی خو بیا هم روسیه کافي توان لري تر څو د ناټو پر وړاندې په ښه شکل جګړه وکړي.
- روسیي دا ښودلي چې په منطقه ای جګړو کې د ښه ستراتیژې او جنګي طرحو څخه برخورداره دی ، د بیلګې په توګه روسیه د سوریي او اوکراین په مسئلو کې توانیدلی په بریالیتوب سره عمل وکړي او تر ډیره کچه کامیابه استراتیژې پلۍ کړي.
- په 2013 م کال کې د روسيي ځواکونو تعداد 845 زره تنه وو، چې په همدې کال په ناټو کې د انګلیسي ځواکونو شمیر 170 زره، فرانسه 220 زره او المان 184 زره تنه وه.سره د دې چې د ناټو د ټول ځواکونو تعداد د روسيي نه زیات دي خو بیا هم روسيي هیواد تل د ناټو حملې ته د تیارسي په حال کې دی.
- د نظامي تجهیزاتو له پلوه روسیه هم د ناټو پر وړاندې په کافي اندازې سره وسلې او تجهیزات په اختیار کې لري.
په هر صورت د ناټو او روسيي تر منځ جګړه به یوه ساده جګړه نه وي بلکې دا به یوه نړیواله جګړه وي چې په آسانۍ سره چین،کاناډا، استرالیا او نور هیوادونه کوم چې د ناټو غړي هیوادونه نه دي د جګړې میدان ته داخل کړي.
دا چې دا جګړه به ګټونکی ولري یا خیر، خو دغه جګړه به هر اړخیزه جګړه وي ځکه چې د روسیي هیواد یو نه تسلیمیدونکي هیواد دي او د ناټو غړي هیوادونه هم هڅه کوي تر څو روسیه له ماتۍ سره مخ کړي.
د ځینو شننونکو په نظر که چیرې د ناټو او روسيي ترمنځ حقیقي جګړه رامنځ ته شي نو دا به د نړۍ وروستۍ او اخرنۍ جګړه وي.