د پاکستان پولیسو د وژل شوې ماډلې قندیل بلوچ ورور د دې د قتل په تور ونیوه.
وسیم عظیم پرون (شنبه) د پنجاب ایالت په ډېره غازي خان ښار کې ونیول شو.
ډېره غازي خان له ملتان څخه، چې قندیل بلوچ پکې مړه وموندل شوه، ۱۰۰ کیلومتره لېري دی.
عظیم پرون ناوخته رسنیو ته وښودل شو او ویې ویل چې خپله خور یې د کورنۍ د عزت لپاره وژلې او په دې کار پښېمانه نه دی.
د قندیل بلوچ قتل، چې په وروستیو کې یې له یوه مذهبي مشر سره د ملاقات ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې وه، په پاکستان کې د خلکو غوسه پارولې ده.
په لاهور او کراچۍ ښارونو کې د قندیل بلوچ لپاره په جوړو شویو مراسمو کې د دې پر وژل کېدو اعتراض وشو او د ناموس په نوم له قتلونو سره د مبارزې لپاره د سختو قوانینو د وضع کېدو غوښتنه وشوه.
پولیس وايي چې ۲۶ کلنه بلوچ، چې اصلي نوم یې فیروزه عظیم و، په داسي حال کې چې ویده وه، زیندۍ شوې ده.