د ګسټالټ ارواپوهنې پر بنسټ د انسان حسي ادراک له هر څيز سره روږدى کېږي او بيا د سړي اختيار ته نه ګوري، په خپل سر کار کوي. په دې کې ادب هم راځي، لوستونکى له يو رنګه ادب سره په اسانه عادت کېږي.
ادب لوستونکى له ځان سره عادت کوي. لوستونکى چې عادت شي، بيا له ادب نه همغسې توقع لري، ګنې خوند نه ورکوي.
کله چې نوى ادب رامنځته شي، دا لوستونکى بيا د ځان او ادب ترمنځ فاصله احساسوي، دا فاصله تخيلي، عاطفي او فکري هر ډول کېداى شي. د رحمان بابا د ديوان لوستونکي ته معاصره شاعري خوند نه ورکوي، ځکه د دوى عواطف د رحمان بابا له شاعرۍ سره عادت شوي دي.
د سعود په يوه نظم کې مې لوستل، چې د يوه سړي ټول وجود خپرو وور په کوټه کې پروت دى. دى چې سهار راپاڅي، له مېز نه سترګې راواخلي، پښې يې د کوټې په هغه بل ګوټ کې پرتې وي، هغه په پښو کړي، لاسونه له کټ نه راواخلي.دا نظم ما ته اوس دقيق ياد نه دى؛ خو تاثر او پېغام يې همدا دى.
د پخوانۍ شاعرۍ لوستونکى به اول دې نظم ته يو ساعت خاندي، ځکه په مانا يې نه پوهېږي، چې شديدې ستړيا او بېوزلۍ ته پکې اشاره ده، بيا چې پرې پوه شي، خوند نه ورکوي، ځکه دا موضوع هغه ته عاطفي ارزښت نه لري. د ده په اند ستړيا يوه عامه چاره ده او شاعري د لوړو احساساتو نمايندګي کوي. له لوړو نه يې موخه ځانګړي احساسات دي. مجنون لېونى مين و او په دې ځانګړى و. که په شاعرۍ کې لوړ عشقي احساسات نه وي بيان، دې ډول لوستونکي ته خوند نه ورکوي.
خو اوسنۍ شاعري پراخه ده، يو عام رواني کيفيت هم رانغښتلى شي، چې ښايي هېڅ عشقي اړخ ونه لري؛ نو که لوستونکى ورته چمتو نه وي، خوند نه ورکوي، ځکه د محبوب د جفا ذکر او د مينې درد پکې نشته.
رومانيت د پخوانۍ د پخوانۍ شاعرۍ مهمه ځانګړنه وه، چې خلک يې اغېزمنول. د يار د بېلتون او وصل موتيف په شاعرۍ کې د يوه کل په توګه دومره تکرار شوى، چې لوستونکى اوس له شاعرۍ نه همدا تصور او توقع لري. په شاعرۍ کې د رومانيت پر علتونو، اهميت، عيب، له شاعرۍ سره پر تړاو او تاريخ باندې خبرې د ښې څېړنې تږې ده.
پر دې سربېره له نوې شاعرۍ سره د لوستونکي د نااشناتوب نور علتونه هم دي؛ خو که د پرمختللې نړۍ لوستونکى خپل ځان ته متوجه نه شي او له ادب سره پل وانخلي، له ادبه به ورته استفاده سخته شي.
ژبپوهان وايي، چې هر لفظ چې موږ له خولې راوباسو، عاطفي اړيکه لري او د معلوماتو له انتقال سره سره زموږ د احساساتو استازي کوي. هنر، په تېره شاعري- چې د عواطفو انتقال او د احساساتو خړوبولو مهمه چاره ورپرغاړه ده- د ژبې عادي عاطفي حالت کې شدت پيدا کوي.
پر دې بنسټ، شاعري بالعموم د عواطفو څښتنه وي؛ خو که لوستونکى تيار نه وي، شعري متن ورته له عاطفي پلوه خنثى ښکاري؛ نو د عاطفې شتون په لوستونکي کې هم اړين دى. په زړه شاعرۍروږدى لوستونکى له نويو پيښو، حالتونو او شيانو سره ټينګه عاطفي اړيکه نه احساساسوي، ځکه نو له نوې شاعرۍ نه خوند نه اخلي.
پېچلتيا بل مهم علت دى. پېچلتيا په مانا يا مفهوم پورې تړلې وي. لوستونکى چې د شعر په مانا او مفهموم پوه نه شي، هيجان پکې نه راولي او عاطفه يې نه راويښېوي. د کاظم خان شيدا د نه تشهير مهم علت همداسې پېچلتيا ده. عام لوستونکى د کاظم خان شيدا په شاعرۍ کې د تخيل لوړ الوت احساسوي؛ خو له عاطفي پلوه ورته سړه ښکاري، ګنې دا خبره سمه نه ده. څوک چې د شيدا په شاعرۍ پوه شوي، د شيدا د زړه درد يې احساس کړى.
د نوې ادبي تيورۍ له مخې د شعر په ايجاد کې د پخوا پرخلاف شاعر، شعر او لوستونکى درېواړه شريک دي. د ښې شاعرۍ مسووليت اوس د درېواړو په غاړه دى. د لوستونکي ادبي ذوق که لوړ او پراخه نه وي او وخت په وخت پکې تحول رانه شي، له شاعرۍ نه خوند نه شي اخيستى، بلکې دا چاره يواځې تر شاعرۍ نه ده محدوده، ليکوالي او نور هنرونه هم پر لوستونکي دا حق لري، چې درک يې کړي او د خوند اخيستو هڅه ترې وکړي.