تاند- امریکا وايي، د ترکیې د حکومت د پرزولو په ناکامه هڅه کې د واشنګټن د لاس لرلو ادعاوې یو مخ ناسمې دي او دا ډول ګنګوسې د دوو هیوادونو اړیکې خرابولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دا خبره وروسته له دې وکړه چې د ترکیې د انساني ځواک وزیر په ضمني ډول وویل چې د ترکیې په کودتا کې د امریکا پټ لاس و.

د ترکیې حکومت د انجیرلیک له هوايي اډې د الوتکو د پورته کېدو او په دغه اډه کې د الوتکو پر کښېناستو بندیز لګولی دی او د اډې قوماندان یې نیولی دی. امریکا ویلي چې ترکیې پر خپل هوايي حریم کې د الوتکو تګ راتګ منع کړی او له کبله یې په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد هوايي عملیات اغېزمن شوي دي. انجیرلیک د نړیوال ايتلاف اصلي او مهمه اډه ګڼل کېږي.

له بلې خوا ترګ چارواکي په امریکا کې جلاوطن ترک ملیاردر فتح الله ګولین ته ګوته نیسي او ولسمشر اردوغان له امریکا څخه غوښتي چې نوموړی وروسپاري.

د متحدو ایالتونو حکومت په ځواب کې ویلي، که ترکیه کره ثبوت وروښيي چې ګولین په کودتا کې لاس لري، نوموړی به وروسپاري.

ګولین، چې د امریکا په میامې کې اوسي، د اردوغان سیاسي مخالف او په عین حال کې مذهبي سیاستوال دی.

په همدې حال کې له کودتا راوروسته د ترکيې حکومت تراوسه پوري ۶ زره تنه نیولي دي. اکثره نیول شوي کسان پوځیان، پوځي افسران او د هوايي ځواک غړي دي.

د ترکیې دولتي رسنیو نن /یکشنبه/ وویل چې د هیواد په یوه جنوبي ولایت کې یې د یوې لوا قوماندان او تر ۵۰ زیات نور پوځیان نیولي دي.

تر دې وړاندې تر ۳ زره زیات پوځیان نیول شوي وو او تر ۲۷۰۰ ډېر قاضیان له خپلو دندو ګوښه کړای شوي وو.

په همدې منځ کې د ترکیې د عدلیې وزیر وايي چې ۸۸ قاضیان او څارنوالان یې نیولي دي.

د کودتا په ناکامه هڅه کې د ټولو تلفاتو شمېر ۲۶۵ تنه اعلان شوی. د هغوی په منځ کې ۱۰۴ تنه پوځیان او ۱۶۱ ملکیان ښودل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *