په اروزګان کې خلک او د ولایتي شورا غړي خبرداری ورکوي چې که مرکزي حکومت فوري توجه ونه کړي دا ولایت ممکن د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ولوېږي.
تاند- د اروزګان د ولایتي شورا غړي محمد ظاهر نادري وویل، اروزګان ولایت د سقوط په درشل کې دی، طالبان د سیمو لاندې کولو ته دوام ورکوي.
نادري زیاتوي، طالبان اوس د اروزګان ولایت تقریباً نیمايي برخه په کنټرول کې لري او په پاتې نیمه برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په سخته جګړه کې ښکېل دي.
د نادري په وینا د اروزګان امنیتي ځواکونه مرستې ته اړتیا لري.
د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب د طالبانو لاس ته د اروزګان ولایت د لوېدو احتمال رد کړ، ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه د ولایت او ولسوالیو پر مرکزونو او مهمو لارو بشپړ کنټرول لري.
په مې میاشت کې د پولیسو یوه قوماندان د اروزګان – کندهار د لویې لارې پوستې طالبانو ته پرېښودې خو وروسته افغان امنیتي ځواکونو له څو اوونۍ سختو جګړو وروسته بېرته ونیولې.
د اروزګان اوسېدونکي وايي، حکومت ټول پام د هلمند جګړو ته اړولی او طالبانو له دې فرصته په استفادې په اروزګان کې حملې تېزې کړي دي.