اکرم شهاب –

د پکتيکا سلګونو اوسيدونکو د يوې غونډي په ترڅ کې د وارسا د کنفرانس دلاسته راوړنو په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه، او غوښتنه يې وکړه چې دګاونډي هيواد پاکستان دلاس وهنو په وړاندي دي جدي چلند وکړي.

دغه سلګونه خلک دمرکزولسواليواو بيلا بيلو بنسټونواستازي ددې ولايت دغونډو په تالار کې راټول شوي و، اوپه ګډه يې دوارسا دکنفرانس ملاتړ په يو غږ وکړ.

غونډي ته دمدني ټولنو دهمغږۍ ددفترمرستيال يعقوب خان منظور د وارسا کنفرانس دافغانستان لپاره مهم وباله او زياته يې کړه، چې ددې کنفرانس څخه دولسمشر محمد اشرف غني يوه لويه لاسته راوړنه تر ۲۰۲۰ کاله پوري دافغان ځواکونو تجهیز او مرستي دې.

هغه زياته کړه، په ياد کنفرانس کې دافغانستان ګاونډی هيواد پاکستان چې هميشه يې وسلوالو طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دروغجنه څيره نړيوالو ته دياد کنفرانس په ترڅ کې په ډاګه کړه.

منظور وايې، چې ددې ولايت ولسونه دولسمشر دهري حقه پرې کړي ملاتړکوي اودسر په بيه تري دفاع کوي.

دکټواز لوري اوسيدونکي خورشيد امان کټوازي هم وويل، چې ولسمشر ورو، ورو خپلو ژمنو ته دعمل جامه ورکوي چې ښه مثال يې دوارسا دکنفرانس لاسته راوړني او دنړيوالو مرستو را جلبه ول دې.

نوموړي هم دپاکستان دومخي سياست ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې پاکستان نه غواړي افغانستان په خپلو پښو ودريږي نو دولت يې بايد په وړاندي له ډيپلوماتيکو لارو کار واخلی او په دې هيواد کې دلاس وهنو اجازه ورنه کړل شي.

دولايتي شورا رييس مبين فقيرزاده هم په پکتيکا کې دقومي جوړښتونو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دا ولسونه هميشه دملی يوالی دحکومت تر شاه ولاړي دې.

هغه وايې(( دافغان ځواکونو تجهیز، روزنه او نړيوالی ټولني ملاتړ دې ته زمينه برابروي چې دا هيواد په خپلو پښو ودريږي، او له خپلو زيرمو کرنيزو ځمکو ښه استفاده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *