خبریال: محمد اکرم شهاب – د پکتیکا ولایت د ښوونکو د روزنې تعلیمي مؤسسې چارواکي وایې، په دې ولایت کې مسلکي ښوونکي تر پخوا ډېر شوي او د زده کړې پر کیفیت یې ښه اغېز کړی دی، خو د دې ولایت د ښوونځیو د والدینو شوراګانې او د پوهنې بهیر څارونکي وايي، په دې ولایت کې یوازي کمیت ته پاملرنه شوې او کیفیت له پامه لوېدلی.
د مرکز ښرنې د اساسي دارالمعلمین یا د ښوونکو د روزنې آمر رحمت الله همت دا خبره د ښوونکو په اساسي دارالمعلمین کې له ښوونکو څخه د لومړي سیمستر ازموینې د اخیستو پر مهال تاند ته وکړه.
همت وایي چې په تېر کال کې له دغه دارالمعلمین څخه ۱۲۰ تنه مسلکي ښوونکي فارغ شوي او سږ کال به له دې مرکزه ۱۶۰ تنه فارغ شي.
نوموړی زیاتوي، د پکتیکا په مرکز او اورګون کې د ښوونکو د روزنې اساسي مرکزونه او په یوشمېر ولسوالیو کې یې ملاتړې څانګې فعالې دي، چې په خبره یې په مرکز او اورګون کې ٪۹۰ او په یادو نورو سیمو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه ٪۶۰ هواره شوې.
د ښرنې د ښوونکو د روزنې اساسي مرکز مشر وایي چې د مسلکي ښوونکو فراغت او په ښوونځيو کې د دوی تدریس د زده کړې پر کیفیت ښه اغېز کړی او دوی د زده کړې د ټولو قوانینو او مېتودونو په پلي کولو سره د تدریس چارې مخته وړي.
نوموړی په مرکز ښرنه کې د ښوونکو د روزنې لپاره د تدریس ودانۍ نه شتون لویه او اساسي ستونزه یادوي او وایي، دغه محصلان اوس مهال د خوړو او لیلیې له ودانۍ څخه د زده کړې لپاره ګټه اخلي.
د پکتیکا د ښوونکو د روزنې د مرکز دغه مسؤل د مسلکي ښوونکو د ډېرېدو خبره داسي مهال کوي چې لا هم د پکتیکا د ښوونځيو د والدینو شوراګانو استازي او د پوهنې بهیر څارونکي په دې ولایت کې په خاص ډول لري پرتو سیمو کې د مسلکي ښوونکو له کمښت او نه شتون څخه یادونه کوي.
د دوی پر وینا، د کمیت له اړخه د زده کوونکو د شمېر کچه کال تر بله د ډېرېدو په حال کې ده، خو د زده کړې ناسم کیفیت د زده کړې په روان بهیر کې لویه او اساسي ستونزه ګڼل کېږي.
د ښوونکو د روزنې مرکز مسؤل چارواکي وایي، دوی هڅه کوي د خپل توان او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د پکتیکا په ټولو سیمو کې مسلکي ښوونکي پر دندو وګوماري.