فدراسيونونه دې خپلې ټاکنيزې سيالۍ ترسره او د فدراسيونونو دفترونه دې فعال کړي
۲۸/۴/۱۳۹۵
دغه څرګندونې د ننګرهار د بدني روزنې آمر شاهدالله (صافي) چې، د فني او مسلکي چارو مدير فضل اکبر وزيري هم شتون درلود، د کونګفو فدراسيون د کلپونو د مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې وکړې
صافي زياته کړه، فدراسيونونو ته يې دفترونه په دې موخه ورکړي چې، ددوي د راټولېدو لپاره مشخص ادرس معلوم، خپلې منظمې ناستې ترسره او دمنتخب ټیم لپاره تمرينات په کې ترسره کړي، د بدني روزنې آمر په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه چې، ډیری فدراسيونونو خپلې ټاکنيزې سيالۍ ندي ترسره کړي، هر څومره ژر چې کېداي شي د ټولو کلپونو ترمنځ دې انتخاباتي سيالۍ ترسره او د منتخب ټيم جدول دې فني او مسلکي مديريت ته وسپاري
د کونګفو فدراسيون مسؤل استاد غوث دوستي وويل، ډیر ژر به ټاکنيزې سيالۍ ترسره او خپل دفتر به فعال کړي، دوستي زياته کړه، په پلان کې لري چې په ننګرهار کې د زون په سطحه د کونګفو په برخه کې سترې سيالۍ په لاه واچوي
په پام کې ده چې د ټولو فدراسيونونو د کلپونو د مسؤلينو او استادانو سره د ناستو لړۍ به ادامه ولري
———————————————
ننګرهار ګمرک کې د شفافیت او فساد په لمنځه وړلو کې دې مدني ټولنې او ژورنالستان مرسته وکړي
۲۸/۴/۱۳۹۵
د ننګرهار ګمرک رئیس الهام الدین مظهر د مالیې وزارت په لارښوونه د سوداګرو سره د همغږۍ په غونډه کې له مدني ټولنو او ژورنالستانو څخه وغوښتل چې په یاد ریاست کې د فساد په لمنځه وړلو او شفافیت په رامنځته کېدو کې له دوی سره همکاري وکړي
نوموړي هیله څرګنده کړه،چې د سوداګرو مرسته،مدني ټولنو او ژورنالستانو همکاري به د دې لامل شي،چې د ننګرهار ګمرک عواید لوړ، شفافیت رامنځته او قانون په بشپړ ډول پلی شي
ملي سوداګرو د ننګرهار ګمرک رئیس ته ډاډ ورکړ،چې د چارو د سمون په موخه به په هره برخه کې همکاري ترسره کړي
——————————————–
جګړن ظهور شاه د ملي اردو شپږم کنډک د درستیزوال په توګه وټاکل شو
۲۸/۴/۱۳۹۵
د ملي اردو ۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمې پلې لوا د شپږم کنډک لپاره نوی درستیزوال جګړن ظهور شاه تر ټاکل کېدو وروسته د مسؤلینو له لورې منسوبینو ته ور وپېژندل شو
د څلورمې پلې لوا قوماندان محمد نسیم سنګین د پخواني درستیزوال د کړنو ستاینه وکړه او نوي درستیزوال ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه
————————————-
د ننګرهار کانال سره د شاوخوا درې میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د نقلیه وسایلو او ثقیله ماشینونو مرسته کیږي
۲۸/۴/۱۳۹۵
د دغه ولایت د کانال ادارې چارواکي وایي په پام کې ده د د adb موسسې سره د شوي تفاهم له مخې په روان کال کې د شا و خوا درې میليونه ډالرو په ارزښت نقلیه وسایل اوثقیله ماشینونه په تر لاسه کولو د کانال پروژه غښتلې کړي
ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال وویل، د ننګرهار ولایتي اداره هڅه کوي ، چې په دې ولایت کې د کانال پروژې د ملکیتونو د غصب مخنیوي تر څنګ د یادې ادارې د پرمختګ په موخه د مرکز پاملرنه خپله کړي
نوموړي زیاته کړه، د ولسمشر ځانګړې پاملرنې او د یادې ادارې د کارکوونکو په ملاتړ په زیاته اندازه ځمکه له غاصبینو ژغورل شوې او هم د کانال پروژې د ابیارۍ برخه فعاله شوې ده
نوموړې هیله څرګنده کړه ، چې د یادې ادارې د نوې رهبرۍ په هڅو به کانال یوځل بیا خپل پخوانی نوم راژوندي کړي
د کانال ریس انجينر غلام حضرت وویل د تیرو څو میاشتو راهیسې د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې په اساس یې د کانال ریاست اړوند شا او خوا درې سوه شپیته جریبه ځمکه له غاصبینو ژغورلي او هم د یادې ادارې عواید د تیرو کلونو په پرتله څو چنده لوړ شویدي
د نوموړي په وینا د ا مهال د کانال پروژه په یوولس زره هکتاره ځمکه کې د مالدارۍ تر څنګ د زیتونو، ستروس اونور ځنګلات لري چې د ښې پالنې په موخه یې د کرنې او مالدارۍ وزارت په خاصه پاملرنه نوي وسایل ترلاسه کړي
هغه وایي په دغه وسایلو کې لس تراکتورو د دیرش عدده ملحقاتو په ګډون پکې د باربرۍ او د مامورینو د لیږد د تیز رفتاره وسایطو ترڅنګ پنځه دیرش موتر سایکلې شاملې دي
د نوموړي په وینا په پام کې ده د د adb موسسې سره د شوي تفاهم له مخې په روان کال کې د شااوخوا درې میليونه ډالرو په ارزښت نقلیه وسایل اوثقیله ماشینونه په تر لاسه کولو د کانال پروژه غښتلې کړي
د کانال پروژه په دیارلس سوه دوه څلویښت کال کې بشپړه شوې، چې د دولس زره کاریګرو په ګډون یې د زیتونو او سبزیجاتو د پروسس تر څنګ د مالدارۍ په برخه کې ګڼو خلکو ته د کارکولو زمینه برابره کړې وه ، چې د کورنیو جنګونو پرمهال د نه پاملرنې له امله یاده پروژه زیانمنه او په وروستیو کلونو کې له کاره ولویده
———————————–
د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار پاکۍ او ښاري نظم برابرولو په موخه کمپاین ترسره شو
۲۸/۴/۱۳۹۵
د کمپاين پرمهال پلې لارې، واټونه، څلورلارې او عمومي سړکونه د خلکو او ترافیکو پرمخ خلاصې شوې
د جلال آباد ښاروالۍ د څار او ارزوني امریت مرستیال حضرت علي اغا وايي: د ښاري نظم او پاکۍ په موخه د روان کمپاین له لارې د مخابراتو له څلورلارې نه نیولې تر ادم خان واټه پورې او له لغمان هډې څخه تر چپرهار هډې پورې ساحې د ترافیکو او خلکو پرمخ خلاصې شوې
حضرت علي اغا زیاتوي دوی دغه کمپاین د جلا ل اباد ښاروال په امر پیل کړی او تر هغې به دوام وکړي ، څو ښاري نظم ټينګ شوی نه وي
نوموړي له اړونده ادراو او درنو ښاریانو هم وغوښتل ، چې د دغه کمپاین پر مهال د ښاروالۍ کارکوونکو سره مرسته وکړي اود ښاري فرهنګ پیاوړتیاته کار وکړي
———————————————-
په ننګرهار کې د پلټنې رياست خبرتيا
په ننګرهار کې د پلټنې رياست غواړي ،چې درې تش بستونه د ازادۍ سيالۍ له لارې ډک کړي
د سر مفتش درېيم بست
د ارتباط مديريت پنځم بست
د خانه سامان اووم بست
علاقه مندان کولای شي ، چې د اعلان له نشر نه وروسته تر لس ورځو پورې د سهار اته بجو څخه د مازديګر څلور بجو پورې د جلا ل اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د سيد کيهان کوڅې سيمه کې له ياد دفتر څخه فورمه ترلاسه کړي
د اړتيا پر مهال په
0775898881 -0602000031
شمېرو اړيکه نيولی شئ
————————————-
په ننګرهار کې د ICRC ادارې مسولينو او ددې ولايت ولايتي شورا منشي او غړو ترمنځ د خوګياڼو ولسوالۍ وروستي وضعيت له امله جلال اباد ښار ته راکډه شوو کورنيو سره د مرستو په تړاو ناسته ترسره شوه
۲۸/۴/۱۳۹۵
د ICRC ادارې مشر هوبين وويل: د جګړې پر وخت د سيمې خلک کولای شي ، چې له نږدې روغتيايي کلينيکونو ګټه واخلي او د شورا غړي کولای شي ، چې د جګړې پر وخت مونږ خبر کړي ،څو دوی خپلې لومړنۍ مرستې ورسره ترسره کړي
نوموړی وايي : ICRC يوه بې طرفه او خلکو ته د مرستو رسولو لپاره ژمنه اداره ده ،چې خپلو مرستو ته د رسنيو له لارې انعکاس نه ورکوي
نوموړي زياته کړه، ولايتي شورا غړي کولای شي چې د خپلو سيمو اړوند ستونزې له دوی سره شريکې کړي، چې دوی يې د حل په موخه مرکزي ادارې ته واستوي
د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري له يادې ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې د خوګياڼو ولسوالۍ بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړي، چې د هغوی له لورې ورته ډاډ ورکړل شو
———————————————————-
د جلال اباد ښار د برېښنا ستونزه به ډیر ژر حل شي
۲۸/۴/۱۳۹۵
دغه څرګندونې د ننګرهار برېښنا رئیس د سره رود ولسوالۍ د قومونو شورا مشرتابه اوغړو سره د لیدنې پر مهال وکړې
د سره رود ولسوالۍ د قومونو شورا مشر لعل اغا کاکړوویل : له نغلو څخه ننګرهار ته د راغلې بریښنا په لسګونو پایې د سره رود ولسوالۍ د ولسونو په زراعتي ځمکو او د هستوګنې په کورونو کې نصب شوي ، خو د بریښنا په ویش کې ورته چندان توجه نده شوې
کاکړ داهم وویل: غوچک او بګرامي د دې ولسوالۍ هغه سیمې دي ، چې پدې وروستیو کې د جلال اباد ښار له اومې ناحیې سره یوځای شوي خو تردې دمه په یادو سیمو کې بریښنا نشته او اوسیدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي
د ده په خبره بريښنا کوټ ته نږدې سیمو د نظراباد او سبزاباد خلکو سره هم د بریښنا په ویش کې د مور او میرې چلند شوی دی
نوموړي د بریښنا ریس څخه د یادو ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه
د ننګرهار بريښنا ریس وحیدالله پوپلزي وویل : جلال اباد ښار او خوا وشا سیمو ته د پنځوس میګاه واټه بریښنا اړتیاده خو اوسمهال پنځه ویشت میګاواټه بریښنا ددوئ په لاس کې ده ، چې دا بسنه نه کوي او د بریښنا له کمښت سره مخ دي
نوموړي زیاته کړه بريښنا د کمښت ستونزه یې له مرکزسره شریکه ، چې پدې نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزه حل شي
——————————————————-
د ولسي جرګې لومړي مر ستیال داعش وسله والو ته ګواښ وکړ، چي له افغانستان څخه د وتلو لاره نه لري او په همدي خاوره کې به د افغانانو له خوا ووژل شي
۲۸/۴/۱۳۹۵
د ولسي جرګې لومړي مر ستیال حاجي عبدالظاهر قدیر په ننګرهار ولایت کې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند خربوني قوم د شورا د پرانستې په غونډه کې وويل: چې د داعش وسله والو وژل روا عمل دی او د دغې ډلې پر وړاندې به د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو قومي شورا ګانې جوړې کړي
قدیر د ننګرهار له قومي مشرانو، ځوانانو او دیني علماوو غوښتنه کړه، چې په يو والي سره د داعش ډلې پر وړاندې راپورته شي
نوموړی وايي ،د داعش ټولې کړنې د اسلام مبارک دين سره په ټکر کې دي او پر وړاندې يې جګړه د هر افغان دنده ده
نوموړي په افغانستان کې داعش او د داعش جنګياليو ته يو ځل بيا خبرداری ورکړ، چې له دې خاورې به روغ رمټ بېرته ونه ګرځي
دغه راز قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې د خپلو سيمو د امنيت تامين او سوله اييز ژوند په موخه به په ګډه کار وکړي
وروسته په دغه غونډه کې د خوګياڼو ولسوالۍ د خربوني قوم شورا د ملک ظهور تر مشرۍ لاندې جوړه او رسماً يې په فعاليت پيل وکړ
————————————————————-
د ننګرهار لرو پرتو ولسوالیو ته پوهنیز پروګرامونه غځیږي
۲۸/۴/۱۳۹۵
د پوهنې وزارت چارواکو د ننګرهار والي سره هوکړه وکړه،چې د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې به د پوهنیز بهیر کچې لوړیدو په موخه پروګرامونه پلي کړي
د دغه وزارت د سواد زده کړو عمومي رئیس اسد باز وصیم د چنګاښ په ۲۸مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره د لیدنې پر مهال هوکړه وکړه،چې د پوهنې کچې لوړیدو پروګرامونه به په لرو پرتو ولسوالیو کې پيل کړي
نوموړي زیاته کړه، دغه نوی پروګرام یې د جايکا ليف په مالي لګښت پر لاره اچولی، چې موخه یې په لیک لوست زده کړه کړې د خلکو ونډه اخیستل دي
هغه وایي دغه پروګرام د ټول هېواد په کچه په لومړي ځل ننګرهار کې پیلوي
د پوهنې وزارت دغه چارواکی وایي د ليک لوست د زده کړې د خلکو ونډې اخیستو په موخه د سيمې ملا امام، پرمختیایي شورا، ښوونځي مديراو مدني فعالانو په ګډون یوه کمیټه جوړوي،چې د کورسونو له پیل څخه تر پایه به څارنه ترسره کړي
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وويل، د دغه ولایت په يو شمېر ولسواليو کې وسله وال پوځ پرمټ او ولسونو په همکارۍ امنيت تامين دی او د ټولو مرستندویه ادارو په ځانګړي ډول د پوهنې له مسولينو غوښتنه لرو،چې په لرو پرتو ولسواليو کې پروګرامونه پیل او پلي کړي
نوموړي غوښتنه وکړه، د سواد زدکړو یاد کورسونو ډیره برخه په لرو پرتو ولسوالیو کې پیل شي
ننګرهار والي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د یاد پروګرام کورسونو په شمېر، کیفیت او شفافیت کې پوره پاملرنه وکړي
————————————————-
په ننګرهار کې د جګړه ځپلو کورنیو سره د مرستې غوښتنه وشوه
۲۸/۴/۱۳۹۵
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د سره صلیت نړیوالې کمیټې مشر سره د لیدنې پر مهال پر ټولو مرستندویه ادارو غږ وکړ،چې په دغه ولایت کې جګړه ځپلو کورنیو سره مرستې ترسره کړي
دغه لیدنه د چنګاښ په ۲۸مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل: په يو شمېر ولسوالیو کې د داعش ظلمونو له امله خلک د کورونو پرېښودو ته اړ شوي او همدا راز يو شمېر بې ګناه وګړي په بې رحمه ډول په شهادت رسول شوي
نوموړي زیاته کړه،د ولايتي ادارې په هڅو داخلي بې ځایه شوو او شهيدانو کورنيو سره په خپل وخت مرستې ترسره شوي خو بې ځآیه شوې کورنۍ لا هم زیاتو مرستې ته اړتیا لري
ننګرهار والي پر ټولو مرستندویه ادارو غږ وکړ،چې په دغه ولایت کې د جګړې له امله بې ځایه شوو کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستي وکړي
په ننګرهار کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر ستایین هوبین د دغه ولایت د والي د هلو ځلو قدرداني وکړه
نوموړي همدا راز په دغه ولایت کې د جګړې له امله زیانمن شوو او کډوالو کورنیو د وروستي وضعیت په اړه هم معلومات تر لاسه کړل
وسله وال مخالفین د نشه یې توکو پر کارونې او کاروبار اخته دي چارواکي وایي داعشیان او وسله وال طالبان د نشه یې توکو پر کارونې او کاروبار اخته دي،په همدې حال کې دیني عالمان د اسلام مبارک دین له نظره د یادو توکو کارول او کاروبار دواړه حرام بولي
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د چنګاښ په ۲۸مه د دغه ولایت ګڼ شمېر دیني عالمانو سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ناستې پر مهال وویل: په ټولنه کې د دیني عالمانو روغ مهم دی او دوی باید د نشه یې توکو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره کړي
نوموړي زیاته کړه، داعشیان او وسله وال طالبان د اسلام مبارک دین د لارښوونې خلاف کړنې ترسره کوي،نشه یې توکې کاروي او همدا راز د دغه توکو له کاروبار څخه ګټه اخلي
هغه پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ،چې د نشه یې توکو کاروبار او کارونې څخه ډډه وکړي او د نورو حلالو توکو له کاروبار څخه د کورنۍ نفقه پیدا او ورځنۍ ستونزې حل کړي
د حج او اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقاني او نورو دیني علماؤ د خپلو خبرو پر مهال د داعشیانو کړنې د اسلام مبارک دین خلاف وبللې
دوی زیاته کړه، هغه څوک چې حرام ته حلال وایي په اصلیت کې کفر ته رسیږي
دیني عالمان وایي نشه یې توکې الله ج حرام ګرځولي او همدا راز بې ګناه مسلمان په شهادت رسول تر ټولو ستره عظیمه ګناه ده
دوی وويل، چې داعش په خلکو ظلمونه کوي ماشومان او مېرمنې په بې رحمۍ سره په شهادت رسوي، چې دغه عمل د اسلامي شريعت خلاف دی
علماوو ډاډ څرګندکړ چې د خپل حکومت او نظام د قانوني کړنو بشپړ ملاتړ کوي او د نشه يي توکو مخنيوي پر وړاندې به په قوی عزم سره عامه پوهاوی دوامداره وساتي.