۳۸ ـ مخکې له دې چې د ښار د دېوالونو په منځ کې د کور په جوړولو پيل وکړئ له خپل خيال د يوه بيابان بې شوره او بې غېږه صحرا جوړه کړئ.
۳۹ ـ ظاهري صورت، کټ مټ هماغې جامې ته ورته دی چې آغوندو يې، جامې زموږ شرمګاوې پټوي او ظاهر مو هم باطن پټ کړی.
۴۰ ـ د نيکونو ياد د زړونو عږ دی او دا غږ په زرګونو روح کې و اوسيږي.
۴۲ ـ څوک چې غواړي خپل چټل لاسونه ستاسې په جامو پاک کړي، خپلې جامې هم ورکړئ، دوی به بيا اړشي مګر تاس هېڅ کله هم نه.
۴۳ ـ موږ ددې وس لرو چې عقلاني نېکبختي، د خپل روح په ډېرو ساده محفلونو کې و مومو، ځکه چې موږ په يوه ګل کې د ټول پسرلي نښې د هغه شتون، د هغه ښايست ليدلی شو، موږ د يوه تي خواره ماشوم په سترګو کې د ټول بشريت هيلې او اميدونه حس کولی شو.
۴۴ ـ بختور دي هغوی چې سوله غواړي، نېکمرغه دي هغه کسان چې له دنیا او سرو سپينو انسانيت ورته مهم دی، آفرين د هغه کسانو په حال چې د ريښتيا تږي دي، ځکه چې د دوی لوږه به دوی ته ډوډۍ او تنده به يې لکه اوښکې رڼې اوبه ورکړي.
۴۵ ـ کله چې د غره سر ته ورسېږئ نو تاسې تازه د بره تللو پيل وکړ.
۴۶ ـ هغه چينه چې ستاسې په درون کې يې ځان پټ کړی، يوه ورځ به دومره مسته شي چې خپل ځان به وښيي او بهاند به شي، په ترنم ترنم به په يوه لوی سيند بدله شي.
۴۷ ـ ستاسې ماشومان ستاسې ملکيت ندی بلکې دوی د ژوند په غوښتنه دنيا ته راغلي تر څو نړۍ ووينې ژوند وکړي او خپل فکرونه صادر کړي، نو دوی آزاد پرېږدئ خپل ذوقونه په دوی مه ورتپۍ پرېږدئ چې خپله لار په خپله ځانته وټاکي.
۴۸ ـ دوه مين زړونه اړتيا نلري چې يو بل ته د مينې د اظهار کلمې او جملې بيان کړي.
۴۹ ـ د آزادۍ سرودونه د زندان له پنجرو بهر ته نه راوځي.
۵۰ ـ د هغه بزګر کيسه مهمه ده او بايد چې زده کړه ترې وکړو چې له خپلې ځمکې يې د بې کاره واښو رېښې ايستلې خو يوه خزانه په لاس ورغله او ژوند يې نور هم ښاد شو.
۵۱ ـ هغه څه چې نن يې هم ته مالک يې ممکنه ده يوه ورځ د له لاسه ووزي پس ښه ده چې همدا اوس ګټه ترې واخلې او ځان پېښمانئ ته ورنکړې .
۵۲ ـ تاسف تورې ورېځ ته ورته دی، توره ورځ شنډه وي او تاسف هم هېڅ ګټه نلري، نو ځان تاسف ته مه ورکوئ.
۵۳ ـ کار کول د عشق منسجم کولو ته وايي.
۵۴ ـ ای هغه سړيه چې په تکليف کې ژوند تېروې، ته هغه وخت سکون موندلی شې چې له خپل ذات او خپل هويت سره يو ځای شې.
۵۵ ـ تاسې کولی شئ د تبلې غږ غلی کړئ او د رباب و ګېتار تارونه وشکوئ، مګر څوک به وکولی شي چې په آسمان کې د شمال او باد موزيکال غږ مهار کړي.
۵۶ ـ له ځان غواړي، بد کرداره، پوچ، او يا له هغه کس څخه چې درون يې ټېټ دی ښې تمې مه لرئ.
۵۷ ـ ستاسې ورځنی ژوند ستاسې په ديانت او عبادت شاهدي وايي.
۵۸ ـ وروره له تاسره مينه لرم، که ته په کليسا کې وې، که په معبد يا جومات کې، زه او ته دواړه د يوه قانون زامن يو، ځکه مختلف دينونه او مذهبونه د لاسونو د ګوتو په شان دي، د هماغه لاسونو چې د هيلو لپاره پورته کيږي او د وجود سکون او بلندي غواړي.
۵۹ ـ شرم د بې شرمو د سترګو لپاره تر ګردو کلک سپر دی.
۶۰ ـ تر خپل صلاحيت، مسئوليت، او بريا لوړ ګام مه اخلئ او تر خپلو ناکاميو وروسته مه ځئ.
۶۱ ـ څومره بې ارزښته دی د هغه کسانو ژوند چې خپله څېره يې له نړۍ بېله کړې او څه نه ويني پرته د خپلو ګوتو له کرښو.
۶۲ ـ څومره ښه ده چې د خوشالۍ په حال کې لاس دعا ته پورته شي .
۶۳ ـ د دوو ملګرو د زړنو رابطه د ښکاره کولو لپاره الفاظو ته اړتيا نلري
۶۴ ـ په ځای خبره ده چې د داسې ملګري لټون وکړې چې په ورځ کې د وهڅوي او د شپې آرام در کړای شي.
۶۵ ـ خوشالي يوه اسطوره ده چې د موندنې کوښښ يې کوو.
۶۶ ـ په خيالونو او هيلو اېمان ولرئ، خيالونه او هيلې د ابديت دروازې دي.
۶۷ ـ که کار او هڅه د مينې په ملتيا تر سره نشي پايلې يې هېڅ دي، که چېرې تاسې ټولې هڅې او کارونه په مينه پيل کړئ نو خپلې ارواوې له يوبل سره يو ځای کولی شئ او تاسې ټول له الله پاک سره يې يو ځای کيږئ.
۶۸ ـ لعنت پر هغوی چې له بدکارانو سره لاس يو کوي. ځکه له بدکارانو سره لاس يو کول د رسوايۍ لامل کيږي او دروغوته غوږ نيول لوی خيانت دی.
۶۹ ـ د هغه بوډا له ماجرا بايد زده کړو چې ځمګه يې پسته کوله تر څو کر يې ښې پايلې ولري خو ناڅاپه يې يوه لويه خزانه پيدا کړه .
۷۰ ـ څه چې نن ستا په اختيار کې دي يوه ورځ به د له لاسه ووزي! نو له اړو کسانو سره مرسته وکړه، چې همدا مرستې ستا د ژوند د روښانتيا او خوشالۍ راتلونکي فصلونه شي .
۷۱ ـ هر ضعف، نېمګړتيا، غم، ناهيلي، … چې ستاسې ترمنځ زيات ندي پاتې شوي او له منځه تللي، ستاسې د ژوند تر ټولو پياوړي او تلپاتې ارزښتونه دي.
۷۲ ـ د ونو د پايښت راز د مېوې په خيرات او بخشش کې دی، که چېرته مېوه ونکړي ژوند يې له منځه ځي، نو ونې سخا کوي تر څو ژوندۍ پاتې شي.
۷۳ ـ تاسې هڅه وکړئ چې ماشوم ته مو خپله مينه ورکړئ نه خپل فکرونه، ستاسې ماشوم ستاسې مينې ته اړ دی خو فکر ته نه ، ځکه دی خپل فکرونه لري او له خپل تفکر سره نړۍ ته راغلی.
۷۴ ـ تاسې خپل زړه د ساتنې په پار خپل محبوب ته وسپارئ، نه د هغوی د ساتلو لپاره. دا د ژوند توخه ده چې زړونه ساتلی او پاللی شي.
۷۵ ـ سخته خبره دا ده چې ستا محبوب ستا د ژوند له يوه جز سره مينه ولري، پرېږدئ چې هغه ستاسې د ژوند له هر اړخ سره آشنا شي. له هغه ملګرتيا هېڅ تمه نه کيږي، چې د څو ساعتونو لپاره وي.
۷۶ ـ يوه ډله وګړي د خپلې زياتې شتمنۍ اندک برخه نورو ته بخښي او د شهرت تمه يې نشته. خو زيات خلک بيا د خپل ځان د شهرت په خاطر خپله شتمني نورو ته بخښي نه بلکې ضايع کوي يې.
۷۷ ـ هغه لویه خزانه چې ستاسې په درون کې بندي ته، ناڅاپي په لاس درځي چې تاسې نه پوهيږې.
۷۸ ـ په خپل طبيب او خبرو يې اېمان ولرئ، ځکه يوازې درمل روغتيا نشي درکولی، دا عتماد دی چې له ناروغيو مو ژوغوري.
۷۹ ـ ټول هغه څه چې په خلقت کې دي ستاسې په درون کې هم شته او څه چې ستاسې په درون کې دي په خلقت کې هم شتون لري.
۸۰ ـ که له خپل کوم دوست بېل شوې ، مه انګيره چې په جدايي به د هغه غمجن او خپه وي، بلکې د ده په غياب کې ده ته تر پخوا زيات اخلاصي او ريښتنی اوسه.
۸۱ ـ له مشرانو سره مشوره وکړئ، د دوی سترګو د زياتو کلونو د ژوند څېره ليدلې او غوږونو يې زيات غږونه اورېدلي.
۸۲ ـ شکنجې ستاسې درون بيدار وي او تاسې ته هغه رازونه افشا کوي چې د پخوا په پرتله ژوندي و اوسئ.
۸۳ ـ انسانيت په ځکمه د خدای ج اروا ده، د دې اروا په زړه کې يو داسې هوس دی چې انسان له ليدلو څيزونو نا ليدلو څيزونو ته وړي او هغه د فلسفې او ملکوت خواته مايل کوي.
پای