د ننګرهار امنیه قومنداني

ښاروالۍ په جلال اباد ښار کې د پلټنې پر مهال کم وزن ډوډۍ پخوونکي جرمانه او په ښار کې د پاکۍ او نظم جوړولو په موخه کمپاین ترسره کړ

۲۹/۴/۱۳۹۵

د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلینو د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر هغه ډوډۍ پخوونکي نغدي جرمانه او هټۍ ورته مهرلاک  کړې،چې له ټاکلې اندازې څخه یې کم وزنه ډوډۍ پخې کړې وې

همدا راز د ښاروالۍ مسؤلینو د پلټنو پر مهال په ښار کې یو شمېر نور هټیو، هوټلونو او نورو سیمو کې نرخونه کنټرول او سرغړونکي یې جرمانه او ځینې هټۍ یې مهرلاک کړې

په همدې حال کې د ښاروالۍ منسوبینو له لورې د ښار په دویمه ناحیه کې د پاکۍ کمپاین ترسره شوه،چې ګڼ شمېر کوڅې یې له کثافاتو څخه پاکې کړې

—————-

د جلال اباد ښاریان به د راتلوونکو درې میاشتو په ترڅ کې په څلورويشت ساعتونو کې د شل ساعته برېښنا څخه برخمن شي .۲۹/۴/۱۳۹۵

چارواکي وایي که کومه لویه تخنیکی ستونزه رامنځته نشي، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسیدونکي به د راتلوونکو درې میاشتو په موده کې د شل ساعته برېښنا څخه برخمن شي.

د دغه ولایت د برېښنا رئیس ډاکټر حمیدالله پوپلزی د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې ډاډ څرګند کړ،چې که کومه لویه تخنیکي ستونزه یا پېښه رامنځته نشي، نو د جلال اباد ښاریان به د شل ساعته برېښنا څخه برخمن کړي

نوموړي زیاته کړه، د درونټې د سوزیدلي توربین جوړولو چارې یې هم بشپړې کړې او د روانې اونۍ په ترڅ کې به په فعالیت شروع وکړي

هغه همدا راز ننګرهار والي ته ډآد ورکړ،چې د مرکزي ادارې له لورې د برېښنا په برخه کې له نوموړي سره د شوو ژمنو عملي چارې پیل شوي

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په مشرۍ د چنګاښ په ۲۹مه جوړه شوې غونډه کې د ولایت مقام پر پروفایل،د جوړو شوو دولتي ودانیو د ځمکو انتقال، د سره رود دو سړکې څخه تر درونټې د سړک جوړولو او پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو

ښاغلي کندوزي د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د سره رود دوه سړکې سیمې څخه تر درونټې پورې د دویم لین سړک د قیر کولو چارې ژر تر ژره پیل کړي

نوموړي همدا راز د ښار جوړونې رئیس ته د جلال اباد ښار د پراختیا په موخه د نوي نقشې د جوړولو او ترتیب کولو امر وکړ

هغه وایي د کانال د پنځه ویشت هکتاره ځمکې ، عامې روغتیا زربستریز او روږدو روغتونونو د ودانیو د ځمکو انتقال موضوع یې د حل په موخه کابینې ته لیږلې ده.د دغه غونډې په ترڅ کې ننګرهار والي اړونده مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د ولایت پروفایل جوړولو پر مهال د دغه ولایت اسلامي پوهنتون، لوی دارلعلوم،مدرسو او جوماتونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي

د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې د هېواد د خپلواکۍ ورځې د ډېرې ښې نمانځلو په موخه له اوسه د چمتوالې خبر ورکړل شو.

ننګرهار ولایت د کوټ او حصارک ولسوالیو وروستیو پېښو او په جلال اباد ښار کې پر قومي مشر حاجي حیات خان د ځانمرګي برید له امله شهیدانو وارثینو، ټپیانو او زیانمنو کورنیو سره د چنګاښ په ۲۹مه د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۲۹/۴/۱۳۹۵

د دغه ولایت والي سلیم خان کندوزي وویل: شاوخوا یو نیم میلیون افغانۍ د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال اړونده کورنیو ته سپارلې وې او له لس میلیونه افغانیو څخه زیاتې پیسې نن اړونده کورنیو ته ورکړل شوې

نوموړي زیاته کړه، د هر شهید کورنۍ ته یې سل،سل زره، ټپیانو او هغه کسان چې کورنه یې تخریب او یا هم سوزول شوي و، ورسره پنځوس،پنخوس زره افغانۍ مرسته وشوه

ښاغلي کندوزي وویل ، یاده مرسته یې د نولس شهیدانو وارثینو، ۴۷ ټپیانو او یو سلو دوه ویشت هغه کورنیو مسؤلینو ته ورکړه،چې د داعشیانو او وسله والو طالبانو له لورې یې کورونه سوزول شوي او یا هم تخریب شوي وو

هغه د ملي یوالي حکومت څخه مننه وکړه،چې د دغه ولایت شهیدانو کورنیو،ټپیانو او نورو زیانمنو سره یې په ټاکلې وخت مرستې ترسره کړې

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ رئیس او د پلاوي مشر عبدالمقتدر ناصري د کوټ او حصارک ولسوالیو له ولسونو مننه وکړه، چې د خپلو پلرونو په څېر يې د دغه بې رحمه دښمن مقابله وکړه

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پر ولسونو غږ وکړ، چې خپل اولادونه د وسله وال پوځ ليکو ته واستوي او ترې وغوښتل، چې د وسله وال پوځ بشپړ ملاتړ وکړي

د کوټ ولسوالۍ قومي مشر حاجي حيات خان د ولايتي ادارې او مرکزي حکومت څخه مننه وکړه، چې د کوټ ولسوالۍ جګړه ځپلو خلکو سره یې مالي مرسته وکړه

مسؤلینو د دغه مرستې د ورکړې وړاندې د کوټ او حصارک ولسوالیو قربانیانو کورنیو ته د فاتحې مراسم هم ترسره کړل.

————-

امنیتي معین پولیسو ته د جرمونو د مخنیوي او وسله والو مخالفینو د ځپلو لارښوونه وکړه

۲۹/۴/۱۳۹۵

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ د کشفي او امنیتي ادارو مسؤلینو  سره د ناستې پر مهال لارښوونه وکړه،چې په دغه ولایت کې د جرمونو مخنیوي او وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي

نوموړي همدا راز د امنیتي او کشفي مسؤلینو څخه په دغه ولایت کې اپراتیفي وضعیت په اړه هم معلومات تر لاسه کړل او پر یو شمېر برخو کې یې لازمې سپارښتنې هم وکړې.

پولیسو څلور تنه د الکولي مشروباتو د څښلو په تور ونیول

۲۹/۴/۱۳۹۵

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د جلال اباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې څلور تنه د الکولي مشروباتو سره یو د دغه مشروباتو د څښلو په تور تر نیول کیدو وروسته څارنوالۍ ته ور وپېژندل

همدا راز پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت مؤظفینو د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د ننګرهار په خوږیاڼو، پچیراګام،ګوشتې او یو شمېر نورو سیمو کې ګڼ شمېر ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او پرته له کوم زیانه یې لمنځه یوړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *