۲۹ چنګاښ ۱۳۹۵
د پوهنې وزارت د مرکزي او ولایتي رییسانو دوه ورځنی مشورتي ورکشاپ نن سه شنبه د پوهنې د وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي په وینا پیل شو.
په دې دوه ورځني ورکشاپ کې به د پوهنې ولایتي مسوولین د پوهنې د درېیم ستراتیژیک ملي پلان، کانکور آزموینې د چمتوالي، د ښوونیز نصاب ریفورم او اصلاح، د راتلونکي کال د پلان او بودیجې او د روان کال د بودیجې د اجرااتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او سلا مشورې وکړي.
د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د پروګرام په پیل کې د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او هیله یې وښوده، چې د پوهنې ټاکل شویو موخو ته درسېدو او د پوهنې نظام د ودې او پراختیا په برخه کې ټول په ګډه مرسته او همکاري وکړي او د وطن د اولادونو د خدمت سبب وګرځي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه:« د ورکشاپ د جوړېدو لومړۍ موخه د پوهنې پر درېیم ستراتيژیک پلان بحث او خبرې اترې دي. دغه راز به د ښوونیز نصاب پر اصلاح، د کانکور آزموینې د چمتوالي، د روان او راتلونکي مالي کال د بودیجې او لګښتونو په اړه هم سلا مشورې وشي.»
د پوهنې ښاغلي وزیر زیاته کړه، د پوهنې درېیم ستراتیژیک ملي پلان یوې ښې راتلونکې ته درسېدو په برخه کې مهم رول لري، یو ځل بیا تاسې ته وړاندې کېږي، چې په اړه یې وړاندیزونه او نظریات شریک کړئ. د نوموړي په وینا د پوهنې په ستراتیژیک پلان کې د پوهنې د پراختیا او پیاوړتیا په موخه اساسي ساحې په نښه شوي او په هغو سیمو کې چې ښوونیز پروګرامونه له خصوصي سکتور، مدني ټولنو او سیمه ییزو بنسټونو سره په ګډه پلي کېږي، ترتیب شوی دی.
ښاغلي بلخي وویل، چې د پوهنې وزارت ددې ستراتيژۍ په عملي کېدو سره، چې د پوهنې نظام د راتلونکو پنځو کلونو هدفونه پکې ځای شوي د ښوونې او روزنې په برخه کې د دولت په پانګونه کې هم د پام وړ زیاتوالی راولي. هغه زیاته کړه، چې ولسمشر محمد اشرف غني به د بروکسل په را روان کنفرانس کې د پوهنې د ستراتیژیک پلان د بشپړېدو ځانکړې یادونه هم وکړي.
د پوهنې ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه د کانکو آزموینې ته د چمتوالي پروګرام دی، چې د آسیايي بنیاد په مرسته د نجونو لپاره د هېواد په لرې پرتو او ناامنو ولایتونو کې پلی کېږي. هغه د پوهنې له ولایتي رییسانو وغوښتل، چې داسې ښوونځي چې نجونې پکې لوړو زده کړو ته تر ټولو کم لاس رسی ولري په ګوته او په د ې برخه کې له وزارت او آسیايي بنیاد سره لازمه مرسته او همکاري وکړي.
ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د ښوونیز نصاب د اصلاح او ارزونې په اړه وویل:« پوهنې وزارت په پام کې لري، چې ښوونیز نصاب یو ځل بیا وارزوي او د املايي تېروتنو او ښوونیزو موادو د تغیر او اصلاح له لارې موثر او د اوسني وخت له غوښتنو سره سم معیاري ښوونیز نصاب رامنځ ته کړي.» د نوموړي په وینا، چې د یونسکو سازمان په مرسته د ښوونیز نصاب د اصلاح او ریفورم هڅې پیل شوي او تر اوسه له ۳۰۰ عنوانه ډېر د عمومي زده کړو کتابونو املايي تېروتنې سمې شوې دي.
ښاغلي بلخي د پراختيايي بودیجې او پلانونو په اړه وویل، چې د پوهنې وزارت ژمن دی د روان مالي کال تر پایه خپله ۸۰ سلنه بودیجه ولګوي. هغه له ولایتي رییسانو وغوښتل، چې په دې برخه کې له وزارت سره لازمه همکاري وکړي او خپل کره لګښتونه او مصارف د پوهنې وزارت مالي معینیت ته وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د پوهنې ولایتي رییسانو کلنی ورکشاپ هر کال د پلانونو او ستراتیژیو د پلي کېدو او شته ستونزو د حل لارو د موندلو په موخه جوړېږي.
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست