تاند- د اسلامي دولت یا داعش تروریستي دلې نن /سې شنبه/ د هغه کس ویدیو خپره کړه چې دا ډله وايي افغان دی او په جرمني کې یې په یوه اورګاډي کې پر بېګناه سپرلیو د تبره او چاقو وارونه وکړل.

ویل شوي چې دغه ۱۷ کلن پناه غوښتونکي افغان، چې د مارچ په میاشت کې یوازې جرمني ته تللی و او لومړۍ څلور میاشتې یې د اوکسنفورت د مهاجرو په کمپ کې تېرې کړې وې، په وروستیو دوو اوونیو کې یې یوې جرمنۍ کورنۍ په خپل کور کې مېلمه پالنه کړې وه.

ده پرون/دوشنبه وورتزبورګ ښار ته نژدې یې د یوې ګرځندویې کورنۍ ۴ غړي ټپیان کړل.

وورتزبورګ ښار د جرمني په جنوب کې په بایرن ایالت کې دی. حمله کوونکی د پولیسو له لوري له منځه یووړل شو.

د جرمني امنیتي چارواکي وايي چې له پېښې وروسته یې د حمله کوونکي د هستوګنې ځای تلاشي کړ او هلته یې د داعش یو بیرغ وموند.

په همدې حال کې داعش اعلان وکړ چې دا برید د دوی ایجنټ کړی دی.

د دې تروریستي ډلې خبري اژانس (اعماق) ویلي چې حمله کوونکی محمد ریاض نومېږي او د دې ډلې غړی و.

دې خبري اژانس د حمله کوونکي ترهګر ویدیو هم خپره کړې چې په هغې کې دغه ترهګر ځان د اسلامي خلافت مجاهد بولي او په جرمني کې انتحاري حملې ته تیاري اعلانوي.

ریاض له حملې وروسته د پولیسو له لوري په دې اورګاډي کې ووژل شو
ریاض له حملې وروسته د پولیسو له لوري په دې اورګاډي کې ووژل شو

د جرمني د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمان ویلي چې د دغه تروریست په خونه کې د داعش د بیرغ ترڅنګ د اسلامي دولت یو لیک هم موندل شوی چې په پښتو لیکل شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر په وینا په لیک کې دغه ترهګر له خپل پلار سره خدای پاماني کړې ده.

ښاغلي یواخیم همداراز ویلي، کومو کسانو چې له دغه کس سره راشه درشه لرله، ویلي چې یو ارام او معتدل کس و او په هغه کې یې د افراطیت او کرکې کومه نښه نه وه لیدلې.

د دغه ترهګر له لوري وژل شوي کسان د هانګ کانګ اوسېدونکي دي چې جرمني ته په سیاحت ورغلي ول.

6 thoughts on “داعش د جرمني د تروریستي برید د حمله کوونکي ویدیو خپره کړه”
  1. په جرمنی هیواد کې میشته افغانانو وروڼو د پام وړ:
    جرمنی هیواد تل له افغانانو سره هر اړخیزه مرسته کړي، او افغانان د جرمنی د حکومت او خلکو څخه منندویه دي۰ رښتینې افغانان باید هر ترهګریزه برید د نړۍ په هر ګوډ کې چې وی وغندي۰ د ترهګرو د بریدونو لپاره د نړي په هیڅ قانون کې توجیه نسته۰ د جرمنی د نن ورځي برید افغانان په کلکو ټکو غندي۰ په جرمني کې میشته افغانان او په تیره بیاپه څه پوه افغانان باید د نوموړي ترهګر د واقعي هویت په تثبیتولو کې د جرمني څارندوی او چارواکو سره مرسته وکړي۰ افغانان د ترهګري قربانبان دي او بیا څنګه کیدې شي یو افغان داسې یو ناوړه جرم او خیانت تر سره کړي۰ هیله کوم چې افغانان به هرومرو خپل مسؤلیت ادا کوي۰
    په درناوي
    بریالي اوسي!

  2. په جرمني کې هم حماقت درواغ ډېر دي !
    نو که فرضا دا افغان داعشوال وي نو دداعش یې د هانکاک له سیلانیانو سره څه ؟؟
    په غرب کې هره پروپاګنده دقدروړ دی چې داسلام پر ضد وي !
    دغه هلک روحي مريض وو نور یې ژوند نه غوښت او دجرمني پولیسو قصدا په ډزو مړ که چې دجرمني دقانون خلاف عمل دی

  3. Many Pakistanis claim asylum in Europe on Afghan name. Many in the UK who are Pakistanis but only speak Pashto or Dari so claim to be Afghan. Germany should investigate the real identity of this perpetrator.

  4. د جرمني تلویزيون اعلان وکړ چې نوموړئ يو پاکستانئ وخوت چې جرمني کې د پناه غوښتلو لپاره ځانته جعلي افغاني دستاویزات جوړ کړي وو

  5. حانه ورور ه. که انویسټیګیټ وکړی او سره د هغی بیا هم افعان وی؟ مونږ ټولو ته معلومه ده چی داسی کارونت زمونږخلکو ډیر ډیر کړی دی او بیا به یی هم کوی. ولی ځان ړندوی؟ ولی اغتراف نه کوی پدی چی مسلمان په مثل د مار دی هغه چی په هر ځای کی وی. مار ته په لستوڼی کی ځای ور کول خلک همدی نتیجی ته سوی ….یوه. ورځ به ختمان دا اروپایان را.ویښ شی (زه د همدغی ورځی په انتظار کی یم)

  6. دده د څیری او نوم نه ښکاری چی دا هلک پاکستانی دی او له بله پلوه افغانان داسی حماقت هیځکله هم نه کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *