تاند- د امریکا د هواپېژندنې ملي اداره وايي چې تېره میلادي میاشت (جون) په نړۍ کې تر ټولو توده جون میاشت وه.

د دې ادارې د څېړنو له مخې د جون تېره میاشت له ۱۸۸۰ م کال را په دې خوا په نړۍ کې څوارلسم ځل دی چې د هوا د تودوالي رکارد ماتېږي.

د دې ادارې پر اساس په مجموع کې په دې میاشت کې د هواد د تودوښې (تودوخې) درجه په شلمه پېړۍ کې د جون د میاشتې د نړۍ د هوا تر اوسط یوه درجه توده وه.

ساینسپوهان د هوا د تودېدو علت د ګلتوني ګازونو د تولید له زیاتېدا سره تړلی بولي.

د چاپېریال ساتنې متخصصان وايي، ممکن د مځکې د تودوښې درجې زیاتېدا د قطبونو د کنګلونو د ویلي کېدا او په نتیجه کې یې د سمندرونو د اوبو د سطحې د لوړېدو سبب شي. که دا کار وشي ښايي ګڼ ټاپوګان او سمندرغاړې سیمې تر اوبو لاندې شي.

په عین حال کې له دې سره په ګڼو هیوادونو کې وچکالي لا زیاتېدای شي. افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې وچکالیو ځپلی او له دې کبله چې له سمندره لېري دی تر نورو زیات د وچکالۍ له خطر سره مخامخېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *