فرانسوي سیاستمدار، شاعر او لیکوال ویکتور هوګو په ۱۸۰۲ زېږدیز کال په منځمهاله کورنۍ کې زیږدلی. دی په کوچنیوالي کې د خاص ذوق او دادب او هنر مینه وال و، نو له همدې امله یې خپله ځواني په کار کولو او زده کړو تېره کړه. د هوګو زېږېدنه داسې مهال وشوه چې اروپا د ناپيلیون په لاس کې وه. د جنګ پایلو او د حادثاتو ډک چاپیریال او د لویو لیکوالو (شاتوبریان) او (لامارتین) سره اشنايۍ ده ته ډېره حوصیله او ساه ورکړه او په نه ورکېدونکو اثارو د لیکلو زمینه یې ورته برابره کړه، چې دی یې له ځانګړي شهرت برخمن کړ.

هوګو په ۱۸۴۱ زېږدیز کال د (دعلومو فرهنګستان) د غړي په توګه وټاکل شو. ده خپل ټول عمر په سیاسي چارو کې تېر کړ چې په جرګه کې دخلکو د استازولۍ نیولې تر تبعید پورې چې د دریم ناپلئون د قدرت ته د رسېدو په غبرګون یې اثارلیکلو له امله اړ شو  هېواد پریږدي یادولی شو.

هوګو په ۱۸۵۳ زېږدیز کال (( د مجازاتو پالل)) نومې کتاب ولیکه او په ۱۸۵۶ زېږدیز کال یې ((لیدنې)) او په ۱۸۵۸ زېږدیز کال د ((قرون افسانې)) ولیکه چې ده ته یې ځانګړی شهرت ور نصیب کړو.

هغه مهال په ۱۸۷۰ زېږدیز کال فرانسې ته بېرته ستون شو او پاتې عمر یې په ادبي، هنري او سیاسي برخه کې تېرکړ.

بیا یې د خپل ستر اثر((بینوایان)) په لیکلو لاس پورې کړ، هغه شهکار چې دادب په تاریخ کې نه هېردونکی دی، که چیرې په نړۍ کې بینوايي هم نه وي دا اثر به د یوې تراژيدۍ په توګه په بشر کې تل پاتې وي.

هوګو د تبعید له وختونو هم یو مهم اثر وړاندې کړ، چې په منځنۍ پیړۍ کې د فرانسویان حال پکې بیان شوی او دا مشهوره کتاب (( ګوژ پشت نتردام)) و.

که څه هم د ((رمانتیزم)) سیاسي مکتب له دې وړاندې رامنځته شوی او پرمختګ یې کړ و، مګر دا لار ده ډېره قوي او دقدرت تر سترو پوړیو یې ورسوله. په همدې اساس دا  د همدې سیاسي مکتب بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي.

له دې پرته هغه یو ښه شاعر او مهربانه ښوونکی او په اخلاقو کې ځانګړی او په ملګرتوب کې ژمن و. د ده ټول اثار له غمونو، خوښیو، دردونو او بې عدالتۍ … په ټولنه کې د انسانانو پر متضادو  روحیاتو راڅرخیدلي.

هوګو د فرانسې د ۱۹ پیړۍ د ادبیاتو غوړونکی بلل کېږي او دعمر څراغ يی په ۱۸۸۵ زېږدیز کال په داسې حال کې چې دعمر ۸۳ کلونه یې شاته پریښي و تت شو او بلاخره  د زړه د ټکانونو له امله ومړ. د هوګو له مرګه دوه کاله وړاندې یې خوږه معشوقه (ژولیت) هم مړه شوې وه او ده پخپله خاورو ته سپارلې وه.

د ویکتورهوګو په جنازه کې د ټولنې د مختلفو برخو او ان د ټولې اروپا خلکو ګډون وکړ او جنازه یې په ډېر شان او شوکت چې په هغه شپه په زرګونه خلک د دې سره مخه ښې لپاره ویښ پاتې شوي و پورته کړه.

د ویکتور هوګو نور اثار دادي:

((د سیند کارکونکي))

((هغه سړی چې خندل یې))

((ورستۍ ورځ او یو محکوم))

((دتاملات منظومې))

((کوچنی ناپيليون))

((د سپیده دم نغمې))

((دشېطان راتلونکی))

(( آلپ او پیرنه))

((تاْتر آزاد شوی))

((خټه بخت لرونکی))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *