لیکنه: عبدالله واحدیار د آشنا پوهنتون رئیس
اسلام د بشریت د فلاح، هوساینې، ښیرازۍ او رستګاری دین دی چې د انسانیت د تکامل او نجات لپاره یې ارشادات وړاندې کړي، اوامر او نواهي لري، د تشویق او ترغیب لپاره بیلابیل هدایات وړاندې کوي او پدې توګه د خپلو پیروانو په ګډون ټول انسانیت ته د خلاصون او رحمت نړیوال پیغام لیږدوي. تر کومه چې خبره تر علم یا پوهې پورې اړه لري، اسلام علم ته په خورا درنه سترګه کتلي، علم د الله جل جلاله ذاتي صفت دی، په خپل کتاب قرآن عظیم الشان کې یې بیلابیلو آیتونو کې د علم لورته هڅونه کړې، د پوهانو مرتبې یې تر هر چا لوړې بللی، په علم حاصلولو یې کلک ټینګار کړی او پر خپل وروستي نازنین پیغمبر صل الله علیه و سلم یې د وحي پیل د اقرا په توري چې له علم سره تړاو لري کړی. پیغمبر ع بیا په خپل وار ځان معلم یا د علم خورونکی ګڼلی، زیات شمیر احادیث یې د علم او پوهانو په فضلیت او برتري فرمایلي دي، په خپلو افعالو کې یې تل د علم درناوی کړی، پوهان یې درانه ګڼلي او پدې توګه یې د علم زده کړه په نارینه او ښځینه فرض کړې او په کلکه یې هر هغه اقدامات چې د علم یا پوهې لاره ډب کويغندلي او عاملین یې مردود ګڼلي دي.په اسلام کې د علم همدا اوچت مقام دی چې مسلمانانو په پیل کې ورته سخت توجه و کړه او تر دې پکې پرمخ ولاړل چې د هاغه وخت اسلامي تمدن د ټولې نړی د حیرانتیا سبب شو چې نورو ملتونو لدې چټکو پرمختګونو څخه تعجب وکړ آن تر دې چې اروپايي تاریخ پوهان د اروپا او لویدیځ د نني پرمختګونو او تمدن په برخه کې ځان د مسلمانانو پوروړی ګڼي او زیاتوي چې ددې هر څه منشا اسلامي تمدن دی. اوس چې د نړی د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري روابطو بڼې تغییر کړی، پراخ بدلونونه پکې راغلي، نړی سره تر پخوا لا ډیره نژدې شوې، پولې تر ډیره له منځه تللي او پداسې ډول سره یو بل ته اړ دي چې تر دې پخوا یې بیخي ساری ندی لیدل شوی. نو وخت ددې چې مسلمانانو ددې نړی د یو پراخ او لوی اکثریت په توګه باید ددې کاروان سره پداسې ډول یوځای شي چې نه یواځي دیني ارشادات پکې زیامن نشي بلکه له بله اړخه د نړی د مطرحو ملتونو په کتار کې و دریږي.
نړیوالي چې په انګلیسي کې ورته (Globalization) او په فرانسوي کې یې (Mondialization) بولي عبارت له هغه بهیرڅخه دی چې د مختلفو سیمو او د هغوی د ټولنیز ژوند د بیلابیلو بعدونو ترمنځ تړاو رامنځ ته کوي. ګلوبلایزیشن په معاصرې نړی کې یو له هغو اصطلاحاتو څخه ده چې پراخ مخالفین او موافقین لري. لدې نه ښکاري چې دغه نوې پدیده هم منفي ټکي او هم مثبت ټکي لري. ننی نړیوالی سوداګریزې اړیکې، د ټکنالوژی انتقال، د بیلابیلو علمي او اقتصادي پرمختګونو تبادله او ترمنځ یې سرحد له منځه وړل د نړیوالی یا ګلوبلایزیشن ژوندي مثالونه دي چې هره ورځ یې بیلابیل خبرونه د ټولیزو رسنیو له لارې اورو.
د نړیوالی یا ګلوبلایزیشن پدیده ورو ورو پیلیږي، پداسې ډول پیلیږي چې ستاسې ورته پام هم نه وي، آن دا پروسه له ۷ کلنی یا ۸ کلنی پیلیږي، هغه وخت چې ستاسې ماشوم تلویزیون ته ناست وي، بیلایبل موضوعات ګوري، مختلفو نویو اصطلاحاتو او پرمختګونو سره مخ کیږي او په پایله کې یې پدې فکر کوي چې پدې مسایلو پوه شي، زده یې کړي او د ژوند په چارو کې ترې استفاده و کړي. همدلته دی چې د نړیوالی یا ګلوبلایزیشن د موضوع مفهوم را دبره کیږي، او ددې اړتیا محسوسیږي چې د نړی نني چټک بهیر سره باید ځانونه همنوا کړو. له بله اړخه د یادو موضوعاتو زده کړه او پرې پوهیدل ددې ضرورت احساسوي چې باید په تعلیمي نظام کې داسې څه وي چې هغه پرې د هغو موضوعاتو په اړه پوه شي کوم چې دی یې د تلویزیون په پرده ویني. همدلته دی چې د نړیوالی یا ګلوبلایزیشن د پدیدې لومړني اغیزې را برسیره کیږي او ددې اړتیا را دبره کیږي چې باید تعلیمي نظام ددې موضوعاتو د تشریح، توضیح او معرفي په برخه کې مخکښ رول و لري. دا داسې یو څه دي چې که و غواړو که و نغواړو باید ور سره توافق و کړو ځکه پرته ترې زمونږ اړیکې له نړی سره مانا نلري.
لکه چې یاده شوه ننی عصر د ګلوبلایزیشن یا نړیوالی عصر دی، دنیا لکه د یوه کلي داسې شویده، اقتصادي او سیاسي ګټې له یو بل سره تړل شویدي، تعلیمي نظامونو په بیلابیلو برخو کې پرمختګ کړی، ټکنالوژي او نورې برخې په چټکی مخ پر لوړه روان دي، ورځ تر بلې فاصلې را نژدې کیږي، پرمختګونه مخې ته راځي نو ور سره سم باید تعلیمي نصاب او تعلیمي نظام له نړیوالو ستندردونو سره برابر شي. نصاب د تعلیمي نظام د ملاتیر جوړوي ځکه همدا نصاب دی چې زده کونکیو ته د ژوند بیلابیل مهارتونه ښيي د کار بازار ته یې وړاندې کوي او په هغو مسایلو یې پوه کوي چې باید ټولنې او هیواد ته د خدمت مصدر و ګرځي او تر څنګ یې خپل ژوند و چلوي. په تیرو درې لسیزو کې خاصتا زمونږ تعلیمي نظام د جنګ جګړو، شخړو او نورو بیلابیلو بدبختیو له امله سخت زیان ولید په ځانګړي ډول د دیني بنسټونو نصاب یواځي او یواځي تر دیني زده کړو محدود شو او زده کونکیو ته یې په ذهن کې داسې کښینوله چې باید یواځي او یواځي همدا زده کړې و کړي او پرته ترې نورې عصري زده کړې له پامه وغورځول شي.
د پوهنې وزارت مني چې نوي ټکنالوژي، علمي او حرفوي پرمختګونه، د نوي بازار تمایلات په ټوله کې هغه څه دي چې تعلیمي نظام باید ور ته ځواب ووايي، متعلمین د نني اړتیاوو سره سم و روزي تر څو و کړای شي چې په راتلونکي کې داسې متعلمین د لوړو زده کړو لپاره وړاندې کړي چې د ژوند په بیلابیلو چارو کې بریالي وي.
مونږ دلته په افغانستان کې دیني مدرسې، دارالعلمونه، دارالحفاظونه او بیلابیل نور د دیني زده کړو بنسټونه لرو چې پکې دیني درسونه ویل کیږي، مکمل دیني نصاب لري او ور سره د دیني پوهانو پواسطه تدریس کیږي. دا ډله زده کونکي چې کله فارغیږي تر ډیره نشي کولی د عصري علومو په څانګو کې تعلیمي او تحصیلي مؤسیسو ته بریالي او یا هم خپل درسونه پرمخ یوسي، ځکه له عصري علومو سره بلدتیا نلري، اړوند مضامین یې نه وي لوستي او نشي کولی په خلاص مټ تحصیلاتو ته ادامه ور کړي که څه هم په وروستیو کې تر یوه حده عصري علوم یې په نصاب کې ور زیات شوي خو داسې ښکاري چې لا هم کار ته اړتیا شته. بالاخره دغه ډله نه یوازي د کار په بازار کې نه چلیږي بلکه ور سره د لوړو تحصیلاتو په برخه کې یوازي همدا یو آپشن لري چې هغه دیني زده کړي دي. لکه په مقدمې مو یاده کړه اسلام د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو د زده کړې سخت پلوی دی، ځکه اسلام د بشریت د ژوند شامل کامل دین دی او ثابته خبره ده چې پرته له عصري علومو د ژوند چارې پرمخ وړل ستونزمنه او آن په ځینو مواردو کې نا ممکنه ده. دلته ده چې د عصري علومو د زده کړې مسله را برسیره کیږي او د ګلوبلایزیشن یا نړیوالی پدې عصر کې لا زیاته اړتیا ور ته لیدل کیږي.
اوس تر هر څه زیاته ددې اړتیا محسوسیږي چې د دیني تعلیمي بنسټونو په نصاب کې دې باید عصري علوم ځای شي، دا کار نه یوازي طالبعلمان د ورځې له اړتیا سره سمو تعلیماتوباندې سمبالوي بلکه تر څنګ یې زده کونکي کولی شي په راتلونکي کې په خلاص مټ د عصري علومو څانګو کې خپلې زده کړې پرمخ یوسي، چې پدې ډول به هغوی په یوه وخت کې هم د اسلامي زده کړو دانشمند او هم د عصري علومو په ګاڼه سمبال وي. اوس چې خبره د نړیوالی یا ګلوبلایزیشن ده او دنیا لکه د یوه کلي داسې شوې، د خلکو اړتیاوې لا زیات تر یو بل پوري تړل شوي تر پخوا وخت لا زیات داسې اقداماتو ته اړتیا پیښیږي. د نظام په کچه د پوهنې وزارت مکلف دی چې د دیني بنسټونو نصاب ته په لویه کچه پاملرنه و کړي او د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو پر بنسټ پکې ټول هغه اړین موضوعات ځای کړي چې د زده کونکیو معاصرې اړتیاوې د ګلوبلایزیشن د چټکې پروسې په پام کې نیولو سره ایجابوي. په داخل او خارج کې خیریه سازمانونه او خیر خواه سوداګر دې هم پدې پروسه کې خپلې تخنیکي او مالي مرستې و نه سپموي او هڅه دې و کړي چې څومره هم کولی شي پدې علمي او اسلامي بهیر کې برخه واخلي. ددې تر څنګ اسلامي نامتو پوهان په خاص ډول هغه چې معاصر نړیوال بهیر سره بلد دي، معاصر علوم یې هم لوستي او د ننی نړی د اړتیاوو په برخه کې پوهه لري دې بهیر ته را ودانګي او په خلاص مټ دې پکې برخه واخلي.
اوس د ګلوبلایزیشن پدې چټک عصر کې مهمه داده چې د یادو تعلیمي بنسټونو په نصاب کې دې عصري علومو ته په پراخه توګه ځای ور کړل شي، دا نن ورځ یوه اړتیا ده، یو ضرورت دی. نورو اسلامي هیوادونو عملا پدې برخه کې کار کړی او په ډیرو برخو کې یې مثبتې پایلې ترې تر لاسه کړي. راځئ د نورو اسلامي هیوادونو لکه مالیزیا، اندونیزیا، مراکش او فیلپین نصابونو ته و ګورو او هڅه و کړو ورځ تر بلې مو په ځانګړي ډول د دیني بنسټونو نصاب له نړیوالو ستندرونو سره برابر شي تر څو په راتلونکي کې و کړای شو په هره برخه کې بریالي او متخصص کدرونه ولرو.