ایمل ولي

د شپې اته بجې وې، له انډیانا ایالت څخه نیویارک ته په درسي اصولي ورکشاپ کې د برخې اخیستو لپاره د ملګرو سره یو ځای ستړی ستومان راغلم. زمونږ هوټل د ملګرو ملتونو ودانۍ ته په مخامخ کوڅې کې و. له دمې کولو وروسته لومړی تیاتر ته لاړو. د تیاتر د ننداره کولو لپاره ټکټونه راته اخیستل شوي و. تیاتر د ټایمز په نوم څلور لارې ته نیږدې و. مونږ له یوه لارښود سره د همدې څلور لاري پر لور پلي ور روان وو. کله یوې لوړ پوړیزې ودانی ته ګورو، کله بلې. په دې منځ کې یو تن ملګري خو دې ټوکې په ډول راته ویل چې یاره ایله چې اوس مې سر پرې خلاص شو. ما ویل هغه څنګه؟، ویل ما به فکر کولو چې پوره دیرش میلیونه، شاخوا د ټول افغانستان وګړي، څنګه په نیویارک ښار کې اوسیږي؟، خو چې دې ودانیو ته ګورم، زه وایم چې د دې دوه برابره نوره هم ځایولی شي.

د څلور لارې منځ کې چې هر لوري ته ګورم، کله سور، کله شین، کله زرغون او کله ژیړ رنګونه را ته د کمرې د پړک په څېر پړکیږي. د خلکو دومره ګڼه ګوڼه ده چې پولیس هم د موټرو پر ځای په اسانو باندې د تیارسی په خال کې چمتو ولاړ دي. یو ملګری مو د سړک پورې غاړې ولاړو کسانو ته چورت وړی و. دوی د یوې ډلې په څیر د سړک په بله غاړه کې سره ښکته پورته، سره کاږه وږه کیږي، ټول دې لور ته متوجه شو. زمونږ لارښود راته په خندا خندا کې ویل، در ځئ چې په خپله يې وګورو. هلته په مخامخ سړک یو لوی سکرین لګول شوی دی. د سکرین خوا کې به چیرې کمره لګیدلي وي، هر څوک چې کامرې ته مخامخ شي، د هغه تصویر په په دې لوی سکرین ښودل کیږي. کله یو، کله بل سره نارې کړو، هغه دی، هغه دی، اوهو هلته هلته ما وګوره.

په دې منځ کې د سړک غاړې ته نیږدې یو وچ کلک نری ځوان غلی غلی کله ماته کله د سړک پورې غاړې ته وګوري، اخیر رانیږدي شو، په نه زړه يې راڅخه وپوښتل، څه نومیږي وروره؟ ما ویل سلام، زه ایمل یم، زما مطلب دی چې ایمل ولي.

ډیر ښه، ډیر ښه مالومیږي.

مننه.

د سهار راهیسې په تش نس ګرځم، یوه روپۍ هم راسره نه شته. که یوازې لس ډالره راکړې، ډیره به ښه شي.

ما له ځان سره ژر حساب و کتاب پیل کړ. لس ډالره مې په ۵۵ کې ضرب کړل، ۵۵۰ شوې. دا خو ډیرې افغانۍ کیږي. چې دې خیرن ته يې ورکوم، ولې يې افغانستان کې کوم بېوزله ته نه ورکوم.

وروره خیر دی. وروره ایمله!

د ده زاریو ته پښه نیولی شوم. ما چې جیب ته لاس کوه، ده راته ډیر په وار خطايي غلي غوندې وویل، وروره پام، پام چې د سړک پورې غاړه کې پولیس دي.

نو پولیس څه کوې؟

هغه که دې ووینې، سم کار به راته جوړ کړي

پوه شوم چې پولیس سوالګر نیسي. بیرته مې لاس ښکته کړ.

د کوم ځای يې؟

ایمل وروره د پاکستان یم.

امممم

ګړنډي ګامونه مې واخیستل، دی پاتې شو!

په درنښت

ایمل ولي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *