تاند- افغان امنیتي چارواکي د سترې محکمې د نننۍ پېښې په اړه ضد و نقیض څرګندونې کوي.
په داسي حال کې چې ځیني امنیتي سرچینې وايي چې د سترې محکمې په خوله کې ویشتل شوې ښځه بې وسلې وه، د کابل امنیه قومانداني وايي چې یوې ښځې او یوه نارینه د سترې محکمې پر ودانۍ وسله وال برید وکړ چې په نتیجه کې یې ښځه ووژل شوه خو سړی په تېښته بریالی شو.
د کابل د امنیه قومانداني د جنیايي تحقیقاتو رييس فریدون عبیدي وايي، چې یوې ښځې او سړي غوښتل چې له وسلو سره سترې محکمې ته ننوځي خو د دې محکمې په دروازه کې له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شول.
په همدې حال کې د سترې محکمې رييس سید یوسف حلیم ازادي راډیو ته وویل چې ښځه د سترې محکمې په دروازه کې د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوې ده.