تاند- یوې بریتانیايي کمپنۍ له برقي خرخرو څخه په استفادې او د نازکو خو کلکو المونیمو په مرسته موقتي او خوځېدونکي سړکونه جوړ کړل.

دا وسیله (عکس)، چې په ویلز ایالت کې جوړه شوې ده، په ۶ دقیقو کې ۵۰ متره اوږد موقتي سړک جوړولی شي.

2پر دې سړک هره نقلیه وسیله، چې وزن یې تر ۶۰ ټنو زیات نه وي، بېغمه تېرېدای شي.

وروسته له دې چې په ویلز کې (فاون) کمپنۍ د سړک جوړولو دا وسیله جوړه کړه، څه باندې ۳۰ هیوادونو د خپلو پوځونو لپاره د هغو د رانیولو وړاندیزونه ورته وکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *