د مخالفینو ځپلو او ثبات د ټینګښت په موخه وروستیو هلو ځلو ولسونه هیله مند کړي.

چارواکي وایي ننګرهار کې د مخالفینو د ځپلو او ثبات رامنځته کیدو په موخه
د مرکزي ادارې وروستیو هلو ځلو د دغه ولایت د ولسونو په منځ کې هیله مندي
زیاته کړې .
د ملي دفاع ، سرحدونو او قبایلو چارو وزیران، د سیمه ییزو ارګانونو
خپلواکې ادارې سرپرست، ننګرهار والي ، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو او ننګرهار
ولایت امنیتي منسوبینو او یو شمېر نور د چنګاښ په ۳۱مه ۲۰۱ سیلاب قول
اردو کې په ننګرهار کې د عملیاتو د پیل کیدو او د دایمي ثبات د تامین په
موخه غونډه درلوده .
د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال عبدالله حبیبي وویل: ډیر ژر به د شفق ۳ پړوا
عملیات پیل شي،چې د نورو ترڅنګ به یې موخه په ننګرهار کې ټول وسله وال
مخالفین ځپل وي .
هغه زیاته کړه، د دغه عملیاتو د ترسره کیدو په موخه ټول کورني ځواکونه په
همغږۍ سره بشپړ چمتوالی لري .
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وویل: په ننګرهار کې
عملیات د ولسونو لپاره ترسره کیږي او لازمه ده،چې پر مهال یې د دوی هر
ډول قانوني غوښتنو ته په ټاکلې وخت ځواب وویل شي .
نوموړي زیاته کړه، ژر به د ولسوالیو په کچه یوه، یوه منتخبه شورا جوړه
شي،چې د ولسونو رښتیني استازیتوب به وکړي او د ثبات په ټینګښت کې به د
امنیتي قواو سره یو ځای کار وکړي .
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست نادریما د عملیاتو پر مهال د
امنیتي منسوبینو،مطبوعاتي برخو او ولسونو ترمنځ پر همغږۍ رامنځته کولو
ټینګار وکړ.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل: د مرکزي ادارې د وروستیو هلو ځلو له
امله د دغه ولایت د ولسونو هیله مندي زیاته شوې،چې په دغه ولایت کې به
مخالفین په بشپړ ډول وځپل شي او د دایمي ثبات لپاره به زمینه برابره شي .
نوموړي ډاډ ورکړ،په ننګرهار ولایت کې به د مخالفینو د ځپلو او ثبات د
رامنځته کیدو په موخه د ولایت مقام اړوند په ټولو برخو کې سهولتونه برابر
کړي .

لس تنه وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته
ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ تنګي سیمه کې تېره شپه د جګړې په ترڅ کې
اوه تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي، همدا راز د
مخالفینو یو میل دهشکه او یو میل هاوان هم لمنځه تللی .
دغه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول، چې کله دوی غوښتل په سيمه کې پر
امنيتي پوستو بريدونه وکړي.
په دغه جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کومه زیان ندی اوښتی.

ختیځ لبنياتو فابریکې مسؤلین وایي د بهرنیو تولیداتو مخه‌ مو ډب کړې
په ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو تولیدونکې فابریکې مسؤلین وایي، د تولیداتو
د خرڅلاو کچه‌يې تر پخوا ښه شوې او تر ۷۰ سلنه پورې‌یې د بهرنیو تولیداتو
مخه ډب کړې.
د ختیځ لبنیاتو د بازار موندنې مسؤل وحید الله ازادي راډيو ته ويلي چې د
دوی د فعالیت شاوخوا یو کال کېږي او په دې موده کې په هر کاري ساعت کې‌یې
د لبنیاتو د تولید کچه تر درې زره لیټرو ته لوړه شوې ده.
ښاغلی وحیدالله وايي: “تقریباً پخوا به له شپږ سوو نه تر اووه سووه لیټرو
پورې شېدې راتلې اوس تر دوه نیم زرو لیټرو نه نیولې تر درې زرو لیټرو
پورې تولیدات لرو او بازار ته وړاندې کېږي دا فابریکه په کاري ساعت کې تر
لس زره لیټرو تولید ظرفیت لري.”
نوموړي وویل، اوس مهال دوی سره د سړو خونو موټرو کمبود دی که چېرې دا
ستونزه‌يې حل شي دوی کولای شي چې د هېواد نورو ولایتونو ته هم خپل
تولیدات پراخ کړي.
د همدې فابریکې د کوپراتیفونو مسؤل ملک حیا خان وايي، په لومړیو کې دوی
له صفر نه کار پيل کړ او د وخت په تېرېدو د مالدارانو لېوالتيا ورسره
زیاته شوه او د دوی د فعالیت ساحه تر ولسوالیو ورسېده.
ښاغلی حیا خان وویل: “کله چې موږ فعالیت پيل کړ یوه میاشت وروسته شپږ سوو
ليټرو ته تولید ورساوه بیا چې موږ مارکېټېنګ پيدا کړو بیا سرخرود ولسوالۍ
نه مو د شیدو راوړل پيل کړل بیا بټي کوټ ولسوالۍ نه مو فعالیت پيل کړل
همداسې قدم په قدم موږ تولیدات او فعالیت پراخ کړل او دغه د ولسوالیو نه
چې شيدې راځي د شیدو، مستو، کوچ، پيروي دا پروسس کېږي.”
د ختیځ لبنياتو په فابریکه کې د کرنې وزارت استازی ضیا الله دانش وايي،
هغه لبنيات چې له ګاونډیو هېوادونو راځي په هغې کې کېمياوي مواد کارول
کېږي او په میاشتو میاشتو د همدې موادو په زور ساتل کېږي.
دی وايي، وطني تولیداتو کې هېڅ ډول کېمیاوي مواد نه کارول کېږي او تازه
تولیدات تر هېوادوالو رسېږي.
ښاغلی دانش زیاتوي: “دغه د ختیځ لبنياتو تولیدات صحي دي او هغه تولیدات
چې له نورو ملکونو راځي په هغې کې کېمياوي مواد موجود دي چې هغه ضرر پيدا
کوي.”
له ازادۍ راډیو څخه په مننې

د هډې فارم د دوهم نمبر واټرپمپونو دروازې ورغول شوې.
د کانال ریاست د هډې فارم د دوهم نمبر واټرپمپونو دروازې چې ډیرې تخریب
شوې وې، د کانال ریاست په ځانګړې پاملرنې سره د دغه ادارې د ساختمان
آمریت لخوا د بیا ځل لپاره ورغول شوې.
کانال اوس مهال لس واټرپمپونه لري، چې هر یو یې په ثانیه کې تر زر لیټره
اوبو د انتقال ظرفیت لري، چې څلور زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

———————————————————————–
په جلال اباد ښار کې د نشه یې توکو څخه د مخنیوي په موخه د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ننګرهار روزنې امریت له لورې د نشه یې توکو پر وړاندې د
مبارزې ادارې په مالي همکارۍ جوړې شوې وې،چې موخه یې ځوانان د نشه یې
توکو د کارولو څخه منعه کول و.
ننګرهار د بدني روزنې امر، په خپلو خبرو کې وویل، د نشه یې توکیو کښت،
استعمال او پلور د ټولنې د بربادۍ او د ځوانانو د سالمې ودې د مخنیوي سبب
ګرځي، داسې سیالۍ او پروګرامونه یې د مخنیوي لپاره ښه لار ده، صافي، د
نشه یې توکیو پرضد د مبارزې ریاست څخه د مننې ترڅنګ د دیته ورته نورو
همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
په پاي کې ګټونکو لوبډلو ته کپونه او لباسونه ورکړل شول.
————————————————-
په فساد کې ښکیل وړه پلورونکي نغدي جریمه شول
د جلال اباد ښاروالۍ له لورې په ښار کې د توکو څخه د څآرنې، ښاري نظم
جوړونې او پاکۍ په موخه د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې په اوړو کې فساد
کوونکي تر پېژندلو وروسته نغدي جرمانه کړل .
د اوړو دغه پلورونکو په ولسونو د پنځوس کیلو په نوم اته څلوېښت کیلو اوړه
پلورل او په دغه چاره سره یې دوه کیلو فساد ترسره کولو،چې د ښاروالۍ
منسوبینو له لورې د پلټنو پر مهال وپېژندل شول او نغدي جریمه شول .
د جلال اباد ښاروالۍ منسوبین وایي که له دې وروسته یاد هټیوال په ورته
فساد کې ښکیل وپېژندل شي، نو هټۍ به یې ورته د تل لپاره وتړي .

مل پاسوال اضغرخان د ننګرهار نظامي څارنوالۍ د رئيس په توګه وټاکل شو.
د لوی څارنوالۍ د نظامي معینت د ځآنګړي حکم پر اساس مل پاسوال اضغر خان د
ننګرهار ولایت د نظامي څارنوالۍ د نوي رئیس په توګه تر ټاکل کیدو وروسته
منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
د ننګرهار نوي نظامي څارنوال ټولو منسوبینو ته ډاډ ورکړ،چې د دندې پر
مهال به یواځې قانون ته لومړیتوب ورکړي او خپله اداره به د هر ډول فساد
څخه پاکه وساتي.

پنځوس داعشیان او وسله وال طالبان ووژل شول .
ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ مامند درې په باندړ خوړ،ګردي سر او یو شمېر
نورو سیمو کې تېره شپه د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې ۳۵ داعشیان او
۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز ۱۸ داعشیان نور ټپیان شوي هم دي
.
د اچین ولسوالۍ په ګردي سر او باندر خوړ سیمو کې د امنیتي منسوبینو د
توپچي بریدونو په ترڅ کې ۳۵ داعشیان ووژل شول، ۱۸ نور ټپیان شول او همدا
راز د دوی یو عراده موټر،وسلې او ګڼ شمېر مهمات هم لمنځه تللي .
دغه بریدونه هغه مهال ترسره شو،کله چې په یادو سیمو کې داعشیان د تخریبي
کړنو د ترسره کولو لپاره د پلان جوړونې په موخه را ټول شوي وو.
په همدې حال کې د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو د بې
پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي،یو میل
هاوان او یو میل دهشکه یې هم لمنخه تللې ده .
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر او ننګرهار والي د ولسي جرګې غړي فریدون
خان مومند د مرحومې مور فاتحې مراسم ترسره کړل .
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل او ننګرهار والي سلیم خان
کندوزي چې یو شمیر نورو یې هم ملتیا کوله د چنګاښ په ۳۰مه ماښام ناوخته د
ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند د مرحومې مور فاتحې مراسم نوموړي ته د
هغه په کور کې ترسره کړل .
دواړو مشرانو د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند د مرحومې مور پر مړینه
خواشیني څرګنده کړه او د الله ج له درباره یې ورته د فردوس جنت او کورنۍ
غړو ته یې جمیل صبر غوښتنه وکړه .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي فریدون خان مومند د سرحدونو
او قبایلو چارو وزیر او ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د نوموړي له کورنۍ
سره یې په دغه ستر غم کې ځان شریک او ورته د ډاډګیرنې په موخه کورته
ورغلل .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي فریدون خان مومند مور څو ورځې
وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې او پخپل
پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوې وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *