عبدالله عزیزي

له همدا اوسه نوی ژوند پیل کړئ!

په ۱۳۹۲کال کې د BBC څخه یو خبریال ایران ته ولاړ د دې په هڅه کې وه چې په ایران کې د ژوند کولو په هکله پوه شي له یوه ساده کارکر څخه یې وپوښتل ستا څومره معاش دی؟ او ژوند دې څنکه تېرېږي آیا ته له دغه ژوند څخه راضي یې؟ د هغه ورځنی معاش زموږ په پیسو ایله ۲۰۰افغانۍ وه خو ویل یې زه ډېر خوښ یم او قناعت هم پرې کوم.

خبریال تردې دمه له دغه غریب کار څخه په خپله ځواب خوښ برېښېده خو کله چې یې دیو مالداره سړي څخه همدا پوښتنه وکړه چې دهغه ورځنی عاید دغریب کار څخه څوبرابره زیات هم وه هغه دخپل ژوند څخه هیڅ خوښ نه وه رپورټر ویل هغه کس چې ورځنی عاید یې له تاڅخه څو برابره کم هم دی خو له خپل ژوند څخه ډېر خوښ دی دا راز په څه کې دی آیا ته قناعت نلرې؟ مالدار ویل هغه چې ته یادوې خپل ورځ تېروي او زه غواړم ژوند وکړم.

له دې معلومه ده چې ژوند کول ډېر سخت کار دی او دا یو کامل حقیقت دی ځکه ژوند له ستونزو څخه ډک دی ژوند له ستونزو سره دمبارزې پایله ده ډېری وخت ډېر خوشحاله او خوښ یو خو ځینې وخت داسې وي چې له ستونزو سره دمبارزې څخه سړی سخت ستړی وي داهغه وخت دی چې سړی له ناهیلۍ سره مخ کوي او ځینې خلک بېکاره وي ځینې کورنۍ ستونزې لري اوځینې بیا دمعلولیت سره لاس اوکریوان دي شاید تاسو له دغو ستونزو ته تسلیم شئ خوښه لاره داده چې ښه غور وکړئ او دایې اصلي لاره نده ځکه په تسلیم کېدو هېڅکله کوم ځای ته رسیدلی نشو موږ ټول په دې پوهېږو چې ژوند کول سخت دي آسان کار ندۍ خو باور وکړئ دبریا لپاره هم ډېرې لارې شته دلویانو ژوند لیکونه ولولئ وکورئ هغوی څومره سختۍ تېرې کړي هغوی هم زما اوستا په شان یو سخت ژوند درلود داچې اوس په ما اوتا مشري کوي هغه یې دزحمت پایله نو د بریا لپاره باید له ستونوز سره په هر حالت کې مبارزه وکړو ترڅو زما او دهغه چاچې هیڅ کوښښ یې ندی کړی ترڅو ځان لپاره ښه ژوند جوړ کړي توپیر وشي زه هم له هغه چا څخه شم چې اوس یې دزحمت پایله لیدلې او بریالی ژوند لري.

۵ پینځه هغه پوښنې چې هره ورځ یې باید به ځانه وپوښنئ

۱:هغه په زړه پورې کار چې نن مې ترسره کړ کوم وه؟

داسې کوم کار وه چې نن یې په ترسره کولو په ماکې دغرور احساس پیدا شو؟

آیا نن حتا دیوې لحظې لپاره هم چې وي دبریا احساس مو وکړ؟

دبیا ځلي لپاره یې په ذهن کې را ولئ او له هماغه احساس څخه خوند واخلئ داسې وختونه ډېر کم راځي او په ژوند کې ډېر کم تکرار کېږي په قدر یې پوه شه او خوند ترې واخله

۲:کوم کار مې کولی شو ترټولو ښه ترسره کړم؟

له ننۍ تجربې څخه مو څه درس واخیست؟داسې کومه تېر وتنه مو وکړه چې په راتلونکي کې یې نباید وکړئ؟څنکه کولی شۍ په هغه لارو چارو فکر وکړئ چې په راتلونکي کې یې له دغه تېر وتنې سره مخ نه شۍ؟

۳:ترټولو اړین کار چې سبا یې باید وکړم څه دی؟

کوم کار دی چې سبا یې باید وکړم ؟هغه کار چې زما په ژوند کې مثبت بدلون راولي کوم دی که چېرې ورځنی تقسیم اوقات لرۍ حتمأ به مو په هغه کې لیکلی وي.

۴:کومه نوی کار دی چې سبا یې باید وکړم؟

دسې کومه نوې تجربه ده چې سبا به یې زه له ژوند څخه واخلم؟ژوند یو اکتشافي سفر دی کوم نوی کار به وي چې زه یې کشف کړم اوپه ژوند کې مې یوه نوې تجربه وي؟

۵:هغه خاص او اړینه کس چې زما په ژوند کې دی څوک دی او زه دهغه لپاره څه کولی شم؟

له هغه چا سره چې مینه لرۍ فکر وکړئ(خاوند،مېرمن،اولاد،مور اوپلار)که هغه هرڅوک وي آیا هغوی ته مو کله ویلي چې تاسوته ډېر اهمیت لري او ورسره مینه لرۍ؟سبا به هغوی لپاره څه کار وکړۍ؟

موږ ډېری وخت هومره په خپل کارونو مصروف کېږو چې هیڅ نشو کولای هغوی ته چې مینه ورسره لرو ورسېږو داپوښتنه موږ ته همدا تکی په کوته کوي چې باید هغوی له یاده ونه باسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *